تبصـــره :
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
د پناه غوښتوونکي نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې نړۍ تيرکال په اروپايي هېوادونو کې دپناه غوښتنې دترلاسه کولو په خاطر دمهاجرت دتوپاني څپې ډګر و.
مهاجرتونه ، پناه غوښتنې ، بيځايه کيدل او کډوالي هغه مفاهيم دي چې دجګړې ، نښتې ، وژنې او وروانۍ څرګندوى دي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
هغه زياتره مهاجرين اوپناه غوښتوونکي چې ځانونه يې اروپايي هېوادونو ته رسولي دي له جګړې ، ورانۍ ، وژنې او وينې توئيولو څخه تښتولي دي.
په تير عيسوي کال کې نړۍ په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتوونکو دتوپاني څپې ډګر و. زياتره دغه مهاجرين او پناه غوښتوونکي دافغانستان ، سوريې ، عراق ، ليبيا اوپه بحران کې دنورو لتاړو هېوادونو په شان دجګړې ځپلو او بحران ځپلو هېوادونو اتباع دي .
په دغو لنډو څرګندونو سره ويلى شو ترهغه وخته پورې چې په بيلابيلو هېوادونو کې جګړې او بحرانونه دوام ولري مهاجرتونه او پناه غوښتنې هماغه شان دوام لري . ترهغه وخته پورې چې د جنګ ځپلو هېوادونو په ګاونډيو هېوادونو کې مهاجرين شتون ولري بحران پاى ته رسيدونکى نه بريښي.
په دغو لنډو څرګندونو سره بيا هم کولاى شو ووايو چې دمهاجرتونو علت او انګيزې ، ناامنۍ او جګړې دي نو لازمه ده چې دجګړې له مصيبت څخه دژغورنې لپاره چې زياتې ناخوالې يې په مهاجرتونو او پناه غوښتنو کې دبحران زيږنده دي فکر وکړو او دجګړې جرړې وچې کړو.
دسيمه ييزو بحرانونوپه مخنيوي تمرکز اوپه بحران ځپلو سيمو او هېوادونو کې دسوکالۍ رامنځته کول کولاى شي دپناه غوښتنې لاره لنډه کړي. کله چې په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې په مشارکت سوله تامين شوه افغانستان دايران او پاکستان له هېوادونو څخه دزيات شمير افغانانو دبيرته ستنيدو شاهد و.خو دکړکيچ رامنځته کيدو او دډار اچوونکو بيا ژوندي کيدو دمهاجرتونو اوپناه غوښتنو داستان بيا پيل کړ که چېرې په جګړه ځپلو هېوادونو کې سوله تامين شي اروپايي هېوادونو ته دپناه غوښتنې کچه به ناڅيزه وي.