ټولنه

تبصـــره:

کابل باختر دوري دمياشتې  ٥ :
هرکال، هر پيل او هر پسرلى له نويو ژمنو او نوې انرژۍ سره يو ځاى دى او دا په داسې حال کې ده چې موږ په تيروکلونوکې هرکال په هيوادکې دنيالګيو د ايښودلو له فصل سره پيل کړى دى او دا کار موپه فرهنګ او دود بدل کړى دى چې کيداى شي د يوه شنه اوپاک چاپيريال د جوړولولپاره يو ارزښتناک او د ستاينې وړ حرکت وي.
د باخترآژانس مبصرليکي:
د افغانستان خلک پسرلى د سمسورتيا او غوړيدو فصل او د کرکيلې او کارلپاره
پيل بولي. د پسرلي او د هغه د ارزښت په اړوند د خلکو په ژوندانه کې ډول ډول تعبيرونه شته. پسرلى د افغانانو په فرهنګ کې په لوړه توګه تعريف شوى دى.
دا ټول د دې څرګندوى دي چې پسرلى د جوړولو او د يو ښه ژوندانه د فضا د برابرولو لپاره د ژمنې د نوې کولوفصل دى.
د همدې اصل له مخې: د افغانستان خلکو د حکومتي بنسټونوپه مرسته او همکارۍ کال په کال په هېوادکې د نيالګيو دايښودلودپروګرام په نامه پروګرامونه  پيل کړي دي او کال په کال د زمانې او شرايطو له غوښتنو سره سم د دغه شان پروګرامونو لپاره مناسب شعارونه انتخابيږي.
د نيالګيو د ايښودلو پروګرام د افغانستان په شان هېواد لپاره چې له اقليمي بدلونونو سره مخامخ دى؛ د جوي بدلونونو له پلوه له ستونزوسره مخامخ دى. پرله پسې وچکاليو چې دغه هېواد زيات بياباني او په هغه کې د ژوندانه چاپيريال زيانمن کړى دى، کيداى شي ګټور او ارزښتناک وي.
خو ستونزه په دې کې ده چې زموږ په هېوادکې دنيالګيو دايښودلو پروګرام لکه څنګه چې په ولولو او پرتم او په ښکلو شعارونوسره  پيليږي؛ نه تعقبيږي.
نيالګى او نيالګي ايښودل کيږي، خو د هغو د پالنې په برخه کې لکه څنګه چې لازمه ده؛ اقدامات اوتدبيرونه نه نيول کيږي. دلته کولاى شو هم حکومتي بنسټونه او هم عوام خلک مسوول وبولو.
نيالګى، ونې او د ګلانو بوټوته نه پاملرنه او د هغوى نه پالنه کيداى شي نا راحت کوونکي خبره وي. ځکه له يوې خوا موږ ونه کړاى شول هغه ژمنه مو چې د شنه  او پاک چاپيريال د جوړولو په لاره کې له خلکو سره کړې ده؛ سرته ورسوو.  له بلې خوا د نيالګى ايښودل چې په پروګرام سره نه وي او پاملرنه ورته ونه شي؛ کيداى شي په هيواد اقتصادي ګوزار وي.
که چيرې په يو کال کې موږ د يومليون نيالګيو د ايښودلو لپاره پروګرام جوړ کړو او يو نيالګى  څه ناڅه لس افغانۍ په پام کې ونيسو او ونه کړاى شو پاملرنه ورته وکړو؛ په حقيقت کې موږ لس مليونه افغانۍ بې ځايه لګولې دي.
په داسې حال کې چې په دغو لسومليونو افغانيوسره کولاى شو څو معياري ښوونځي جوړ کړو اويا  په نورو  ټولګټو چارو لاس پورې کړو.
خلک په دې  کار هيله من دي چې په هېوادکې د نيالګيو د ايښودلوپروګرامونه لنډ مهال او تصادفي پروګرامونه  نه وي. کره او اوږد مهال وي او په هغې اندازه  طرحه اوبنسټ يې کيښودل شي چې د کرنې او اوبولګولو وزارت، ښارواليو او د نورو موسسو په شان بنسټونه د هغو د عملي کولو او څارنې توان ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته