امنیت

تبصــره :

کابل باختردسلواغې دمياشتې  ١ :
په کابل کې وروستۍ تروريستي پيښه چې  يوويشت تنه پکې ووژل شول او په شمالي وزيرستان کې په پاکستاني پوځيانو مرګانى بمي بريد چې د٢٢تنو دوزل کيدو سبب شو ، ښيې چې  تروريزم دواړو هېوادونو پاکستان او افغانستان ته  جدى  ګواښ دى.
دباخترمبصر ليکي :
دروان کال دمرغومي دمياشتې په  ٢٧ دجمعې په شپه په کابل کې په يو بهرني  رستورانټ کې دځانمرګي بريد له امله  ٢١ تنه ووژل شول .
له دغې پيښې څخه لا ٢٤ ساعته نه و  تير شوي چې په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو دوسايطو په کاروان يو بل تروريستي بريد وشو  چې په هغه کې   ٢٢ تنه پاکستانې پوځيان ووژل شول او  ٢٥ تنه نور يې ټپيان شول چې ددغې پيښې ديو شمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
ددقت وړ خبره دا ده چې طالبانو ددواړو پيښو دمسووليت ادعا کړې ده . ددغه شان يو مسووليت ادعا هغه هم له يوې واحدې مرجع څخه  دا کار په ډاګه کوې  چې  دغه دواړه هېوادونه له يوګډ ګواښ سره چې  له طالبانې مفکورې څخه سرچينه اخلي ، مخامخ دي  .
په تيرو وختونو کې هم دواړو هېوادونو دتروريستانو  د خونړيو او بشري ضد ډار اچوونکو فعاليتونو له پلوه زيات کړاونه زغملي دي.
سره له دې چې دافغان اوپاکستاني په ګډون دطالبانو دډلې دفعاليت څرنګوالى په ډاګه  او دالقاعده  له مفکورو څخه اغيزمن دى  خو له بده مرغه په سيمه کې داسې کړۍ شته چې نظر او مفکوره يې له طالبانو سره سمون اويو خيل والى لري . او دا کيداى شي دطالبانو دپايښت او دفعاليت ددوام لپاره  چې له تاوتريخوالي او افراطيت سره يو ځاى  دي ، يوه انګيزه وي. که چيرې دطالبانو درامنځته کيدو او ودې  تاريخچې ته  نظر واچول شي ټاکلي استخباراتي کړى  ددغې ډلې په پيدايښت او وده کې رول درلود. طالبان دسيمې داستخباراتي سياستونو محصول دى  چې  له هغه لنډپار تخيل سره چې ګنې کولاى شو له هغه څخه  دمغرضانه پروګرامونو د ژورتيالپاره دوسيلې په  توګه ګټه واخلو ، رامنځته شول  . خو له لګه څنګه چې ويلي يې دي چې  تروريزم يوازې وينه  او  تاوتريخوالى پيژنې نه دوست   او دښمن ، اوس طالبان په پاکستان کې  دلستوڼې  په مار بدل شوي دي.  ځکه  دهغوى دفعاليت په پراختيا ، پيوستون  او  ملاتړ سره په هغو کې هو او هوس هم وده کړې ده  اوس هغوي يوازې  په افغانستان  واکمني نه غواړي په پاکستان دشريعت دتطبيق شعار هم  دهغو پروګرامونو يوه برخه  ده چې طالبان يې ورکوي.
له بلې  خوا  دتروريستي فعاليتونو دوام نه يوازې داقتصادي ګډوډۍ  ، دټولنيزو ناخوالو، دامنيتي مصونيت دنشتوالي ، افراط پالنې  او دسليقوي لوړتيا غوښتنې  سبب  شوى دى  بلکې  تحرک او پيوستون په سيمه کې خپل ځاى په بې باورۍ او بي اعتمادۍ بدل کړى دى . او که چيرې  تروريزم د ژوندانه  دپرمخ بيولو دخنډ دعامل په توګه ونه پيژندل شي  اولاتراوسه پورې هم دسيمې داستخباراتي کړيو دبهرني پاليسې اوسياست يوه برخه وي  بايد ددې هېله ونه لرو چې  ژوند ، پيوستون اوسوکالي به  ددغې  خاورينې کرې  ددغې برخې په اوسيدونکو سيورى وکړي  او له سولې اوثبات څخه  ديو ډک  ژوند فضا برابريږي .
دسيمې داستخباراتې سازمانونو چلوونکي  چې طالبان اوالقاعده  دهغوي  خوب  او تخيل سترو هدفونو ته  په رسيدو کې دى  بايد په دې پوه شي  ددغو دوو جريانونو  په شتون کې  تروريزم  دټولو لپاره ګواښ دى  او نه شو کولاى ځانمرګى بريد او چاودنه خپلو هدفونو ته درسيدو لپاره وسيله کړو. ځکه ددغه شان خوځښتونو اور ډير پراخ او ستر دى  او کولاى شي دهر چا لمن ونيسي  که چيرې دغه شان نه واى  په شمالي وزيرستان کې وروستۍ پيښه نه رامنځته کيده .
دتروريزم په وړاندې دريدل يوه اړتيا ده  لکه څنګه چې  وړمه ورځ يوشمير کابل ښاريان  په خپل لاريون کې  وويل ،  چې راشى ټول تروريزم ته   نه   ووايو او هغه  لکه څنګه  چې دانسان دژوندانه  وړ دى مردود وبولو اوپه ګډه   دهغه  دله  منځه وړلو لپاره هڅه او هاند وکړو ، ځکه تروريزم  خطرناکه پديده  خو طفيلي ده . که چيري  د تغذيې سرچينه ونلري له نامه پرته بل څه  ورڅخه نه پاتي کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته