سیاست

تبصره

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
که څه هم له افغانستان څخه دپخواني شوروي دځواکونو له وتلو څخه زيات کلونه تيريږي خو لاتراوسه پورې  افغانستان دخونړۍ جګړې  او فتنې ډګر دى .
دباختراژانس مبصر ليکي :  له ترديد پرته  د١٣٦٧ کال دسلواغې دمياشتې شپږ ويشتمه وياړلې او دتيري په وړاندې  دافغانستان  دخلکو داتلوالو  مبارزو ددرناوي ورځ ده .خو دځينو سيمه ئيزو کړيو دفتنې اوجګړې  سياست دافغانستان له خلکو څخه دغه فرصت واخيست چې ونه کړاى  شي خپل  دغه ستر وياړ دهېواد په بيا جوړولو او دجګړې  په خونړيو  ټپونو د پټيو په لګولو سره تعقيب اوونمانځي .
پخواني شوروي ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووت خو دافغانستان دخلکوپرخلاف  توطيې  او دسيسۍ  پاى ته ونه رسيدې بلکې دټګيو او برګيو له مخې  هېواد دجګړې په تاوده تنور بدل شو .
   له بهر څخه  ددغې رهبري شوې جګړې  او دښمنيو نتيجې ، افغانستان دطالب په نامه دبل تيري له ازمايښت سره مخامخ کړ .
طالبانو دخپلې څو کلنې واکمنۍ په دوران کې دهېواد ددغو ټولو ملي ، فرهنګي  او تاريخي  ارزښتونو توره وکاروله او افغانستان په خاورې او ايرې  بدل شو تر دې چې حسک تجارتي برج  ونړيداو امريکايانو او دهغوى متحدينو د ډار اچونې پرخلاف جګړې  لپاره افغانستان ته راودانګل .
طالبان وتښتيدل او خلکو دتورو تيري کوونکو له شر څخه دخلاصون په خاطر دخوشحالۍ جشنونه جوړ کړل خو بخت له دغو مصيبت  ځپلو خلکو سره ياري ونه کړه .
  جګړه پراختيا غوښتنه ټګي اوبرګي بيا هم  دخاصوکړيو چلند وګرځيد اوطالبانو دهغوى په ملاتړ بيا په سيمه کې خپل ټغر خپور کړ او دهغوى په ملاتړ يې دمصيبتونو کندې جوړې کړې چې په دې هېواد کې دجګړې اور دپخوا په شان بل وي .
  دغه شان وشول چې تر نن ورځې  پورې خلک په جګړه  او په لسګونو او سياسي ټولنيزو او اقتصادي ناخوالو کې شپې سبا کوي او هره ورځ له ډار اچونې  سره په جګړه  کې  قرباني ورکوي ، دډار اچونې دله منځه وړلو لپاره دنړيوالې ټولنې او دنړيوال  ائتلاف  له هوډ څخه  کلونه کلونه  تيريږي  او ددې پرځاى چې ډار اچونه له منځه لاړه شي د ډاراچونې دتوليد فابريکه فعاله شوه داعش پيدا شو او افغانستان او ځينې نور اسلامي هېوادونه يې په بل بحران کې لتاړ کړل اوس پوښتنه داده چې آيا دډار اچونې ، افراطيت  ، القاعده  او داعش  پرخلاف جګړه به يوه ورځ پاى ته ورسيږي اويا به دافغانستان خلک کلونه کلونه ددغې جګړې دسوند مواد شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته