سیاست

تبصـــره :

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي  پرون په هغو ځانګړو مراسمو کې چې دښځو دنړيوالې ورځې له امله په کابل کې جوړه شوې  وه  په دې کار ټينګار وکړ چې افغانستان يواځې يوه  لاره لري او هغه د ترقۍ او پرمختګ په لور ګام اخستل  دي.
دباختر آژانس مبصر ليکي :
ښځې د افغانستان  په   ټولنه کې  زياتو ستونزو  سره  لاس او ګريوان دي ، قبيلوي دودونه ، لرغوني عنعنات ،نارينه سالاري،  ناوړه عادتونه او په ځينو حالاتو کې هم د ښځې  پرخلاف تاوتريخوالى  هغه ستونزې دي چې په هيواد کې افغاني ټولنه  په تيره بيا ښځې له کړاوونو  سره مخامخې دي   او په ځانګړې توګه په کليو او بانډو او په لرې پرتو سيمو په هغو ځايونو کې چې د قانون تنفيذ او واکمنۍ   دومره پکې شتون نه لري زيات ليدل کيږي.
له بله پلوه دعلمي او ديني پوهې ټيټه کچه د دې سبب شوې ده چې خلک  د ښځو
او دهغو انسانانو دحقوقو په باب چې په نننۍ ټولنه کې چې هغه بشري حقوق بلل
شوي دي ،  دومره  معلومات   ونه لري.
نن ورځ دهغه هيواد وګړي چې په ليک لوست پوهيږي په هيواد کې له هغو کسانو څخه کم دى چې په  ليک لوست  نه پوهيږي.
له بده مرغه د تيرو نږدې څلورو لسيزو دپيښو او پرمختياوو تګلورۍ  د دې سبب شوى دى چې افغانستان د نورو هيوادونو په پرتله دمعاصر پرمختګ له تګلورې څخه بيرته پاتې  شي.
بهرنۍ لاسوهنې دسيمې دهيوادونو، تربګنۍ، دبهرنيو قدرتونو سيالۍ  او هغه غرضونه چې دغه هيوادونه  يې زموږ  د هيواد او خلکو په   وړاندې لري په دې بريالي  شوي دي چې زموږ خلک د اوسنۍ زمانې دتمدن او پوهې له قافلې څخه لرې  وساتي .  که چيرې په سيمه او نړۍ کې پرمختګ او پرمختياووته دقت وکړو ، افغانستان دسيمې او نړۍ له هيوادونو سره د پرتلې وړ نه دى . منو چې  نورو په هر پروګرام او سازښت کې هلې ځلې کړې دي چې په ځنډه کې وساتي خو دا نه شي کولاى چې موږ ته  برائت راکړي .  ځکه موږ دخپل توان او استعدادمنطق لرو زيات شمير هيوادونه شته چې په جګړه او اور کې يې  وده کړې ده او ځاى يې دګاونډيو او د نړۍ دهيوادونو ترمنځ تثبيت کړى  دى .
په داسې حال کې چې موږ  په دې موده کې آن په دې کار هم نه  يو بريالي شوي چې په خپله کورنۍ او ټولنه کې دښځو حقوق  حل کړو.
په داسې حال کې چې په تيرو وختونو کې او اوس افغاني فرهنګ،اسلامي شريعت او دهيواد قوانينو دښځو حقوق په  ډاګه کړي دي خو په ټولنه کې ددغه مطرح قشر حقوقو تل دسياسي پيښو تر اغيزې لاندې  رنګ بايللى دى او بدلون منوونکى دى .
حقيقت  دا دى  چې په هيواد کې دښځو حقوق تل دسياسي پيښو  قرباني شوي دي او برخليک يې په سياسي پيښو سره  ټاکل شوى دى که نه دښځو حقوق هم  په ديني قوانينو کې او هم په دينيوي قوانينو کې او هم په  مدني قوانينو کې معلوم  دي او هيڅوک هغه  نفې کولاى نشي او دغه ټولې نارې  سورې د څه لپاره ؟
ستونزه په دې کې ده چې موږ په دې نه يو بريالي  شوي چې قوانين لکه څنګه چې دي عملي کړو.
په دې ترڅ کې دپوهې او دليک لوست نشتوالى  او سيمه ييزې ناخوالې او تعصب د دې سبب شوي دي  چې   دښځو حقوقو ته   لازمه   پاملرنه   ونه شي . نو دجمهور رييس کرزي دغه خبرې دقيقې دي چې افغانستان   يواځې يوه   لاره لري او هغه دترقۍ او پرمختګ په لور ګام اخستل دي .
هير دې نه شي چې پردي به زموږ دپرمتخګ او ترقي لپاره هغه همکاري چې لازمه ده  ونه کړي خو دا چې موږ په خپله هيواد او چاپيريال  وپيژنو دخپل ځان او دنورو دحقوق درناوى  وکړو .
ښځه لکه څنګه چې داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)  فرمايلي دي حضرت او احترام يې وکړو او لکه څنګه چې جمهور رييس کرزي وويل : د ( ښځې پرخلاف تاوتريخوالي دنارينه قوت نه ښيې بلکې دهغه کمزورتيا او بې وسي ده. )
دلته ضروري ده د ښځو حقوق لکه څنګه چې لازمه ده  تبليغ شي ځکه زياتره خلک په تيره بيا کليوالي اوسيدونکي د ښځو په حقوقو هغه  هم  داسلامي قوانينو او دبشري قوانينو له پلوه   دومره  نه ٫ پوهيږي.
دلته بايد ديني عالمان او د قومونو مشران  مخکښ شي او په دې  لاره کې خلک
خبر کړي او دنيوي اجر  او د لوى خداى (ج)  رضايت ترلاسه کړي او مظلوم دظالم له منګولو څخه وژغوري او ظالم  دظلم او فساد له دوام څخه منع  کړي.
دا  وروستۍ خبره نه ده ، دافغانستان خلک بايد دغه  تريخ حقيقت   ومني چې دسيمې دهيوادونو ترمنځ   ډير بېوزلي  ، ډير محتاج،ډير بيرته پاتې ،ډير مستهلک او ډير لګښتي هيواد دى . دسيمې هر هيواد   هغوى ته   دتمې سترګې نيولي دي او دسيمې هر هيواد له هغوى څخه خاصه هيله  لري ځکه افغانان له ځانه څه نه لري . له تيرو وختونو او د ژوندانه له   خوالو څخه دې  زده کړي او د ځان   او د راتلوونکو نسلونو دنيکمرغۍ او سوکالۍ لپاره دې په کار  لاس پورې کړې او له معاصرې تکنالوژۍ   سره جوخت   دې ګام   واخلي چې   د  نورو له    محنت   څخه وژغورل  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته