تبصره

کابل باختردوږي دمياشتې٢٤نيټه : 
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن په داسې حال کې کابل ته سفر وکړچې د افغانستان خلک د سولې له بهيرسره د مرستې په لاره کې د دغه هېواد د عملي همکاريو او يا هم لږ ترلږه د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو د پاى ته رسولو هيله لري.
د باختر آژانس مبصر ليکي :
کابل نن د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمودقريشي کوربه و . 
کابل ته د محمود قريشي سفر چې نوى د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه  ټاکل شوى دى، د ده لومړنى بهرنى سفر دى او ښايي چې افغانستان د عمران خان د نوي  حکومت په بهرني سياست کې په لومړيتوب ځای لري .
عمران خان کله چې د پاکستان صدارت چارې په غاړه واخيستې، ژمنه يې وکړه چې  د دوو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او پاکستان د اړيکو د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کوي. هغه خبره چې په  کابل او ډيلي کې يې تود هرکلى وشو. هيله ده چې کابل ته د ښاغلي قريشي سفر په همدې انګيزه تعقيب شي.
افغانستان او پاکستان د ګاونډيو هېوادونو په توګه په يوه نه بدلوونکې جغرافيا کې په استوګنې محکوم دي. هيڅ حرکت نه شي کولاى له يو بل سره له غوټه شوې جغرافيا  څخه د دغو دوو هېوادونو د لرې والي سبب شي. نو دا ښيي چې دغه دواړه هېوادونه بايد په هغه تګلوري کې ګام واخلي چې په هغه کې د دواړو هېوادونو لوړو ګټو ته درناوى وشي. دښمني او سيالي نه شي کولاى دواړو ګاونډيو هېوادونو ته مثبت زيرى ولري. کابل تل په سيمه ييزې همکارۍ او همګرایۍ ټينګار کړى دى او زيات فرصتونه یې د سيمې د هېوادونو د نږدې کيدو لپاره رامنځته کړي دي. خو له بده مرغه اوس هم په سيمه کې د ماجراغوښتنې نظر او انحصار طلبي او د يوازيتوب انديشه په سيمه کې شته چې د سيمې د راتلوونکي لپاره به له ستونزو ډکه وي. 
افغانستان چې څه ناڅه ٤٠ کاله کيږي د بهرنيو لاسوهنو او نيابتي جګړو له امله په کورنۍ جګړه او شخړې اخته ده، د ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا د پاکستان رول په دغه هېواد کې د جګړې د اور د مړ کولو لپاره اغيزمن بولي. په تېره بيا دا چې د طالبانو د ډلې مشران په پاکستان کې ژوند کوي او په پاکستان کې د مشخصو سازمانونو او کړيو له ملاتړ څخه برخمن دي .
پاکستاني مقامات له جمهور رئيس څخه نيولې د دغه هېواد تر نورو شخصيتونو او مقاماتو پورې، په بېلابېلو وختونوکې افغانستان ته سفرونه کړي دي چې د همکارۍ په ژمنې او خوږو ديپلوماتيکو واژو سره يوځاى و؛ په خوښۍ سره پيل او ترسره شول.   خو د ستونزو د حل لپاره هيڅ کار ونه شو او ژمنې د کار پرمخ پاتې شوې. هيله ده چې کابل ته د ښاغلي قريشي دغه سفر د هماغه سناريو دوام نه وي؛ بلکې په نوي فکر او انديشې سره ترسره شي چې د کابل او اسلام آباد په اړيکوکې د بې باورۍ د له منځه وړلو سبب شي. 
هغه څه چې د خبرو وړ دي؛ د افغانستان په وړاندې د پاکستان لوړ غوښتنې دي چې دوام به يې يوازې له تاوتريخوالي او د حالاتو له پيچلتيا بله  ګټه ونلري. په داسې حال کې چې افغانان سيمه ييزه همکاري د ستونزو د حل لاره بولي او د سيمې له هېوادونو سره د انډوليزو اړيکو او د لوړو انساني هدفونو په لرلو ټينګار کوي .
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته