کابل باختردتلي شپږويشتمه :
دکندزولايت ته دجمهورييس محمداشرف غني وروستى سفراودډاراچوونکوله شتون څخه دهيواد دشمال ختيځوسيمودپاکولوپه باب دده ژمنې ، دخلکوروحيه پياوړې اود نظام اودهيواد دامنيتي ځواکونو په نسبت يې دهغوى اعتمادزيات کړ.
دباخترآژانس مبصرليکي :
جمهورريس غني وړمه ورځ کندزته سفروکړ. کندزته دجمهوررييس سفرپه داسې وخت کې کيږي چې دغه ولايت په تيرو اوونيوکې دزياتوناخوالو اوستونزو ډګرو . چې په لنډمهال ډول دطالبانوپه واکمنۍ سره رامځته شوې او کندزيې خونړۍ او ټپي کړ.
جمهوررييس غني دغه درديدلي او ځوريدلي ولايت ته په سفرسره نه يوازې دکندز دخلکو داحوالوپوښتنه وکړه .بلکې دهغوى دزغم ، صبر اواستقامت له امله يې قدرداني وکړه اودهيواد ددفاعي او امنيتي بنسټونوله منسوبينو سره په کتنه کې يې دهغوى ميړانې وستايلې .
کندزته دجمهوررييس سفر ، دخلکو داحوالو پوښتنه او دامنيتي ځواکونو دميړنيو منسو بينوزړورتيااو درايت نه دده درناوى غوره اودستاينې وړ خبره ده .
دکندز دخلکو او دامنيتي ځواکونو دزړورو منسوبينو په پته دده خبرو دخلکو تر منځ هيلې او باورونه پياوړي کړل .
جمهوررييس غني په ډانګ پييلى ډول وويل چې ده دوه ګامه مخکې اويو ګام شاته سياست نه دى غوره کړى يعني دولت دامنيت دتا مينولو اود ښې حکومتوالۍ دپراختيا په نسبت ژمن دى اود خلکوپه نسبت په خپلې ژمنې بې پروايي نه کوي .
دغه رازجمهوررييس غني يادونه وکړه چې دکندز پيښې دبې باورۍ فضارا منځته کړې وه خودامنيتي ځواکونو هڅواوهاند دغه فضاپه فرصتونو بدله کړه .
ده په ډاګه کړه، دامنيت شورا چې دى يې په سرکې دى وپتيله چې دهيواد ټولې شمال ختيځې سيمې د ډاراچوونکو له شتون څخه پاکې شي .
اصلاحات او ښه حکومتوالى يوه بله ژمنه وه چې جمهور رييس کړې ده اوددې ترڅنګ يې له خلکوڅخه وغو ښتل چې په معيارونوډډه ولګوي نه په افرادو .
ددې هيواد دښمنانو دخپلو ګوډاګيانو (طالبانو) په شتون کې هلې ځلې وکړې چې دجګړې جغرافيا دهيواد شمال ته وليږدوي.
دروان کال په بهيرکې بدخشان ، کندز، فارياب اوسرپل دناوړه امنيتي حالت ډګرو چې دکندز پيښوناوړه بڼه اومحتوا ورته ورکړه اودخلکوروح اوروان يې ستړې کړل خود جمهوررييس وروستيوخبرواوژمنې هيلې زياتې کړې او باورونه يې پياوړي کړل . دغه هيلې په پولسيوکې دنويو تشکيلاتو په منظورۍ اودولانيونودامنيه قوماندانانواودپوليسودزونونو، دقوماندانانوترکچې پورې دنويوټاکنوپه ګډون دوروستيواقداماتو په شتون کې جدي شوې چې ښيي چې دولت دنظم په تامينولو اودخلکود ژوندانه په دفاع کې هماغه شان ژمن اوهوډمن دى اودهرې افغاني ضددسيسې ، توطيې او پروګرام په وړاندې دريږي .
يه کندز کې وروستۍ پيښې ، له کندز ښارڅخه د طالبانو شړل دهيواد په نوروسيموکې دهغوى غوڅه ماته اودهيواد دامنيتي حالت په ښه والي کې ددولت ژمنې طالبانو اودهغوى بهرنيوملاتړوته څرګند پيغام لري چې نه شي کولاي خپله ناروا کر غيړنه اراده زموږ په خلکو واکمنه کړي . ښه به وي چې طالبان په هوښ راشي او نور دپرديو دلاس آله نه وي .
بهرني دسيسه کاروان دې چې ددې هيواد او سيمې په نسبت کاذب خيال او خوبونه لري مخکې له دې چې دبربادۍ او ورانکارۍ لاره ووهي په دې پوه شي چې باثباته افغانستان به دسيمې دپرمختګ سبب وي له دې پرته په سيمه او له هغې څخه بهر دپخوا په شان له تروريستي ګواښونو سره مخامخ پاتې شي .
ديادونې وړ ده په کندز دطالبانو بريد چې په خپله يې بهرني عوامل او ارتجاعي خصلتونه لرل له افغانستان سره دنړۍ دمتحد کيدو يو عامل دى او دغه ملاتړ کولاى شو دسيمې ديوشمير قدرتمندو هيوادونو دمشرانو په وروستيو تصميمونو اوخبروکې درک کړو
0 2 دقیقې لوستل