تبصــره :

 کابل باختر دوږي دمياشتې  ١ :
د افغانستان خلک  د دغه هېواد په  وړاندې د پاکستان د کړنو له امله  د ملي امنيت شورا ته  د شکايت په  باب دملي وحدت د حکومت  د تصميم ملاتړ کوي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
په دې وروستيو وختو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت  اجرائيه رياست ته نږدې خبرځايونو  وويل چې  له پاکستان څخه  د ملګروملتود سازمان امنيت  شورا ته  د کابل د شکايت د وړاندې کولو لپاره زيات وخت نه  دى پاتې او پاکستان دې بايد له  دغه فرصت څخه استفاده  وکړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان دافغانستان د پيښو او
ناخوالو په  ژورتيا کې ښکيل دى  او هيڅ  افغان  نشته  چې پاکستان  دافغانستان
دويجاړتيا عامل  ونه بولي.
پاکستان  د وروستيو څلورو لسيزو په بهېرکې  د افغانستان په قضيو کې په  يو ډول نه يو ډول  ښکيل بلل شوى دى .  خو د افغانستان په وړاندې د دغه هېواد ماجرا غوښتنې  د طالبانو د پروژې   له  جوړيدو وروسته جدي شوي دي  او دغه هېواد د افغانستان د مسئلو په وړاندې خاص خوبونه په  سر کې لري او دغه خوب ته د رسيدو په مقصد هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې کمزورى او تړاو حکومت  رامنځته کړي . داسې  حکومت  چې داسلام آباد په  اشاره عمل وکړي  او کورني او بهرني سياست يې دپاکستاني جنرالانوله خوامهندسي شي .خو دافغانستان په  وړاندې د پاکستان خوبونه او تخيل  زموږ د هېواد د خلکو له خوا له  اور سره لوبه تعبير شوې  ده  چې نتيجه به يې  له لوګي او ايرو  پرته بل  څه نه وي
په سياسي اړخ کې افغان  دولتي چارواکو په تيرو څوارلسو کلونو کې هلې ځلې وکړې چې دغه مسئله پاکستان ته تفهيم کړي چې پاکستان بايد خپل حدود وپيژني. د همدې مودې په بهېرکې افغان دولتي چارواکو د سوله ييز ګډ  ژوندانه ، ښه  ګاونډيتوب  او  په سيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ  د  ژمنتوب د اصل په پام کې نيولو سره هلې ځلې وکړې چې اوسني چلنجونه خپل ځاى اقتصادي ودې  او همکارۍ ته تش کــــړي . خو لــــه وروستيو څرګنــــدونو څخه جوتيـــږي چې کابل         د اسلام آباد له همکارۍ څخه ناهيلې شوى دى او دا به  لرې نه وي  چې د هغه جنايت دوسيه چې  په پاکستان کې دمشخصو کړيو له خوا د افغانستان د خلکو په حق کې  کيږي، د ملګروملتو د سازمان د امنيت شورا په  ميز کيښودل شي .
د افغانستان خلک د دغه  اقدام ملاتړ کوي او په دې ټکي باندې ټينګار کوي چې دا کاربايد په ډير دقت سره ترسره شوى واى .ترڅو هغه کسان چې د کابل  دسوځولو  طرحه يې برابره کړه   او د دغه هېواد د بربادۍ لپاره يې  پروژې  جوړې کړې  او له فتنې ډکو اوشريرو جريانونو ترشا ودريدل ، د جنګي جنايتکارانو په  توګه محاکمه شي.  هغه څه  چې  دملګروملتو د سازمان امنيت شورا ته  د افغانستان د شکايت په برخه کې وويل شول کيداى شي  دپاکستان دهويت دتعريف کولو او دافغانستان ، سيمې او نړۍ په وړاندې  د دغه هېواد د څو رنګه سياستونو د په ډاګه  کولو په مقصد دافغانستان د دولت د ديپلوماسۍ يوه  برخه وي.
د يادونې وړ ده چې په کابل  او د هېواد په نورو ځايونو کې  وروستيو  تروريستي پيښو وښودله چې  له تروريستانو سره دغه  راز دافغانستان له  پولو څخه بهر ملاتړ کيږي  او د تروريزم د جرړو د ايستلو او د افغانستان  د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليت د مخنيوي لپاره له  ژمنې او همکارۍ سره سره  د ډيورنډ دکرښې ځينې شمالي سيمې لا تر اوسه پورې هم افغانستان ته د تروريستانو داستولو لپاره  ځاى دى.
دتروريستي فعاليتونودپراختيا دوام او افغانستان ته دوسله والوکسانورااستولو، د دغه هېــــواد دولت  دې ته اړ کړ چې د افغاني ضد فعاليتونو دکنترولولو په وړاندې بيلابيل انتخابونه ترلاس لاندې ونيسي چې د ملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته  مراجعـــه يو له دغو انتخابونو څخه  دى .
د افغانستان دولت د ملي ګټو د تامينولو او د افغاني ضد توطيو د شنډولو په مقصد د دولت  له  اقداماتو سره د ملاتړ په ترڅ کې چې له دغه  هېواد څخه په بهر کې  ترسره کيږي ، د خپل هېواد دولتي  چارواکو ته  مشوره  ورکوي  چې د شمال په  لور  د ترانزيت په توګه د افغانستان له  خاورې څخه د پاکستان په استفاده کې دبياکتنې، د کاسا _ ١٠٠٠ د پروژې په شان د سترو اقتصادي  پروژو دڅرنګــــوالي  او له پاکستان څخه  د وارداتو د حجم د کمښت په شان نور انتخابونه هم وڅيړلي  چې  پاکستان په  هوښ راشي اوپه سيمه کې  په  حقيقت سره  ژوند وکړي نه په  خوب او تخيل سره .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته