سیاست

تبصـــره :

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٣ :
  د ملي  وحدت د حکومت دنوماند  وزيرانو  په اعلامولو سره  زياتره  هيلې او ملاحظات  پاى ته ورسيدل اوپه دې ترتيب هېواد له يوې سختې ستونزې څخه تير شو  اودخپل سياسي  ژوندانه  نوي فصل ته  ورسيد.
دباخترآ ژانس مبصر ليکي  :
پرون  د افغانستان د اسلامي  جمهوريت  جمهور رييس ديو حکم په صادرولو سره د ملي وحدت  د حکومت   ترکيب اعلام کړ  چې د هغه له مخې به  نوماند وزيران  په ډير لنډ ممکن وخت کې له ولسي جرګې څخه د باور د رايې د ترلاسه کولو په مقصد دغه مجلس ته  معرفي شي .
د کابيني دترکيب اعلام  زياتره  ستونزې ، هيلې  او ملاحظات پاى  ته ورسول  او د ملي وحدت حکومت  ته يې د هدفمند  او  ژمنه شوې کار  زمينه برابره کړه .
د کابينې  د ترکيب څرنګوالى له مثبت  نظرسره يوځاى  و   او د ملي مشارکت څرګندوى  دى چې  په  هغه کې  په تخصص  او  کاري  ژمنتوب سر بيره   قومي ترکيب  رعايت شوى  دى  او د دې زمينه  برابره شوه چې  په  دې  هېواد کې  ټول ميشت  ورونه ، قومونه  ځان  په  هغه کې  وويني او خپله  اراده   تثميل کړي.
هغه څه  چې   وويل شول  داسې مسووليت  و  چې  د ملي وحدت  د  حکومت   د مشرانو له  خوا  ادا   شو   خو  د اوس داستازو  د مجلس دغړو  وار  دى  چې د نوې کابينې د  غړو په  ټاکنه او انتخاب کې  کوم   معيارونه   او ضوابت  په پام کې نيسي .
که چيرې  د ملي شورا دوولس کلن کار ته   وګورو ، مقننه قوې  په  دې  موده  کې ښې تجربې ترلاسه کړي دي  او په  ښه توګه  کولاى شي  مصلحتونه   غوره وبولي  او ملي  ګټې مشخصې کړي.  دوى  بايد له نوماند  وزيرانو څخه خپل برداشت او معلومات  ولري او د جمهور رييس  غني  د څرګندونو له مخې   چې ويلي يې و  نوې کابينه  د وړتيا  او تخصص د اصل پربنسټ  انتخابيږي ، هغو ته د باور  رايه  ورکړي .
که چيرې  د تيرو  دريو مياشتو پرمختياو  ته يعنې د ملي وحدت  د حکومت دکار  د پيل له وخت څخه  تر اوسه  پورې  وګورو   د سياسي  فعالانو او دمدني فعالانو  ترڅنګ په  پارلمان کې د خلکـــو وکيـــلانو هم  د نوماندو   وزيرانو  په معرفي کولو باندې ټينګار کاوه .  اوس دغه غوښتنه ترسره شوه  او د نوماندو وزيرانو  لاره  ولسي جرګې ته  پرانستل شوه . هيله  دا  ده چې  د خلکو وکيلان  دنوماند وزيرانو په  نسبت  ملي او مسوولانه  نظر ولري .  سليقوي نظر نه شي کولاى  غوټه خلاصه کړي  . د نوماند وزيرانو په  نسبت په قومي او سمتي شعار سره   کتنه  د هېواد  په   ګټه نه  ده  . هغه څه چې طرحه دي   د دې هېواد  اوس  او راتلوونکى دى .  هغه مسئله   چې د ملي  وحدت د حکومت مشران  ، دملي شورا  غړي  او د راتلوونکې کابينې غړي هغه په مسوولانه   ډول  تعقيبوي .
نوې کابينه  په  داسې  حال کې معرفي کيږي چې   د کرغيړنو او ناوړو  پديدو پرخلاف  مبارزه کې  د افغانستان او د هغه د خلکو لپاره  اساسي   ژمنه  شته.
دا خبره بايد  په ډاګه  کړو  چې  د نوې کابينې په  معرفي کولو سره  کولاى  شو هېواد  سمسور او ودان  وبولو .  دلته   د ملي وحدت د حکومت د  مشرانو ، په ملي شورا کـــې  د با درايته استازو  او  په کار ميــــنو  وزيــرانو په   شتون  کـــې دافغانستان دخلکو  ژمنه او  درايت  د درک  وړ دي  چې  وکولاى شو  اقتصادي بحران ، د نا امنۍ  عوامل ا و  اداري فساد له  منځه  يوسو. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته