ټولنه

تبصره

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢

عاشورا او حسيني پاڅون دسرښندنې الګو او د عدالت غوښتنې او د ظلم او زور زياتي په وړاندې د دريدو په مقصد دبشريت لپاره تلپاتې درس دى .

دباختر آژانس مبصر ليکي .امام حسين(ع) او دهغه وفادارو يارانو چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) د رسالت د دفاع ژمنه لرله) د يزيد د خپلسريتوب او ظلم په وړاندې چې ځان غوښتوونکى او مغرور انسان و، پاڅون وکړ دوى داسې حماسې وزيږولې چې نه  يوازې دهغه وخت دخلکو لپاره بلکې د ظلم پرخلاف د وروستيو حرکتونو او مبارزو لپاره الګو او مکتب شوې هغوى بشريت ته تلپاتې درس ورکړ چې د ظلم پر وړاندې سرټيټ نه کړي او خپلسرۍ او ځان غوښتنې ته تسليم نه شي.

دعاشورا پيښه داسې ستر او پراخ اړخونه لري هره زاويه يې يو درس او هر حرکت يې يو پند دى . عاشورا يوه حادثه نه ، بلکې يو فرهنګ دى،داسې فرهنګ چې له مدبرانه ،ميړني ،سرښندوونکي او طاغوت ماتوونکي حرکت او داسلام دمبين دين له متن څخه جرړې واخستې ،و ده يې وکړه .

پياوړې شو او دايمي ژونديې غوره کړه سره له دې چې دامام حسين او دهغه دوفادارو يارانو له پاڅون څخه څه دپاسه څوارلس پيړۍ تيريږي ،خو عاشورا په خپلې سترې فلسفې سره هيڅکله د زمانې په محدوده او په خاصه جغرافيا کې پاتې نه شوه ،بلکې تل دمدرسينو دحرکتونو او غورځنګونو الهام بخښوونکى شوه او دغه بهير اوس هم دوام لري.

دعاشورا کمال په دې کې دى چې دنبوت له کورنى څخه يو تن راپاڅيد او خلکو ته يې زيرى ورکړ چې يزيديانو ته نه تسليميږي بلکې دخپل نيکه درسالت ملاتړ کوي او دانساني ژوندانه او د ټولنيز عدالت درناوى کوي او په يوه خبره دخلکو دحق او حقوقو اوس او دبشريت دبرخليک په راتلوونکى کې دفاع کوي ، نو امام حسين يو ارزښتناک بشرى رسالت ترسره کړ داسې رسالت چې مسلمانانو ته يې خاصه ځانګړتيا ور وبخښله او ټول موظف دي چې ددغه رسالت د اړخونو په پيژدنې سره خپلې دندې او مکلفيتونه پيدا کړي .

دامام حسين د ژمنې په وړاندې د رسالت د ادا کولو خبره په داسې وخت کې کيږي چې نن هم مسلمانان له زياتو ناخوا سره مخامخ دي ، له اسلام سره دښمنۍ او له مسلمان سره دښمني اوس پراخ او خطرناک اړخونه غوره کړي کاذبو څيرويې په روحانيت کې ځاى پيدا کړى دى او دهغو پروګرامونو او هدفونو لپاره په وسيلې بدلې شوې دي چې په هغو کې له اسلام سره دښمنى او دمسلمانانو د دښمنۍارزښتونو له منځه وړل دکار په لارښود کې ځاى لري ديزيد په شان دغه کرغيرنې او ټيټ صفته څيرې هلې ځلې کوي چې په تحريف شوي اسلام سره دمسلمانانو معنوي ارزښت له منځه يوسي او اسلام ته ناوړه او کرغيړنه بڼه ورکړي دغه څيرې چې د افراطي او استخباراتي جريانونو په سرکې ځاى لري هلې ځلې کوي ديزيد په شان خپلسري وکړي او دنړۍ دمسلمانانو برخليک په غاړه واخلي نو لازمه ده چې په جګړه کې دامام حسين (ع)له ميړانې ،حسن غوښتنې او سرښندنې څخه په الهام سره به دغه شان ناخوالو سره لاړ شو او په دې ترتيب د ارزښتونو دفاع وکړو او داسلام دمکتب حق غوښتوونکى کلمه هماغه شان ژوندي وساتو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته