کابل / باختر د لړم د مياشتې ١٠ :
هېوادوال د بريښنا شرکت وروستۍ تصميم چې ويلې يې دي د ډالرو په بيه کې په نوساناتو سره د وارداتي بريښنا په بيه کې بدلونونه رامنځته کيږي ، د بيا کتنې وړ بولي او خبر دارى ورکوي چې دغه شان يو تصميم به د کورنيو په اقتصادي حالت باندې ناوړه اغيزه وکړي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
په دې وروستيو وختو کې د بريښنا شرکت اعلام کړى دى چې په هېواد کې د اسعارو دبيې په لوړيدو سره به د بريښنا بيه هم لوړه شي .
د بريښنا شرکت په دې وروستيو وختو کې خپلو مشترکينو ته د بلونو په ليږلو سره په ډاګه کړې ده ؛ څرنګه چې په سلو کې اتيا بريښنا له بهرڅخه وارديږي په بهرنيو اسعارو د ورکړې غوښتنه کوي .
د مشترکينو په راتلوونکو بلونو کې د بريښنا د دايمي تنظيم په لاره کې به داسعارو دبيې توپير هم ور زيات شي .
دغه شرکت دغه راز په ډاګه کوي چې دوى له توليدونکو هېوادونو څخه بريښنا په ډالرو پيري او هېوادوال د خپلې بريښنا د صرفيې پيسې په افغانيو ورکوي.
د بريښنا شرکت په ډاګه کړې ده چې د ډالـــرو په لـــــوړوالي او ټيټوالـــــي ســـــره
دافغانستان د وارداتي بريښنا په بيه کې بدلونونه رامنځته کيږي .
سره له دې چې د بريښنا شرکت د مسوولينو ځينې خبرې د دقت وړ او يو واقعيت دى خو د بريښنا په صرفيه کې د اسعارو دتوپيرد اخيستلو په باب ددغه شرکت وروستۍ تصميم کولاى شي په هېواد کې د کورنيو په اقتصاد ناوړه اغيزه وکړي.
نن ورځ د بريښناله انرژۍ څخه استفاده د هغو ځانګړتياو په دليل چې د سون دنورو توکو په نسبت لري زيات د استفادې وړ ګرځي او هغه هم په داسې هېواد کې چې د ژوندانه د چاپيريال د ککړتيا د کچې په لحاظ په ډيره لوړه کچه کې دى.
ددغو مسئلو ترڅنګ د افغانستان خلکو له زياتو او جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي ؛ يوازې د بريښنا بيه نه ده لوړه شوې خلک د ژمي په درشل کې د ګازو ، د سون د لرګيو او د ډبرو د سکرو د بيو له لوړوالي سره هم مخامخ دي. .
په داسې حال کې چې د وزګارتيا کچه لوړه شوې ده او د تيرکال په پرتله د خلکو عوايد بيخي کم شوي دي او په اسعاري بيه د توپير ترلاسه کول او د بيو دلوړوالي په باب تصميم دغه شان ستونزې لاپسې جدي کوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وروستى تصميم د سوداګرۍ په ډګر کې يو استفاده غوښتوونکى حرکت بولي چې د ټولنې له پيژندنې پرته او د هغو ستونزو په پام کې نيولو پرته چې خلک ورسره لاس او ګريوان دي نيول شوى دى چې په پاى کې پيټۍ يې دخلکو په تيره بيا دهغو کسانو په اوږو ولويږي چې ثابت عوايد لري اوپه خپلو عوايدو سره په ټيټه کچه کې دي .
دغه شان تصميمونه به له شک پرته دخلکو او دولت ترمنځ واټن زيات کړي ځکه داسې نښې نښانې شته چې ځينې بنسټونه دنورو هيوادونو پرخلاف په دې لټه کې دي چې دسبسايدۍ دمنلو پرځاى يې دټولګټو خدمتونو دوړاندې کولو په مقصد زياتره دخلکو جيبونو ته سترګې نيولي دي چې ستره بيلګه يې دمخابراتي شرکتونو دلګښتي کارتونو له کريدت څخه په سلو کې دلسو ماليې اخيستل دي.
داقتصادي چارو کارپوهان خبردارى ورکوي که چيرې دولت دبريښنا شرکت مسوولين چې په خپله يو دولتي شرکت دى له تصميم څخه يې ونه ګرځوي ددې خطر شته چې خلک زياتره دلرګيو ، سکرو او تيلو په شان نورو انرژۍ ورکوونکو موادو څخه استفادې ته مخه وکړي او دا کيداى شي په هېواد کې د ژوندانه د چاپيريال د لړځنده حالت لپاره يو ناوړه حرکت وي .
دغه راز هغه کورنۍ چې دبريښنا دصرفيې دپيسو دورکړې توان نلري او په هېواد کې شمېر يې کم نه دى له بريښنا څخه له استفادې سره به بايکاټ وکړي او دغه راز دبريښنا دبيې دزياتوالي او په غيرقانوني ډول له بريښنا څخه داستفادې زمينه برابروي .