امنیت

تبصره :

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ١٥
د کوکنارو په  کرکيله ، دنشه يي توکو په قاچاقو په دغه شان توکو په روږدي کولو کې دهيواد دزيات شمير ماشومانو ښکيل والى کيداى شي
د افغاني  ټولنې لپاره له انديښنو ډک يو کار وي او که  چيرې مخه يې ونه نيول شي  ، نه شو کولاى دماشومانو ديوې سالمې راتلوونکي ضمانت  وکړو.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دنشه يې توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت دمقاماتو دڅرګندونو له مخې :   په افغانستان کې زرګونوتنه ماشومان يا په نشه يي توکو  روږدي دي او يا ددغه شان توکو په  کرکيله او توليد کې لاس لري .
دغو مقاماتو ويلي دي چې دوى له جسمي پلوه ددغو ماشونو ته سخت انديښنه لري.  هغه څه چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت مقاماتو څرګندکړي دي  دافغانۍ ټولنې لپاره يوه بله ستونزه ده چې بايد مقابلې ته يې ورودانګو،  له دې پرته نه شو کولاى دننيو ماشومانو او تنکيو ځوانانو دسالمې راتلوونکي چې  د دې هيواد دراتلوونکې وارثان دي ،ضمانت  وکړو .
د دولتي منابعو د احصائيې له مخې په افغانستان کې په نشه يي توکو د اوږدو کسانو شمير نږدې يو مليونو دوه سوه زره تنه اټکل شوى دى چې په سلو کې پنځه ويشت يې ماشومان دي .
په نشه يې توکو روږديکيدل يو سخت عمل دى چې روږدى  شخص په ځان پورې
اړوند کوي او هغه په خپله لومه کې نيسي خو دغه پديده ارثي نه ده بلکې کتبي ده چې په کس کې يې دژوندانه چاپيريال او د زمانې  شرايط رول لري .
هغه ناوړه شرايط چې دهيواد په ځينو سيمو کې واکمن دي او زياتره يې دنا امنۍ ، اقتصادي بيوزلۍ او د ښوونې او روزنې لپاره د زمينې له نشتوالي څخه سرچينه اځلي په هيواد کې د روږديتوب پديده زياتوي او ماشومان چې په فطرت کې پلټوونکى   ذهن او حس  لري له  نورو  څخه  زيات    د اوږديتوب له  خطر سره   مخامخ دي .
نن ورځ دهيواد په ځينو سيمو کې نا امنۍ دپوهنې دبهير دپه ټپه دريدو سبب شوى دى .
دغه راز په لرې پرتو کليوالۍ سيمو کې دوسله والو مخالفينو ناوړه شتون او دهغوى اغيزې د دې سبب شوي دي چې يو زيات شمير ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځي ته د يون پرځاى د  کوکناروکرکيلې او کروندو ته مخه وکړي .
په دې ځاى کې دوى رول لوبوي چې شيطانپال نقش لري او دخپلو شخصي ګټواو دناوړو غرضونو  په خاطر له ماشومانو څخه ناوړه استفاده کوي .
دخلکو له باور او اعتماد څخه ګټه اخلي ځکه ماشومان او تنکي  ځوانان دقانون په وړاندې امتيازات لري .
دغه راز زموږ ټولنه  ددغه قشر په نسبت له عاطفي او ترحم  څخه کار اخلي په داسې حال کې چې دنشه يي توکو قاچاق وړونکي له دغه حالت څخه دتشې په توګه کار اخلي  .  نن ورځ دهغوماشومانو شمير کم نه دى چې دقاچاق وړونکي بانډ له خوا ددغو توکو دقاچاقو په مقصدکارول کيږي  او خپله مزدوري  هم له نشه يي توکو څخه ترلاسه کوي .   آن دغه بانډونه په نشه يي توکو دماشومانو په روږدي کيدو سره له هغوى څخه خپلو هدفونوته   په رسيدو کې استفاده کوي .
په بل اړخ  کې منفي باورونه  هم شته چې ګنې اپين ، مورفين او نور ډول ډول نشه يي توکي دزياترو ناروغيو درمل دى .
نن ورځ دهيواد په ځينو سيمو کې يو زيات شمير ناروغ ماشومان په جبري ډول د اپينو په ورکولو سره په نشه يي توکو روږدي کړاى شوي دي .
دغه راز يو شمير سوالګر چې له ماشومانو څخه دترحم دجلبولو په مقصد استفاده
کوي ، اپين دماشومانو دخوبولولپاره ښه  وسيله پيدا کړې ده .
هغه څه چې وويل شول په نشه يي توکو دماشومانو د روږدې کولو او يا په سوداګرى او دسپين مرګ په قاچاقو کې دهغوى ښکيلول دي .
که چيرې دغه حالت ته پاملرنې ونه شي دراتلوونکې جوړونکې به زيات زيانونه وزغمي ، دله ضروري ده چې ويښ وجدانونه تحرک پيدا کړي او دهغوماشومانو مرستې او همکارۍ  ته   ور ودانګي چې په نشه يي توکوروږدي  دي او يا داچې دغه خطر دوى ګواښوي .
د يو رپوټ خپرول ، دانديښنې څرګندول او يا ددغه  حالت غندل نه شي کولاى کوم درد دوا کړي  ضروري ده چې د ټولنې ټول قشرونه  په کار لاس  پورې کړي او ددې هيواد دبچيانو د ژغورنې لپاره په نشه يي توکو داخته کيدو مخه ونيسي . له بده مرغه په دغه شان حالاتو کې ټولې سترګې حکومتي بنسټونو ته متوجه کيږي کولاى شو  و وايو چې دولت مکلفيت لري چې بايد په دې کار لاس پورې کړي خو د اوسنيو ستونزه په شتون کې دولت د دې وس نه لري لکه څنګه چې لازمه ده په هيواد کې د روږديتوب  ستره ستونزه حل کړي .
په دې لاره کې دټولنې دجوړونکو په توګه دخلکو ، مدني بنسټونو ، دبشر دحقوقو دسازمانونو ، ملي سوداګرو او دپوهنې دکارکوونکو رول او وجيبې ډيرې سترې دي چې بايد په دغو وجيبو پوه شي او ددغې ستونزې په حل کولو کې خپله دنده وټاکي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته