تبصره

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه : سره له دې چې دافغانستان لپاره دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل زاد دسولې دخبرو دبهير داسانولوپه موخه سيمې ته دخپل سفر نوي پړاو پيل کړى دى طالبانو ټينګارکړى دى چې خپلو موخو ته تر رسيدو پورې به په هېواد کې جګړې ته دوام ورکړي . دباختراژانس مفسر ليکي ، دافغانستان لپاره دامريکا دبهرنيو چارووزارت ځانګړي استازي زلمي خليل زاد پرون سيمې ته دخپل سفر نوى پړاو پيل کړ. هغه په لومړي ګام کې پاکستان ته لاړ چې دطالبانو مشران پکې شپې سباکوي او په حقيقت کې دطالبانو اصلي او لومړى مرکز دى . خليل زاد به دخپل سفر په دې پړاو کې چې شپاړلس ورځې به دوام وکړي . افغانستان ، قطر او يوشمير نورو هېوادونو ته چې يو ډول نه يو ډول دافغانستان په قضيه کې ښکيل دي سفروکړي . خليل زاد له دغه سفر څخه مخکې له طالبانو سره دخبرو شپږ پړاونه تير کړي دي هم دى او هم طالبان ددغو خبرو په نسبت خوشبين دي او په دوام باندې يې ټينګار کوي . طالبان سره له دې چې له امريکا سره دخبرو له دوام څخه خوشبين دي خو ددغې ډلې په دريځ کې هيڅ بدلون نه ليدل کېږي او دغې ډلې دپخوا په شان خپله تنده ژبه ساتلې ده . سره له دې چې دافغانستان خلکو له طالبانو سره دخليل زاد دخبرو څو پړاونه په علاقمندي سره تعقيب کړل خو ددغو خبرو دپايلومبهم والي هغوى ددغو خبرو ددوام په نسبت خوابدي او بې باوره کړي دي . خلک له طالبانو سره دامريکا دخبرو له څرنګوالي څخه خوښ نه دي ځکه دطالبانو په دريځ کې هيڅ بدلون نه ليدل کېږي . خلک دافغانستان دستراتيژيکي متحد په توګه له امريکا څخه هيله لري چې په دغو خبرو کې ابهامات پاى ته ورسوي او هغوى په انکشافاتو خبرکړي چې دسولې دخبرو په نسبت باور او اعتماد بيا احيا شي . دخلکو بې باورى له هغه وروسته زور واخست چې دامريکا استازي په خبرو کې خوشبيني څرګنده کړه خو دطالبانو مشر په خپل اختري پيغام کې خپلو موخو ته تررسيدو پورې دجګړې په دوام باندې ټينګار وکړ . خلک طرحه کوي چې له طالبانو سره دامريکا دخبرو شپږو پړاونو له دې پرته چې دغې ډلې ته يې هويت وربخشلى وي بله پايله يې نه لرله . دغه ډله هماغه شان سرتمبه ده دغه ډله خپلې خبرې او نظريې لري افکار يې دهغې په تيرو وختونو پورې تړاو لري او په افغانستان کې په دوى پورې په مختصې ايديولوژى سره ديوه حکومت دتپلو په لټه کې ده . دښځې دحقوقو يوې فعالې فوزيې کوفي چې په مسکو کې له طالبانوسره د افغان سياستوالو دخبرو په دوو پړاونو کې برخه لرله په ډاګه وويل ( طالبان په خپلو خبرو ټينګار کوي هغوى دخپل اسلامي امارت دبيا احيا کولو خيال په سر کې لري او ديوه دولت له دريځ څخه خبرې کوي او له خپلې اسلامي امارت سره دنورو دادغام لپاره خبرې کوي ) . له بلې خوا طالبان په هره غونډه او مجلس کې داسې دريځ غوره کوي چې لومړى خبره له هغوى څخه واوريدل شي او دامريکا په ګډون ټول هغوى ته غوږ کېږدي . دافغانستان مشروع اومنتخب حکومت دامريکا ګوډاګى بولي او ځان چې مشران يې دپاکستان داستخباراتي سازمانونو دملاتړ ترچتر لاندې ژوند او فعاليت کوي خپلواکه ډله ښي خلک طرحه کوي چې امريکا دې بايد له بل هر وخت څخه زيات هڅه او هاند وکړي چې روانې خبرې افغاني بڼه غوره کړي هير نه شي چې دافغانستان دولت دخبرو اصلي لورى دى دهغه په نه شتون کې هر تصميم او ددريځ غوره کول له يوه خيال پرته بل څه نه دي . خلک په دې ټينګار کوي چې طالبان له ګڼ شمير هېوادونوسره دهغوى دتړلتيا په نسبت دتصميم نيونې توان نه لري په همدې دليل له دغې ډلې سره خبرې پايلې ته نه رسېږي څومره به ښه وي چې امريکا په لومړي ګام کې له سيمه ئيزو لوبغاړو ٠ طالب پروژې ) سره خبرې وکړې او ددغې شخړې بهرني اړخونه حل کړي او دابه هغه وخت امکان منونکى وي چې ديوې سيمه ئيزې اجماع په رامنځته کولو کې دافغانستان له دولت سره مرسته وشي . له دې پرته به له درواغو ډکې خوشبينۍ موږ کوم ځاى ته ونه رسوي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته