کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٩ :
توره بوره هغه خوب چې داعش پرې برلاسى نه شو .
دداعش تروريستي ډلګۍ چې په ننګرهار ولايت کې په ستراتيژيکي سيمو دواکمنۍ اوپه افغانستان کې دخپلو فعاليتونو په مرکز ددغه ولايت دبدلولو په لټه کې ده ، يوځل بيا د جګړې په ډګر کې له ماتې تريخ خوند وڅکه اوله تورې بورې څخه وشړله شوه .
دباخترآژانس مفسر ليکي :
دروانې اوونۍ په لومړيو وختو کې د داعش دډلګۍ له خوا دننګرهار ولايت په پچيراو آګام ولسوالۍ کې دتورې بورې دستراتيژيکي سيمې دنيول کيدو خبر ديو درودونکي او له انديښنو ډک خبرپه توګه په رسنيو کې خپور شو.که څه هم دهېواد دفاعي اوامنيتي ځواکونو په ډير لنډممکن وخت کې په توره بوره کې دداعشيانو نوې ماجرا پاى ته ورسوله اوپه دغې سوق الجيشي سيمې دواکمنۍ په باب د داعش خوب يې په اوبو لاهو کړ خو پوښتنه په دې ځاى کې ده چې ولې موږ دخپلو ستراتيژيکي سيمو او تاسيساتوپه ساتنه کې بې پروايي او ناغيړي کوو.
توره بوره چې يو وخت دپخواني شوروي د ځواکونو پرخلاف جګړه کې دافغان مجاهدينو کلک سنګر و ، دمجاهدينو له برياليتوب وروسته بيلابيلو وسله والو ډلو له دغې ستراتيژيکي سيمې او پټنځي څخه ګټه واخيسته او دالقاعده مشر اسامه بن لادن زيات وخت په توره بوره کې په مصوونيت کې ژوند وکړ. خو له هغو بدلونونو وروسته چې دطالبانو دماتې اوپه هېواد کې دنوې ادارې د جوړيدو سبب شول ددې زمينه او فرصت برابر شو چې بايد توره بوره په يو حساس اوپياوړي پوځي مرکز بدله شوې واى چې ددفاعي بنسټونو تر ادارې او کنترول لاندې واى خو دا چې ولې په تيرو پنځلسو کلونو کې په توره بوره کې ديو قوي پوځي مرکز دجوړولو په باب فکر ونه شو يوه مبهمه پوښتنه ده. په داسې حال کې چې دداعش او دطالبانو تروريستي ډلګۍ له دغې سيمې سره خاصه علاقمندي لري اوله هر امکان څخه استفاده کوي چې هغه ترلاسه کړي. لکه څنګه چې دتيرې اوونۍ په وروستيو وختو کې داعشيانو طالبان وشړل او توره بوره يې ونيوله خوپه پاى کې ددفاعي ځواکونو هغه ونيوله مخکې له دې هم په تورې بورې او دننګرهار ولايت په هغو نورو ساحو چې داعشيانو اوطالبانو په هغو دواکمنۍ ادعا لرله ددولتي ځواکونو دواکمنۍ خبرونه اوريدل شوي و. خو وروستيو پيښو وښودله چې په ننګرهار ولايت کې حالت لړځنده دى او دا کار په دغه ولايت کې دسيمو دلاس په لاس کيدو سبب شوى دى .
سياسي کارپوهان او افغان پوځي کارپوهان وايي چې خلک ديو حقيقت په لټه کې دي ولې داعش يو وخت بيدرکه کيږي اوله منځه ځي او يو وخت هم سر پورته کوي او ماجرا رامنځته کوي اورسانه يي کيږي.
دغه کارپوهان وايي چې دافغانستان په جګړه کې يو ډول ګډوډي شتون لري چې بايد عوامل يې وپيژندل شي او چلند ورسره وشي . په تيره بيا دا چې دولسي جرګې يوشمير غړو دداعش دوروستيو پرمختګونو په باب خپلې خبرې په ادعا او تور سره طرحه کړې سره له دې چې داعش يوځل بيا دافغانستان په ختيځ کې ماتې وخوړه خوبايد دغه ماتې دداعش دکار پاى ونه بلل شي . دغه ډله دسترو استخباراتي پروژو او په افغانستان کې دبهرنيو هېوادونو دسترو لوبو يوه برخه ده . دغه هېوادونه هرو مرو ددغې ډلې دبرياليتوب لپاره فکر کوي نه د هغې دله منځه تللو په باب په داسې حال کې چې دافغانستان دخلکو خبره دا ده چې داعش او نورې تروريستي ډلې او طالبان هيڅکله دثبات عامل نه شي کيداى بلکې دداعش اويا دبلې تروريستي ډلګۍ فعاليدل په افغانستان کې دپرديو هېوادونو دفعاليدو مانا لري او ملاتړي او مخالف هېوادونه دغه ډلګۍ سيالۍ او غچ ا خيستنې ته اړ باسي او دا طبيعي ده چې دا کاربه دافغانستان په امنيت ، ثبات ، ټولنې اواقتصاد اوله دې لارې په سيمې اغيزمن وي.
سره له دې چې ځينې هېوادونه دداعش په ګډون تروريستي ډلګيو ته دوسيلې په توګه ګوري واقعيت دا دى چې تروريستي ډلګۍ هيڅکله دوست نه کيږي اوپه پاى کې له لستوڼې څخه سرپورته کوي.
په دغه شان حالت کې ، سيمه داوسنيو ستونزو دحل کولو لپاره همغږۍ او وحدت ته اړتيالري چې بايد په پام کې ونيول شي .
2 3 دقیقې لوستل