تبصره
کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دنوي رييس دټاکنې په باب په ولسي جرګه کې روان جنجال دهېواد په مصلحت نه دى اوبايد دخلکو استازي له دې زيان په هغو مسئلو ښکيل نه شي چې کولا ى شي هېواددبحران کندې ته ټيل ووهي.
دباختراژانس مبصر ليکي : دروان کال دثور دمياشتې له ٢٦ نيټې څخه راپديخوا په ولسي جرګه کې يو بدحالت واکمن دى او دولسي جرګې دنوې رييس دټاکنې ستونزه نه ده حل شوې او دجرګې غړي په څوډلو ويشل شوي دي
په يو نظام کې دپارلمان شتون ديو دولت دبدنې بشړونکي دى په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې تاوتريخوالي ، سليقوي او ان سمتي اوقومي غوښتنو دنظام يو رکن فلج کړى دى او دولسي جرګې غړي په دې نه دي بريالي شوي چې ددغې ستونزې په حل کولو کې په برياليتوب سره عمل وکړي .
په ولسي جرګه کې روانه ستونزه يواځې په يوې رايې پورې تړلې ده چې کيداي شي هغه دولسي جرګې دداخلي دندو ،اصولو او له هغه څخه لوړ قضايي دستګاه ته په مراجعې سره حل کړو نوماجرا غوښتنه دڅه لپاره ؟
خلک دملت په کور کې دخپلو استازو په پته دقيقه خبره لري .
خلک طرحه کوي چې په هېواد کې شرايط او حالات نازک او پخواني دي همدغه موجود حساسيتونه ، شرايط او ناخوالې نه يواځې دملي شورا له غړو بلکې له خلکو څخه غوښتنه کوي چې په هره قضيه او مسئله کې هوښيار واوسي
دښمن هرچيرې په کمين کې دي په داسې حال کې چې زياتره سياستوال اودملت په کور کې دخلکو استازي موجودو حساسيستونو ته لږه پاملرنه کوي او ددغې ستونزې دحل لپاره يې لږ عمل کړى دى.
هغه ناندرې او نارې سورې چې له څه مودې راپديخوا يې دولسي جرګې لمن نيولې ده ددې ښکارندوى دى چې نفاق اوبې اتفاقي ژورې جرړې لري او دښمن په هوښياري سره کارکوي ان د ملت نوميالى کسان هم له دغو توطيو اوبې اتفاقي له امله اغيزمن دي دملت استازي دې بايد په دې پوه شي هغه څه چې دملت په کور کې تېرېږي دخلکو له غوښتنو سره پردي دي خلکو رايه ورکړه چې ددوى استازي دهېواد اوخلکو دردونو او کړاونو ته پاملرنه وکړي نه داچې دخلکو استازي دکوچنيو مسئـلو په باب په جګړه کې وي او هغه کاري فرصتونه چې بايد دهېواد دستونزو دحل لپاره وکارول شي بې ځايه تېر شي .
خلک وايي دوى رايه ورکړه چې دملت کور دستونزو حل به کور بدل شي نه داچې ددوى استازي زياتې ستونزې رامنځته کړي.
خلک خبر دارى ورکوي که چيرې حالت په همدې ډول دوام وکړي دهيچا په ګټه نه دى اوپه پاى کې به خلک دملت په کور کې له خپلو استازو څخه خپل باور بيرته واخلي .
ختم_ ج _ اکرم