سیاست

تبصره :

کابل  باختر دکب دمياشتې١٧:
د جمهوررئيس محمداشرف غني وروستۍ څرګندونې چې وايي :    زموږ دفاعي او امنيتي راتلوونکى هغه موضوعګانې دي چې دهغو دپياوړتيالپاره ټول شرايط  برابريږي اوپانګونې کيږي ، ددې څرګندوى دي  چې دولت دامنيت دتامينولو اود شر اچونکو د پو پناه کولو لپاره ژمن پاتې شوى دى .
دباخترآژانس  مبصرليکي :
ددولت وسله والو مخالفو ډلو په وروستيو مياشتو کې هغه هم  دنويو سياسي   پرمختياو په بهيرکې په يو لړ تحرکاتو لاس پورې کړ اوپه هېوادکې يې د جګړې  جغرافيا پراخه کړه .
دوسله والو مخالفو ډلو دغه تحرکات په ټاکلو موخو سره  تعقيب شول سره له دې چې دهېواد امنيتي ځواکونه دتروريستو ډلو دبريدونو په شنډولو او ځپلو کې بريالي و ، دپوځي عملياتو  او دچاڼيزو عملياتو دڅرنګوالي په برخه کې دسياسي او پوځي انتقادکوونکو ترمنځ  زياتو نارو سورو  شتون درلود. دغه  نارې سورې دومره  جدي وې چې آن په دولت  تور ولګول شو چې په قصدي ډول دوسله والو مخالفينو  پرخلاف د عملياتو له ترسره کولو  څخه  ډډه  کوي اوپه بيلابيلو  نومونو  دتجريد حالت غوره کوي  او دتروريستو ډلو دپياوړتيا لپاره  زمينه برابريږي .
دنظام انتقاد کوونکو په دغه شان څرګندونو کې  زياتره په هغې موافقې  چې دډنډ غوري په برخه کې شوې وه ، استناد کاوه  ، سره له دې چې دغه  شان څرګندونې دمسوولينوله خوا بې بنسټه  وبللې شوې خو په پاى کې يې کولاى  شول  دامنيتي بنسټونو دمنسوبينو په تيره بيا دهغو کسانو ترمنځ  چې دډار  اچوونکو پرخلاف دمبارزې  په لومړى ليکه کې و ، دنظام په نسبت  بې باوري  رامنځته کړي .
خو د جمهور رئيس غني پرونيو څرګندونو  دغه شان  نارې سورې  او نيوکې   پاى ته ورسولې.
جمهور رئيس غني دملي شورا دکار دپرانستلو په ورځ په دې ترڅ کې چې دامنيتي بنسټونو دمنسوبينو ميړانې  وستايلې په ډاګه کړه چې دامنيتي بنسټونو ترمنځ بشپړه  همغږي شته  او زموږ ددفاعي او امنيتي بنسټونو پياوړتيا هم ددايمي پاملرنې وړ ده .
ده دهغو چاڼيزو او پوځي عملياتو دارقامو په يادونې سره چې ددولت دوسله والو مخالفينو دځپلو په موخه په  ١٣٩٤ کال کې ترسره شوي دي ، ټينګار وکړ چې  دوسله والو  مخالفينو په وړاندې ددفاعي  او تعرضي عملياتو  ترسره کولو  ته   جدي پاملرنه شوې ده .
محمداشرف غني دغه راز يادونه وکړه ؛  چې دامنيت دتامينولو اوله دښمنانو سره دمقابلې لپاره موږ  تکړه  او ژمن ځواکونه لرو. ټول امکانات او سرچينې مو برابرې کړي دي اوبايد پوچې خبرې  او اوتې بوتې تکرار نه شي  چې  ګنې  دحکومت په مشرتابه کې د جګړې  او له دښمن سره  دمقابلې لپاره اراده  نشته  برعکس هم سياسي اراده  ، هم دفاعي ظرفيت او هم نړيوال ملاتړ شته چې  له شک او ځنډ پرته له دغو ټولو څخه  دخلکو ددفاع او دهغوى دمصوونيت لپاره کار اخيستل کيږي.
زموږ دفاعي او امنيتي راتلوونکى  هغه موضوعګانې دي چې دهغو دپياوړتيا لپاره ټول شرايط اوپانګه په کار اچوو.
دسياسي کارپوهانو په باور دمحمداشرف غني وروستيو څرګندونو نه يوازې دنظام د انتقاد کوونکو نيوکې پاى ته ورسولې  بلکې  وسله والو مخالفينو ته يې  څرګند پيغام  هم درلود چې دافغانستان دولت ددې ترڅنګ په هېواد کې دسولې او ټيکاو داعاده کولو لپاره  پاک او ښه نيت لري   دامنيتي ګواښونو په وړاندې هم بې توپيره نه دى اوپه ټول توان سره  به دهر حرکت اوپرګرام په وړاندې  چې دخلکو ژوند او امنيت  وګواښوي ، ودريږي.
دبغلان ولايت دډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري په ساحو کې  وروستي عمليات  چې وسله والو طالبانو پکې شرمونکې ماتې وزغمله  ددې ادعا ثبوت دى  چې  دولت  دځان غوښتنې او خپلسرۍ زغم نلري.
دغه  کارپوهان دنظام انتقاد کوونکو ته مشوره ورکوي  چې ددښمنانو بې بنسټو  آوازو ته دپناه وړلو پرځاى دې  دخپلو  امنيتي ځواکونو ترمنځ ودريږي او ددغو ځواکونو په معنوي ملاتړ سره دې دخلکو دفيزيکي او رواني آرامۍ  زمينه برابره کړي .
دغه راز دنظام هغو انتقاد کوونکو ته  چې ددولت دملاتړ او دامنيتي ځواکونو دسرښندنې ترچتر لاندې فعاليت کوي لازمه ده چې دخلکو ديو موټي کولو او ددولت  دامنيتي  ، دفاعي او اجرائيوي بنسټونو دپياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي  او دښيې حکومتوالۍ دشرايطو په برابرولو کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته