کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٦
د انتخاباتو نوماندانو د نوم ليکنې د بهير پيل د دې کار څرګندوى دى چې په هيوادکې د جمهوري رياست او دولايتي شورا ګانو دانتخاباتو ترسره کول يو حتمي کار دى او د انتخاباتو له ترسره کولو پرته بل هيڅ انتخاب شتون نه لري.
دباختر آژانس مبصر ليکي: دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماندانو دنوم ليکنې بهير پرون په رسمي ډول پيل شو.
سره له دې چې معلومه نه ده کومو کسانو تر اوسه پورې د جمهوري رياست دمقام د ترلاسه کولو لپاره ځانونه د راتلوونکو انتخاباتو لپاره کانديدکړي دي؛ خو د انتخاباتو دکميسيون مسوولين وايي نږدې ديرشو تنو معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي .
د نوم ليکنې د بهير په پيل کيدو سره دا کار يقيني شوى دى چې د جمهوري رياست انتخاباتو په خپل ټاکلى وخت کې ترسره کيږي. مخکې له دې داسې نارې سورې اوريدل شوې دي چې ګنې د انتخاباتو ترسره کول به د سليقوي چلندونو پروګرامونه ښکارشي او دهغو د نه ترسره کولولپاره يو لړ پروګرامونه شته. په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په هغې کتنه کې چې پرون يې د هلمند او زابل د ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو سره لرله؛ په هيوادکې د انتخاباتو ترسره کول د افغانستان دخلکو په خبر يو مهم ملي بهير وباله او د هغو د ترسره کولو په اړتيا باندې يې ټينګار وکړ.
حامد کرزي په داګه کړه: د انتخاباتو له ترسره کولو پرته په قدرت کې د پاتې کيدو په دوام باندې ټينګار، د نظام مشروعيت ته پوښتنې لاندې نيسي او اجازه نه ورکوي چې دغه شان کار وشي .
حامد کرزي د دې ترڅنګ چې د انتخاباتو د ترسره کولو هغه هم په ټاکلى وخت کې يې ټينګارکوي؛ د افغانستان له خلکو او قومي مشرانو څخه يې وغوښتل چې ددغه هيواد ښځې او نارينه دې ته وهڅوي چې د رايې ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او خپل نظر وړ نوماند ته د رايې په ورکولو سره دخپل هيواد دبرخليک په ټاکنه کې ونډه واخلي.
له حامدکرزي څخه مخکې د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم هم د انتخاباتو ترسره کول حتمي بللى دى او ټينګار يې کړى دى چې د انتخاباتو له ترسره کولو پرته بل هيڅ انتخاب شتون نه لري.
دغه ټولې خبرې د انتخاباتو د ترسره کولو يو قوي ضمانت دى .
د نوماندانو د نوم ليکنې دبهير پيل ددغه شان يو ملي پروګرام د ترسره کولو لپاره لومړنى حرکت دى.
زموږ هيواد وال دې بايد په پام کې ولري چې د نوماندانو د نوم ليکنې دبهير پيل يواځې يو خبرنه دى، بلکې يو بل فرصت دى چې خلک دجمهوري رياست د انتخاباتو له نوماندانو سره دقيقه پيژندګلوى او څيړنه ولري.
يو شخص مشخص کړي او هغه ته دې رايه ورکړي چې دهغه په نسبت باور او اعتماد شتون ولري او وکولاى شي ملي اراده تمثيل کړي او هيواد د ترقۍ سوکالۍ تکلوري ته برابرکړي.
1 2 دقیقې لوستل