ټولنه

تبصـره :

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١١ :
د غبرګولي د مياشتې لسمه  له تنباکوسره د مبارزې نړيواله ورځ ده اوپه افغانستان کې دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې د هېواد په سلوکې څه دپاسه  ٦٠ ځوانانو سګرټو ته مخه کړې ده او د هېواد په سلوکې ٤٥ وګړي د سګرټو له لوګي څخه په مستقيم او ياپه غيرمستقيم ډول زيان ويني .
د باختر آژانس  مبصر ليکي :
تنباکو په نړۍ کې د روږديتوب د ستر عامل په توګه تبارز کړى دى  او نن ورځ هغه څه چې د نړۍ د روغتيايي سازمان مسوولين وايي، دغه بوټى د نړۍ په کچه  د مړينې دويم عامل دى.
نن ورځ  په نړۍ کې  د تنباکو کارول مخ په پراختيا دي او دهغو کارول  په بېلابېلو بڼو ترسره کيږي او که چيرې د هغو کارول په همدې چټکتيا سره وي؛ تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې به په نړۍ کې د تنباکو د کارولو له پلوه د مړينې شمېر لسو مليونو تنو ته ورسيږي. خوپه افغانستان کې له ديرشو مليونو تنو وګړو څخه په سلوکې ٢٢ يې په تنباکو روږدي دي.
د نړۍ روغتيايي سازمان وايي چې په افغانستان کې د سګرټو کارونکي په سلو کې شپيته ځوانان دي او دهېواد په سلوکې پنځه څلويښت وګړي د سګرټو له  لوګي او نورو استفادو څخه چې  له تنباکو څخه ترسره کيږي؛ زيانمن کيږي .
په افغانستان کې د سګرټو زياته برخه کارونکي له ديارلس کلنى څخه تر ١٩کلنى پورې ځوانان دي او دا کار د دې څرګندوى دى چې په افغانستان کې د سګرټو څکول په يو ذوق بدل شوى دى او که چېرې پاملرنه ورته ونه شي؛ په سګرټو روږديتوب به  په هېواد کې په يوې سترې  ټولنيزې ستونزې او عادت بدل شي . طبي عامه متخصصين وايي چې د سګرټو ، نصوارو ، چلم  او اوس د قيلون  کارول د سرطاني ناروغيو د رامنځته کيدو سبب کيږي، د سالندي ناروغي پيدا کوي، د سترګو روښنايي کموي، د جسمي او جنسي کمزورتيا سبب کيږي  او په  اميدوارو ميرمنو ناوړې ا غيزې کوي او نوي زيږيدلي ماشومان له  جدي ستونزو سره مخامخ کوي .
سره له دې چې د تنباکو  اقتصادي ، ټولنيز  او روغتيايي زيانونه مشهود دي  او  په روږديتوب د پراختيا خطر په کې د درک وړ دى،  خو په دې  لاره کې د مقابلې لپاره  په  هېـــواد کې  کمه پاملرنه شوې ده .
دولت څوکاله مخکې په هېوادکې دسګرټو ګمرکي محصول په سلوکې سل لوړکړ، خو لا تراوسه پورې هم سګرټ او نصوار په  ارزانه بيه او په پراخه پيمانه په بازارونو کې شتون لري او له دې څخه بده دا چې زياتره  پلورنکي يې تنکي ځوانان او ځوانان دي، په داسې حال کې دغه دوه قشرونه د سګرټو څکول يو ذوق  آن يو وياړ بولي او هيڅ  راز تضمين  شتون نلري چې پلرونکي هم له سګرټو سره علاقمندي پيدا نه کړي او په کارولو يې روږدي نه شي .
دغه راز دولت په دې نه دى بريالى شوى چې د سګرټو او دخانياتو  د وارداتو په کمښت بريالى شي، ځکه په ګمرکاتو کې فساد او  د قاچاقي لارو شتون په هېواد کې د سګرټو دپلورنې بازار  ګرم ساتلى دى  .
دغه راز د قيلون  په شان  وارداتي پديدو هم  دتنباکو  دکارولو ستونزه زياته کړې ده. ددې ترڅنګ دالکولي مشروباتو کارول چې زياتره وارداتي هم صعودي تګلورى وهي .
څوکاله مخکې د افغانستان ملي شورا په هېوادکې د تنباکو دبندولو قانون تصويب کړ اوپه  تړلې فضاکې دتنباکو کارکوونکو ته ٣٠٠ افغانۍ جريمه وټاکله  خو دغه قانون د تطبيق وړ نه دى ګرځيدلى .
په همدې ترتيب د عامې روغتيا وزارت څو کاله مخکې د تنباکو د وارداتو د مخنيوي لپاره  چې د سګرټو او د تنباکو د نورو محصولاتو د کارولو د بندولو  لپاره  د زمينو برابرول او د هغو د توليد او وارداتو د زياتوالي  او د خلکو د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د سګرټو او تنباکول د کارولو مخنيوى او دسګرټو او د تنباکو د نورو محصولاتو په برخه کې د تجارتي اعلانونو د خپرولو اوتبليغاتو مخنيوى پکې شامل و ، يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول،  خو دغه پروګرام د خپل تطبيق لاره  نه ده موندلې چې له تنباکو سره دمبارزې نړيواله ورځ هغه عامل وي چې دا ځلې مسوولين د پخوا په پرتله په جدي توګه په کار لاس پورې کړي او  دتنباکو دکارولو دبندولو په برخه کې خپلو خلکو ته زيات کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته