ټولنه

تبصــره :

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٥ :
دغبرګولي دمياشتې ٢٤ مه دمور ورځ نمانځو او دمور لوړ مقام چې  له عاطفې او محبت څخه ډک موجود  دى ، درناوى  کوو.
دباخترآژانس مفسر ليکي :
دغبرګولي دمياشتې ٢٤مه  دمور ورځ  يو داسې فرصت دى  چې دخپل زړه  اراده  د ولولو او عاطفې په څرګندولو سره  ددغې  بختورې ورځې درناوى وکړو  ځکه مور  دانسان په ژوندانه کې لومړۍ ښوونکې ده  اوله شک پرته هر بدلون ، پرمختګ اوسوکالي په مور پورې اړه لري . نارينه  دښځې له لمنې څخه دترقۍ او پرمختګ لوړو پړاونو ته رسيدلي دي  دسترو نارينه و د ودې يوه فلسفه دمور عاطفه ، درس او پند دى  .
دمور غيږ دبچي د روزنې اوپالنې لومړى مکتب دى  چې هغه په جسماني او رواني  سلامتيا سره ټولنې ته وړاندې کوي.
ميندې  په ټولنه کې انسان جوړونکي ښوونکي دي  چې  توصيف او معنوي اجر يې  نه پاى ته رسيدونکى دى .  مور د يو داسې موجود په توګه ده  چې  دلوى خداى  (ج)  معنوي سوغات دى. خو  يوازې  دڅو ښکلو جملو ويل اويا هم  دمور په حال کې د څو مناسبو واژه ليکل  دکوم درد  دوا  نه کوي  او يا هم  دکال په يوه ټاکلې ورځ کې نه شو کولاى   دمور  او دهغې د عظمت سرښندنې اوسخاوت په باب خبرې وکړو بلکې بايد ځان ديوه انسان او مسلمان په توګه دمور په وړاندې پيدا کړو او دهغې ملاتړ وکړو.
په  هېواد کې اوسنۍ ناخوالې چې هره ورځ ددې هېواد دبچيانو په  وژل کيدو سره  يوځاى دي  دميندو  داغ دهرې ورځې په تيريدو سره  جدي کوي او دهغوى روح   او روان ته يې زيات زيان  اړولى دى .
داسې ورځ نشته چې ميندې دخپلو  زړونو دټوټو په غم کې  ويرجنې نه شي  او نوى داغ ونه زغمي .
دهغې بيوزله کورنۍ نه شي کولاى هغه ته کوم کار وکړي بيا هم اصلي او لومړى کړاو مور زغمي .
ښه به دا وي  چې دمور ورځ  دهغې په رښتيني مفهمو م سره پيدا کړ او جګړې ته په نه ويلو   او دتروريستي بريدونو په مردود بللو ، ديوې کونډې ميرمنې  په  لاس نيوي اوله ناروغ سره  دمرستې له لارې  دميندو  درښتينو دردونو درملنه وکړو  او دهغوى د کړاو او  درد په کمښت کې  مخکښ شو. هغه وخت دى  چې يو رښتينى مسلمان يو  او ديني او شرعي ارشاداتو مو ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته