سیاست

تبصره :

کابل باختر
په داسې حال کې چې په هيوادکې روان حالت خپلې خاصې ځانګړتياوې لري دهيواداجراييه رييس ټينګا رکوي چې امنيتي مسئلې اوپه دې برخه کې دخلکو انديښنې څيړلې کيږي .
دباخترآژانس مبصرليکي :
د  وروستيو پيښو  رامنځته کيدل او په  هيواد کې  د ډار  اچوونکو   فعاليتونو زوراخيستل له زياتوپوښتنواوانتقادونوسره يوځاى دي ، ددې ترڅنګ چې دملي وحدت په حکومت نه اغيزمنتوب او په ځينوحالا توکې دامنيت په تامينولوکې دبې پروايي اودغفلت تورلګول کيږي .
دهيواداجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ټينګار کوي چې په هيواد کې دامنيت تامينول دملي وحدت دحکومت کاري لومړيتوب دى اوامنيتي مسئلو اود دغو مسئلو په برخه کې دخلکوانديښنو ته به پاملرنه وشي .
دغه څرګندونې: په داسې حال کې کيږي چې افغانانوپه وروستيو ورځو او مياشتو کې زياتې ستوترې او کړاونه وزغمل .
له امنيتي ناخوالوڅخه نيولي داقتصادي ستوترواود مهاجرتونودحجم تر دروندوالي  پورې هغه مهم موارد دي  چې  په  هيواد کې دوروستيوانکشافاتوپه رامنځته کيدو باندې اغيزه  کړې  ده  هغه  ستونزې  چې  په  همدې حال  کې  د بهرنيواستخياراتي توطيواو پروګرامونو له پلوه زيانمن دي اوپه ګاونډي هيواد کې يوشميرکړۍ هلې ځلې کوي چې طالبان په هره بيه چې کيږي په افغانستان کې دډګرواکمن معرفي شي اودهغوي ستراتيژيکي پروګرام له خيال اوخوب څخه په واقعيت بدل شي خود وروستيوانکشافاتوپه و ړاندې دډاکترعبدالله ځواب څرګند و.
ده وړمه ورځ په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه چې افغانستان دسقوط په حال کې نه دى اوپه هيواد کې دامنيت دتامينولو لپاره سياسي اراده شته .
ده وويل چې افغانستان دامنيتي مسووليتونودترسره کولولپاره دځواکمنۍ او د ځان دډډې لګولوپه لور مخ په وړاندې درومي اوله رامنځته شويو فرصتونو څخه له تروريزم او بنسټپالنې سره دمبارزي لپاره استفاده کوي .
دى په دې ټينګارکوي چې له تروريزم اوبنسټالنې سره مبارزه دې بايدله قيداوشرط پرته  وي  او افغانستان له قيد او شرط مرستوهرکلى کوي .
دافغان سياسي کارپوهانوپه باوردهيواد داجراييه رييس څرګندونې ددې څرګندوي  دي چې دملي وحدت حکومت په افغانستان کې دسولې دتامينولو لپاره په مسووليت اوژمنې سره عمل کوي. ډاکترعبدالله دملي وحدت دحکومت دکاري لو مړيتوب په توګه دسولې دتامنيولو په مقصد هلې ځلې کوي .هغومنفي تبليغاتو ته ځواب ووايي چې دهغوپه چوکاټ کې په حکومت دامنيت دتامينولو په برخه کې د نه اغيزمنتوب غفلت اودهغوولايتونودستونزودکمښت په لاره کې دبې پروايي تور لګول کيږي چې له لوړامنيتي ګواښ سره مخامخ دي په دې کې دشک ځاى نه شته چې افغانان سختې ورځې تيروي او دغه ستونزې دپخواپه شان بهرنى اړخ لري چې ستره بيلګه يې له قبايلي سيموڅخه دافغانستان په لوردتروريستانو ليږدول دي . داسې ليږدول چې په ښګاره دطالبانو په وړاندې دپوځي عملياتوزيږنده دي خوپه حقيقت کې په افغانستان کې دطالبانو دجبهې پياوړتيا وه . سياسي کارپوهان په دې باوردي چې داو سينو ستونزو حل کول .اودسختوورځوتيرول په همغږۍ اوملي سمون کې امکان لري . په داسې ډول چې خلک او حکومت لازيات يوموټي شي او اوسنۍ ستونزې دټولوهيوادنۍ ستونزې  په فکرشي اودنيوکې اوانتقادپرځاى دحل لاره مشخصه شي .
هيره دې نه شي چې په افغانستان کې دبهرنيواسخباراتواوکړيو ستونزه له اشخاصو اوڅيروسره نه ده، هغوى په افغانستان کې ستراو ستراتيژيکي هدفونه تعقيبوي چې يواځې دريدل هغه هم د ملي وحدت ترسيوري لاندې کولاى شي بهرني اسخباراتي پروګرامونه په او بولاهوکړي . که چيرې د امنيت د  تامينولو او دبهرينو لاسوهنواودماغزو دتيښتې مخنيوى ، دمهاجرتونو منع کول او داقتصادي ودې خبره طرحه ده نوبايدتا ويل او ماويل  يوې خواته پرې ښودل شي او په بيلا بيلو برخو کې ددولت په پياوړتياسره ملي ګټې اوارز ښتونه  وساتل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته