کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣ :
دافغانستان خلک له خپلو نړيوالو دوستانو څخه هيله لري چې له ډار اچونې سره په جګړه کې د همکارۍ ترڅنګ د دغو ځواکونو د سمبالولو او ظرفيت جوړولو په برخه کې کار وکړي ترڅوددغه هېواد امنيتي اودفاعي ځواکونوپه نسبت باور او اعتماد او ددغه هېواد په دننه او بهر کې لازمه همکاري زياته شي .
دباخترآژانس مفسر ليکي :
دامريکا جمهور رئيس دافغانستان د جګــــړې نوې ستراتيژي تائيد کــــړه چې دهغې له مخې به په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو لوى قوماندان ځانګړي صلاحيتونه ترلاسه کړي .
په افغانستان کې د جګړې په نوې ستراتيژۍ کې له ډار اچوونکو سره دجګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو سره همکاري اودهوايي عملياتو اجرا کول شامليږي.
هغه ستراتيژي چې د نړيوالو ځواکونو لوى قوماندان ته ځانګړي صلاحيتونه
ورکوي اوپه دې ترتيب امريکايي ځواکونه او له نورو هېوادونو څخه دهغوى
نور همکاران به له ډار اچونې سره په جګړه کې پرانستى لاس ولري .
په داسې حال کې چې د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى ته رسيدو سره چې له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو دمحاربوي عسکرو دبرخې دوتلو دپروګرام دبشپړيدو وخت و ، دغوڅ ملاتړ په شعار سره چې د افغان ځواکونو په روزنه ، سمبالولو او مشورې ورکولو کې خلاصه کيده اوپه عملي توګه دغه ځواکونه له جنګي حالت څخه ووتل، په افغانستان کې ديوشمير بهرنيو پوځيانو په شتون سره دنړيوالې ټولنې پوځي شتون ضروري وبلل شو.
په يوشمير چاڼيزو عملياتو کې دنړيوالو ځواکونو ونډه اخيستنه اوپه تيره بيا دهېواد له امنيتي اودفاعي بنسټونو سره ددغو ځواکونو هوايي ملاتړ ښيي چې د تروريزم او بنسټپالنې خطر هماغه شان پرځاى پاتې دى او بايد د حالت او دراتلوونکي په باب دقيقه محاسبه ولرو.
د هېــــواد د خلکو او دولتي چارواکو له خوا له افغان ځواکونوسره په ملاتړ کې
دنړيوالوځواکونو وروستي تحرکات د هرکلي وړګرځيدلي دي خو نه شي کيداى
وروستۍ خبره وي.
په افغانستان کې پياوړى او پراخ فزيکي ځواک شتون لري چې کولاى شي امنيتي اودفاعي بنسټونه پياوړي کړي هغوى دهېواد په حساسيتونو او ستونزو له نورو څخه زيات پوهيږي او دخپل هېواد او خلکو په نسبت په مسووليت مننې سره عمل کوي.
که چېرې نن په افغانستان کې دجګړې دنوې ستراتيژۍ دتائيد خبره ده کيداى شي د دقت او درک وړ يوه خبره وي خو افغانان دې ته سترګې په لاره دي چې په پاى کې په خپله ددوى امنيتي اودفاعي ځواکونه چې ددغه هېواد له بچيانو څخه جوړ شوي دي اودخپلو خلکو له دودونو او عنعناتوسره پوره بلدتيا لري په رښتينې ډول لکه څنګه چې وکولاى شي اوسنيو اړتياو ته ځواب ووايي ، ظرفيت جوړونه وشي ، ترڅو په ځان ډډه ولګوي.
که چېرې نن له ځمکې او هوا څخه د دغو ځواکونو دملاتړ خبره ده او بهرني
ځواکونه ځان په دې کار ژمن کوي دغه همکاري په هروخت او شرايطو کې
چې وي لنډ مهال دي .
ښه به وي چې د افغاني ځواکونوملاتړ وشي او هغوى سمبال او ددندو ترسره کولو ته چمتو شي .
نن ورځ يو زيات شميرهېوادونه شته چې زموږ ددفاعي او امنيتي ځواکـونو په ښوونې او روزنې بوخت دي .
دغه هېوادونه په خپل ذات کې خپل اقتصادي اوپوځي قدرتونه دي کيداى شي هغو افغان مجربو افسرانو ته چې په بيلابيلو نومونو له اردو او له نورو امنيتي بنسټونو څخه لرې شوي دي دافغان ځواکونو دروزنې اوسلامشورې ورکولو کار وسپارل شي . په بدل کې دغه هېوادونه ښه امکانات او اقتصاد لري او دافغانستان په نسبت په ژمنې سره عمل کوي ، دامنيتي او دفاعي ځواکونو په سمبالولواقدام وکړي ، دهېواد هوايي پوځ او ددرندو وسلوليکې خپلې ستونزې لري چې بايد ورته پاملرنه وشي.
په دې کې دشک ځاى نشته چې د جګړې په ډګر کې له افغان ځواکونو سره
دنړيوالوځواکونو ملاتړخپله اغيزه لري خو لنډمهال پروګرامونه هغه هم دشرايطو اوحالاتوپه اړوند ښايي په لومړي سرکې اغيزمن وي خو ددې ترڅنګ دهېواد د ځواکونو په نسبت بې باوري او بې اعتمادي په ذهن کې تداعي کوي ښه به وي چې نړيوال دوستان زيات دظرفيت جوړولو او دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دسمبالولو اوتمويلولو په باب پروګرام جوړ کړي چې د غه ځواکونه په کلي توګه د دندو تر سره کولو ته چمتو شي . هغه وخت به دې ته اړتيا نه وي چې اوسنيو ستونزو پيټى بهرني ځواکونه په اوږو واخلي .
0 3 دقیقې لوستل