سیاست

تبصــــره :

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠ :
ټاکل شوې ده نن د نوماند وزيران ولسي جرګې ته ور وپيژندل شي او د استازو مجلس د دوى د انتخاب بهېر پيل کړي .
د باختر آژانس مبصر ليکي   :
د ملي وحدت د حکومت  نوماند وزيران به نن  د استازو مجلس ته  ور وپيژندل  شي او په دې ترتيب د کابينې د جوړولو په  مقصد د ملي وحدت د حکومت د مسوولينو ژمنه چې وکولاى شي ملي اراده  تمثيل  کړي ، عملي شوه.  خو اوس په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو  وار دى چې د خلکو په  وړاندې خپلې  ژمنې عملي کوي او يا به  د سليقو په چوکاټ کې عمل  وکړي ؟
د استازو مجلس ته نوماند وزيران په  داسې نازکو او ځانګړو شرايطو او حالاتو کې معرفي  کيږي چې له يوې خوا دملي شورا ژمنۍ رخصتي را نږدې کيږي او له بله پلوه د ولسي جرګې غړو ويلي دي چې دوى به  د وزيرانو د ټاکنې په برخه کې  له  دقيق  او  هر  اړخيز غور او څيړنې څخه  کار واخلي او نوماند وزيرانو ته د دوى رايې به  د هغو معيارونو له  مخې  وي چې قانون مشخص  کړي دي .
دغه  راز  دولسي جرګې غړي چې پخوا يې نوماند وزيرانو ته  د رايې د ورکولو په  برخه کې  خپلې  ژمنې او پريکړې کړې دي ؛ ټينګارکوي چې په هماغې کرښې به حرکت وکړي .
هغه ژمنې چې د استازو د مجلس غړو نوماند وزيرانو ته د خپلې رايې د کارولو د څرنګوالې په برخه کې کړې دي غوره  او د ستاينې وړ خبره ده.  خو هغه څه چې مهم دي؛  د دغو ژمنو عملي کول دي .
خلک په ولسي جرګه کې له  خپلو استازو څخه  هيله لري چې په خپلو کړنوکې دې دقيق  او ځير واوسي .  سره له دې چې  د سر پرستو وزيرانو شتون هغه هم په  ټاکلي   اجرائيوي چوکاټ کې خپلې ځانګړې ستونزې لري او د وزيرانو د ټاکنې او عملي کار اړتيا يوه  جدي اړتيا ده. سره له دې هم بايد وکيلان هم د خپلو  ژمنيو رخصتيو ترپيل کيدو پورې لنډ زماني فرصت په پام کې ولري او هم د نوماند وزيرانو د اغيزمنتوب سابقې ځواکمنۍ او مديريت په باب دقيق  او ځير و اوسي . له داسې سليقوي  کړنو څخه  چې  په  هغو کې  قومي ، سياسي  او  ژبني مسئلې ځاى ولري، ډډه وکړي.
څرګنده خبره دا ده چې وکيلان بايد د وزيرانو  په  ټاکنه کې  داسې عمل  وکړي چې وکولاى شي زموږ د نن  او سبا مسئلو ته  ځواب  ووايي. ځکه تيرو وختونو ثابته  کړې ده چې وزيرانو په لومړۍ ورځ په زياتو الفاظو او القابو سره  رايې اخيستې دي  خو وروسته وروسته د همدغو استازو له خوا بې اغېزې  او د نه استفادې  وړ خلک بلل شوي دي او د يو شمېر وزيرانو  په استيضاح   او استجواب سره  نوې  ستونزې  پيدا شوې دي  .
هدف دا دى چې ټولې ستونزې دې د کار په پيل کې په  پام کې ونيول شي او د داسې کابينې د جوړولو لپاره دې کار وشي چې په  هېوادکې ټولنيز  عدالت  تامين شي  ، له اداري فساد سره د مبارزې  بهېر ګړندى او له واقعيتونو سره يو ځاى شي او ديوې اغيزمنې کابينې په شتون کې په هېواد کې نظم او ثبات اعاده او د هېواد  اجرائيوي رکن  لا زيات فعال   او کارنده  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته