ټولنه

تبصره

کابل باختر د وږي نهمه : په هالند کې داسلام دښمنو ډلو وروستي تحرکات د دې څرګندوي دي چې بنسټپالنه نړۍ شموله کېږي . په بېلابېلو عنوانونو او لقبونو تبارز کوي او په بېلابېلو ټولنو کې د نښتو او تقابل سبب کېږي . د باختراژانس مفسر ليکي ، په دې وروستيو وختو کې دځينو لويديځو رسنيو په ټولنيزو پاڼو کې داسې خبرونه خپاره شوي دي چې ګڼې په هالند کې ځانګړې کړۍ دکارتون ديو نندارتون د جوړولو او دسيالۍ په لټه کې ده چې سوژه او مضمون يې اسلامي مقدسات دي . له بده مرغه په دغو اسلامي ضد او بشري ضد هلوځلو کې دهالند د دولتي مقاماتو څېرې هم شريکې دي . هغه څه چې په هالند کې د نندارتون او يا د کارتون ليکنې دسيالۍ په نامه طرحه شوي دي دهغو هڅو په دوام ترسره کېږي چې پخوا په امريکا ، فرانسه ، ډنمارک او ناروي کې بنسټپالنې ډلې له نورو هېوادونوسره هڅه کړې ده، چې د قران عظيم الشان په نمايشي سوځولو او يا هم د داسې کارتونونو په ترسيم سره چې په هغو کې دمسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي دعقيدې رنګ او بوي طرحه وه ، اويا هم د داسې فلمونو او نمايشنامو برابرول چې په هغو کې داسلام د صدر شخصيتونو ته جوړ شوى دى چې دا ټول او ټول د دې څرګندوي دي چې بنسټپالنه په لويديځو ټولنو او امريکا کې هم د ودې په حال کې ده او دغه مسئله ثابتېږي چې بنسټپالنه په هر دين ، مذهب او هېواد کې شتون لري . آن هغه کسان چې په دښمنۍ سره د دين په نامه او پته په افغانستان ، سوريه او عراق کې انسانان وژني دهېوادونو په هغو استخباراتي سازمانونو پورې تړاو لري چې له اسلامي ټولنو څخه بهر دي او دمسلمانانو دبدنامۍ لپاره يې لستوڼي پورته کړي دي . هغه څه چې په هالند کې داسلام د صدر دشخصيتونو دسپکاوي په موخه دکارتون دنندارتون او دسيالۍ دترسره کولو په نامه طرحه شوي دي جوتوي چې زيات دولتونه او ټولنې په افراطيت پورې پيوند لري او افراطيت نور يو اسلامي هويت نه دى . دغه مسئله د ويښو وجدانونو لپاره د درک وړ ده که چېرې طالبانو ، داعشيانو او القاعده په اسلامي ټولنو کې ظهور کړى دى او لوړ شعارونه ورکوي په هالند ، امريکا ، پاريس او ناروي کې او په ټوليزه توګه په اروپا کې د مسلمانانو په وړاندې داسې افراطي حرکتونه شتون لري چې کيداى شي حساسيت پارونکي وي . که چيرې دغه ډله د دين په نامه انسان وژني په ميانمار کې دمسلمانانو يو مخيزه وژنه بنسټپالنه نه ده ايا اسرائيل دفلسطينيانو په وړاندې په واکمنۍ غوښتنې سره يو افراطي دولت نه دى؟ له بده مرغه د اروپايي هېوادونو ، امريکا او د نړۍ دځينو نورو هېوادونو دولتونو تل خپل اتباع له اسلامي بنسټپالو څخه ډارولي دي خو په خپلو ټولنو کې دبنسټپالو په وړاندې چې د ماجرا غوښتونکو پروګرامونو په جوړولو سره په نړۍ کې دسلګونو مليونو تنو مسلمانانو زړونه ټپي کوي ، غړي دي . هيره دې نه شي چې هر ماجرا غوښتونکى او اسلام دښمنه حرکت به حساسيت پارونکى وي . نه يواځې په نړۍ کې به دمسلمانانو زړونه زيانمن کړي بلکې افراطي ډلو ته به يو لاسوند وي . چې د پلمې په لټه کې دي چې خپل ناوړه کړه وړه توجيه کړي . په پاريس کې دڅو کاله مخکې پيښې چې په يوه فرانسوى مجله کې داسلام ضد کارتونونه له خپرولو وروسته دپاريس دلسګونو تنو اوسيدونکو د سر دزيان سبب شوې دغه راز دبلجيم او د نورو هېوادونو اتباعو هم دهمدغه شان ماجرا غوښتنو په شتون کې قرباني ورکړه . نو څومره به ښه وي چې لويديځ وال او امريکايان دموکراسي دانسانيت په چوکاټ کې تعريف کړي چې په هغه کې دنورو دحق او حقوقو درناوي کېږي . څومره ښه ده چې امريکا او لويديځ دبيان ازادي او مدني ازادي دشخصيتونو په ترور سره برابر نه کړي . لکه څنګه چې طالب ، داعش او القاعده ته بنسټپال او تروريست وايي په خپلو هېوادونوکې هم پټو تروريستانو ته متوجه واوسي . چې په ماجرا غوښتنو سره دبېلابېلو اديانو دپيروانو دتقابل او مخامخ کېدو زمينه برابروي او د ورانى او وينې تويولو سبب کېږي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته