کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٥
امنيتي ځواکونو د هيواد په ځينو سيموکې د وروستيو پيښو په بهيرکې داسې سندونه او مدارک ترلاسه کړي دي چې په دغو پيښوکې د پاکستاني پوځيانو د پراخ شتون څرګندوى دي او کولاى شو ووايو چې پاکستان اوس خپل دريځ له لاسوهنې څخه په تيري بدل کړى دى .
دباختر آژانس مبصر ليکي :
د ملي اردو د لوى درستيز مرستيال چې په کندزکې د څو مليتي تروريستانو پرخلاف د امنيتي ځواکونو جګړه رهبري کوي؛ د کندز په پيښوکې د پاکستاني پوځيانو د پراخ شتون خبرې وکړې. آن يادونه يې وکړه چې د دغه ښار له تصفيه کولو وروسته يو شمېر پاکستاني جنرالانو په ښځينه جامو سره د تيښې لاره غوره کړه.
دغه راز د فارياب ولايت سرپرست په ډانګ پيلي ډول وويل چې د دغه ولايت په مرکز ميمنې ښار د يکشنبې د شپې يرغليز بريد د شيخ ولي په نامه د پاکستان د اردو يوه جنرال چې په کويټه کې يې ماموريت درلود، رهبري کړه. ( شيخ ولي په دې بريدکې ووژل شو) او د قندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په ډاګه کړه چې آى – اس – آى هلې ځلې کوي چې د کويټې شورا طالبان په هره بيه چې کيږي؛ د هلمند ولايت په يوه ولسوالۍ کې ځاى پرځاى کړي چې دغه ځاى پرځاى کيدل په لنډمهال ډول طرحه شوي دي او پاکستاني پوځيان چې په دغې طرحې او پروګرام سره په دې خيال کې وو چې ګې کولاى شي د تروريستي ډلو د کوربه توب دملاتړ داغ له ځانه لرې کړي؛ (دغه طرحه هم ناکامه شوه).
دغه راز زموږ خلک په بدخشان، زابل، هلمند او د ننګرهار ولايت په اچين او کوټ کې د سلګونو تنو پاکستاني پوځيانو د شتون شاهدان دي چې د طالبانو په جامه کې يې ځاى نيولى او په عملي توګه زموږ د هيواد په ويجاړولو بوخت دي .
سياسي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان خپلې وروستي هڅې کوي چې د افغانستان په روانو پرمختياووکې خپل دريځ تثبيت کړي او په همدې مقصد په سترو استخباراتي لوبوکې چې د سيمې او د نړۍ په کچه طرحه کيږي؛ طفيلي رول په غاړه لري.
د طالبانو او داعش په پيدا کولوکې د پاکستان دنده او رول د همدغو پروګرامونو يوه برخه ده او هلې ځلې کوي چې په افغانستان د خپل نفوذ د عملي کولو په مقصد د هرې دروازې په وړاندې ګونډه ووهي او هر فرمان ته غوږ کيږدي او زياتره له طالبانو څخه د وسيلې په توګه کار اخلي او سختې هلې ځلې کوي، دغه ډله چې په خپله په ژوروکورنيو ستونزوکې لتاړه ده؛ له کاره ونه وليږي. بلکې د پاکستان لپاره د نظر وړ او اغيزمنې کړۍ په توګه وساتله شي؛ په داسې حال کې چې داعش د طالبانو د بديل په توګه د پيدا کيدو په حال کې دى او په نويو استخباراتي لوبو کې د طالبانو عمر پاى ته رسيدلى ښودل کيږي.
پاکستان په افغانانو د طالبانو په تپلوکې دومره ليوال دى چې په دې وروستيو وختوکې د دغه هيواد د اردو لوى درستيز جنرال راحيل شريف چې لندن ته له يوه بيړني سفر څخه اسلام آباد ته ستون شو؛ له وارخطايي ډکې او لنډپارې خبرې وکړې او ويې ويل: که چيرې د افغانستان د سولې بهير پيل نه شي؛ طالبان به له داعش سره يو ځاى شي.
ده د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې يوه اړتيا وبلله.
سياسي کارپوهان د جنرال راحيل دغه څرګندونې د افغانستان په دولت يو بل فشار او يو بل چلند بولي چې يا دې له طالبانو سره چې د پاکستان د اردو له ريفورم څخه پرته عسکر دي؛ د جوړ جاړې لاره غوره کړئ او يا دې د حالاتو لا زيات خرابوالي ته سترګې په لاره واوسئ او داعش د فشار د يوې بلې وسيلې په توګه زموږ خلکو ته طرحه کوي.
دغه کارپوهان وايي چې د پاکستان دغه کړه وړه د دې څرګندوى دي چې دغه هيواد خپل دريځ له لاسوهنې څخه په تيري بدل کړى دى. ستونزه په دې کې ده چې پاکستاني پوځيان لا تراوسه هم په دې نه دي بريالي شوي چې سياسي منطق پيدا کړي او لا تراوسه پورې هم د واقعيتونو د درک پوهه نه لري. په سترو استخباراتي لوبوکې په طفيلي معاملوکې لتاړ دي.
ښه به دا وي چې په هوښ راشي او له دې زيات دې د افغانستان خلکو او د پاکستان بې وزلو او محتاجو خلکو ته ستونزې پيدا نه کړي.
2 3 دقیقې لوستل