تبصره

کابل باختر دوږي  نولسمه :
دکابل ښار دامنيت دتامينولو لپاره بايد  امنيتي طبقه بندى په  پام کې ونيول شي  او بايد  د  کشفي او استخباراتي اداروپه امکاناتو زياته ډډه  ولګول شي.
  دباختراژانس مفسر  ليکي ،  کابل  دتيرې چارشنبې په ورځ  ديوه ناوړه تروريستي ډګر و ،  ډار اچوونکي بيا هم په کابل کې دشيعه ګانو داستوګنې په يوې سيمې  بريد وکړ .  دشيعه ګانو داستوګنې په سيمو بريد اويا تعليمي او ورزشي  مرکزونو  او په ټولنيزو او فرهنګي  بنسټونو بريد او د افغانستان دشيعه ګانو په ټولنې بريد ددې  څرګندوي دي  چې دافغانستان دخلکو په وړاندې  سترې توطيې ترلاس لاندې دي  قومي اومذهبي تقابل  ددغو  غرضي توطيو اوبرنامو  يوه برخه ده 
په دې کې  دشک ځاى  نشته  چې دښمن  له  هر وخت ، فرصت  او ټګى اوبرګى څخه  کار اخلي چې په افغانستان کې دژوندانه ، اقتصاد او دټولنې  بنسټونه  دړې وړې  کړي .  له دښمن څخه دهر حرکت  هيله شتون لري خو موږ  ددغه شان شيطاني پروګرامونو د لرې کولو او کنترولولو لپاره   څه کړي دي او څه کوو .؟
له بده مرغه په پايتخت دامنيت  دتامينولو لپاره داسې کار  چې بايد شوې واي  نه دى شوى ،  دمسوولانو زيات وختونه  او مصروفيتونه  چې تل  داصلاحاتو او دظرفيتونو  په رامنځته کولو باندې ټينګار کړى دى  دبدلونونو په باب  تير شوي دي او دعملي کار  فرصت کم دى .
  په تيرو څلورو کلونوکې موږ  دکورنيو چارو په وزارت کې دوزير په توګه  دڅو څيرو  درامنځته کيدو شاهدان يو .  د  معينيتونواو دامنيه قوماندانانو او په تيره بيا دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ په ګډون ددغه وزارت  بله برخه هم  دکدري بدلونونو  شاهده ده .  خو هيڅ يو  له دغو اقداماتو څخه ونه کړى شول چې په کابل او دهېواد په نورو ښارونو او ولايتونوکې امنيتي تشې  ډکې کړي .
  په کابل کې  اوسني حالت  چې دملي وحدت دحکومت  هويت  او ديوه دولت دارادې  دتمثيل لپاره ځاى دى  ، پيچلي او بې باوره دى .  يواځې  په تيرو  ١٥ ورځو کې  څه دپاسه سل  تنه په کابل کې دتروريستي بريدونوله امله وژل شوي دي چې زياتره  قربانيان په يوه خاص  قوم  او په خاص مذهب پورې اړه لري .
  په هېواد کې دتوطيې او دسيسې  دغه ژورتيا ښيي  اوثابتوي  چې په هېواد کې  بهرنى  نيابتي جګړه څومره جدي او سخته ده  هغه جګړه چې په هغې کې  داعش  او طالب  او نورې ډلې  وسيلې دي .
ددغه شان يوه شخړې  څيړنه او حل کول قوي اراده  او مديريت غواړي .
په دې وروستيو وختو کې جمهور رييس محمد اشرف غني ويلي دي  چې کابل  په امنيتي لحاظ په څلورو زونونو ويشل کېږي او دکابل په لويديځ کې ( شپږمه ، ديارلسمه او اتلسمه ناحيه  ) کې به يوامنيتي مرکز جوړ شي .
  دغه څرګندونې  په داسې حال کې کېږي  چې ځينې رسنيو  ددغو ناحيو دکابوپنځه سوو تنو  دوسله وال کيدو خبرورکړى دى . يعني ددغو ناحيو دفاع کيداي شي  دځاني دفاع په ډول ترسره شي .
ددغو ناحيو داوسيدونکو انديښنې ددرک وړ دي  خو کولاى شو دملکي وګړو وسله وال کيدل  دحل لاره وبولو . باور په دې دى  چې دتروريستي پروګرامونو دشنډولو لپاره چې کافي فزيکي ځواک  شتون لري   خو ستونزه  په کشفي او استخباراتي برخو کې ده . داکشفي او استخباراتي  بنسټونه دي چې بايد مخکښ واوسي . او ددښمن دتوطيو اوپروګرامونوپه کشفولو سره  دغه پروګرام دپړاونو  په لومړيو وختو کې شنډ کړى شي اويا خطر يې کم کړي . که چيرې  خبره  دپوستې دجوړولو او دامنيت دتامينولو ده داکار شوې دى او دپوليسو افراد  داکار په اتلوالي  سره ترسره کوي  هغه څه چې دبحث وړ دى  په استخباراتي بنسټونوکې دتشو ډکول دي . دغه راز  دامنيتي بنسټونو ترمنځ هم لازمه همغږي  شتون نه لري  په حقيقت کې مو ږ  له مديريتي  ستونزې سره  مخامخ يو .
  خلک دځاني دفاع په توګه  دافرادو  په وسله وال کولو  دومره باور نه لري داکار کولاى شي  دمليشو جوړول  ژوندى کړي . او نورې ډلې هم  دې ته  ولمسوي  چې په بېلابېلو نومونو خپل افراد وسله وال کړي .
له دې پرته  هم  غير مسوول  وسله وال کسان  په پراخه توګه  په کابل کې شتون لري اوبايد  ددې زمينه برابره نه شي  چې ددغو کسانو شمير  په نورو قالبونو او عنوانونوکې زيات کړى شي .
ددې هېواد هر وګړى  د ارام ژوندانه  او دښه امنيت  حق لري . او دا دولت دى چې بايد  دخپلو امنيتي دفاعي او کشفي  ځواکونو په شتون کې خپل دغه  مکلفيت ته  پاملرنه وکړي  او په خلکو اعتماد زيات کړي .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته