-کابل باختر دثور نهمه:
انتخابات ددموکراسي يو اصل دى اوسالمې او ازادى سيالۍ ته د ميدان ورکول دانتخاباتو شفافيت تضمينوي .
دباختراژانس مبصرليکي: دولت دملي شورا او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو لپاره دراى ورکوونکو دنوم ليکنې دبهير له پيل څخه هڅه کوي چې راروان انتخابات دانتخاباتي مبارزو دسالمې سيالۍ په ډګر بدل شي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون دافغانستان دمجاهد ملت دبرياليتوب دشپږ ويشتمې کاليزې دنمانځنې په انتخاباتو کې لاسوهنه ونه کړي او دمجلس له استازو څخه يې هم وغوښتل چې په انتخاباتو کې لاسوهنه ونه کړي او ډګر د سالمې سيالۍ لپاره ازاد پريږدي .
دجمهور رييس دڅرګندونوله مخې، دانتخاباتو ورځ دحساب څيړنې ورځ ده اوخلک به په دې ورځ قضاوت وکړي . او تصميم ونيسي چې چاته راى ورکړي په دې مانا چې خلک په دقيق قضاوت اوسنجش او له تيرو تجربو څخه په استفادې سره خپله رايه وکاروي اوهيڅکله قومي ، ژبنيو ، ګروهي تنظيمي او ګوندي مسئلوته لمن ونه وهي او په دقت سره دې داستازو په انتخاب کې خپله رايه وکاروي . او پرې نه ږدي چې نور ددوى راى دقدرت او دپيسو دپيداکولو په وسيلې بدلې شي اوس په خلکو پورې اړه پيداکوي چې دخپل هېواد دراتلوونکې اوبرخليک په خاطر څه ډول دخپلې راى له حق څخه استفاده کوي .
په دې موضوع کې کوم ترديد نشته چې خلکو له هغو استازو څخه چې انتخاب کړي يې و زياتې هيلې لرلې او دهغوى تيرو وختونو ته په پاملرنې سره دملت په کور کې دجدي بدلون غوښتونکي دي او داموضوع هغه وخت امکان پيداکوي چې خلک په کارنده توګه دنوم ليکنې او دانتخاباتو په بهير کې ګډون وکړي او هغه چا ته دې رايه ورکړي چې کولاى شي دملت په کور کې ددوى اراده تمثيل کړي .
له همدې امله خلک بايد له فرصتونو څخه استفاده وکړي د انتخاباتو او دنوم ليکنې له بهير څخه په ګوښه کيدو سره ستونزې لرې کيداى نه شي او مثبت بدلون نه رامنځته کيږي بلکې په فعال ګډون او په معقول استفادې سره کولاى شو مثبت بدلونونه رامنځته کړو .
ختم- عطاالله _اکرم
0 1 دقیقه لوستل