۱۰۰ ورځې

تبصــــره :

کابل باختر دکب دمياشتې ١١ :
دانتخاباتو په خپلواک  کميسيون کې مقاماتو ويلي دي  چې په هېواد کې د رايې ورکولو شپږ زره اووه سوه پنځه  اويا مرکزونه فعال دي او درې سوه شپږ نوي  نور مرکزونه  به دامنيتي   ګواښونو له امله فعال نه  شي .
دباخترآژانس مبصر ليکي :
په دې وروستيو وختو کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون يوه  جګپوړي مقام ويلي دي چې دهېواد په کچه  د رايې ورکولو شپږ زره اووه سوه پنځه اويا مرکزونه به  چې د رايې ورکولو يو و يشت  زره شپږ سوه  درې شپيته ځايونه پکې شامل دي ، فعال وي.  په داسې حال کې چې درې سوه شپږ نوي نور مرکزونه به  دامنيتي دلايلو له امله  تړلي پاتې شي او داسې تدبيرونه نشته  چې دغه مرکزونه  فعال شي .
که  چيرې دانتخاباتو تر سره کولو پورې  پاتې وخت اوهغو ژمنو ته چې دامنيتي بنسټونو دمسوولينو له خوا د رايې ورکولو دمرکزونو د امنيت د تامينولو دانتخاباتو په بهيرکې  د ګډون  په مقصد دخلکو ميني او ګډون  او  د هغوي دسياسي برخليک ټاکنې ته  وکتل شي ، کولاى شو هغه د رايې ورکولو  د زياتو مرکزونو دفعالولو لپاره فرصت  وبولو.
د رايې ورکولو د زياتو مرکزونو د فعالولو لپاره  هڅه اوهاند  دمسوولينو يو اخلاقي مکلفيت دى.  له  دې  پرته  به ګڼ شميرخلک له خپل طبيعي حق  څخه  چې رايې ورکول او دخپل سياسي برخليک په ټاکنه کې ونډه  اخيستنه ده ،  بې برخې پاتې شي .
په امنيتي بنسټونو کې دشتو ظرفيتونو او دسياسي او امنيتي  ژمنو او پرمختياوو په پام کې نيولو سره دانتخاباتو تر ترسره کولو پورې  پاتې موده  کيداې شي درايې ورکولو  دزياتو مرکزونو دبيا پرانستلو لپاره ښه اومناسب فرصت دى او  د  رايې ورکولو صندوقونو ته دزيات شمير خلکو ديون لپاره  ژمينه برابره کړي.
دلته دامنيتي ځواکونو ترڅنګ نور بنسټونه  هم کولاى شي  په اغيزمنه توګه عمل وکړي  .  دسولې عالي شورا بايد زياته  فعاله   شي او وسله والو مخالفينو ته دې دغه ټکي تفهيم کړي  چې دانتخاباتو له بهير سره دې ديو ملي بهير په توګه چلند وکړي.   لکه څنګه چې دګلبدين حکمتيار  په مشرۍ اسلامي ګوند دغه  بهير ته لازيات مشروعيت ور وباښه  طالبان هم  د دغه بهير درناوى  وکړي  ځکه دغه بهير ته درناوى دخلکو ارادې اونيت ته درناوى  دى .  هغوي بايد دخلکو د ارادې په وړاندې له سرتمبګۍ څخه کار وانخلي  او دخلکو په وړاندې  ونه دريږي  .
دغه راز د قومونو مشران او  روحانيون هم دامنيت په تامينولو  او درايې ورکولو
د مرکزونو په بيا پرانستلوکې په اغيزمه توګه عمل کولاى شي چې بايددانتخاباتو خپلواک کميسيون   او امنيتي بنسټونه  ددغو کړيو له معنوي او وګړني نفوذ څخه هم کار واخلي.
د افغانستان خلک هيله لري چې انتخابات په سراسري ، شفاف او عادلانه   ډول ترسره شي   او لکه څنګه چې دافغانستان د دولت مقاماتو ويلي دي  چې  په دغه بهيرکې دې  دهيواد  د ټولو اتباعو د هيوادوالۍ حق رعايت کړي.
په دې کې دشک ځاى نشته چې د انتخاباتو دخپلواک  کميسيون مسوولينو په درايت  سره عمل کړى دى  اوهلې ځلې يې کړې دي  چې له وروستيو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
خو وروستۍ  څرگندونې  نه شي کيداى  د قناعت وړ وي ا ونه  شي کيداى  چې وروستتي انتخابا په توګه په پام کې ونيول شي  بايد له وروستيو  امکاناتو څخه هغه هم تر آخري ورځې پورې چې  دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره پاتي کيږي  کار واخلو  چې په انتخاباتو کې د ټولو د ګډون   زمينه برابره   شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته