سیاست

تبصره

کابل باختر  دتلي څليرويشتمه :

دپاکستان دملي امنيت سلاکار ، دژمي دفصل پيل دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو دبيا پيلولو لپاره مناسب وخت دى او دمنځګړيتوب لپاره  يې دپاکستان دتياري  خبرې کوي .

دباختراژانس مبصر ليکي دپاکستان دملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په دې وروستيو وختو کې  دافغانستان په اړوند يولړ څرګندونې کړي دي چې کيداى شي  د غور او دقت وړ وي . داسې  څرګندونې  چې نه يواځې بنسټيز نه شي بلل کيداى بلکې ددې څرګندوى دي چې پاکستان ددغه هيواد دصدراعظم نوازشريف دسفر په درشل کې يوه نوې ديپلوماسي غوره کړي .

سرتاج عزيزي وايي چې دژمي دفصل  په رارسيدو سره په افغانستان کې ډار اچوونکي فعاليتونه کمښت مومي او دسولې دخبرو لپاره مناسب وخت برابروي .

  ده هيله څرګنده  کړې ده چې  دژمي دفصل په رارسيدو سره دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې  پيل شي .

سرتاج عزيز يوځل بيا دبيلابيلو اړخونو ترمنځ دسولې په خبرو کې دمنځګړيتوب   لپاره دخپل هيواد  دتياري  په باب  خبرې وکړې او څو ورځې مخکې دپاکستان صدراعظم  نوازشريف هم دافغانانو ترمنځ دسولې دخبرو بيا پيلول يوه اړتيا وبلله او په دې برخه کې يې دپاکستان دهمکارۍ يادونه وکړه .

افغان سياسي کارپوهان دسرتاج عزيز څرګندونې بنسټيزې  نه بلکې لنډ مهالې بولي .

سرتاج عزيز  دپوځي ماهرانوپه شان  داستخباراتي دستګاو دماهران په شان او په پاى کې دطالبانو دډلې په شان ، افغانستان دجګړې او سولې په فصلونو ويشلې دي چې په دوبي کې  دجګړې  دول وهل کيږي او په ژمي کې دسولې نغاره وهل کيږي اوپاکستان  دمنځګړي په توګه شتون پيداکوي .

دغه کارپوهان سرتاج عزيز ته مشوره ورکوي چې سياسي ديپلوماسي او فعاليت ديوې ستونزې دحل کولولپاره دايمي دي اووخت او دجوي حالاتوتابع نه دي داطالبان او دهغوى بهرني ملاتړي دي چې دپسرلي په پيل سره دتروريستانو پسرلني عمليات تنظيموي او هغوى ته نوم او القاب  ورکوي او کله چې ژمى پيليږي اوجوي حالات  له تروريستانوڅخه دتحرک امکان اخلي هغه وخت په پاکستان کې دديپلوماسۍ دستګاه فعاليزي او دسولې نغاره وهل کيږي ښه به وي چې هغوى  خبرې  او حرکات لنډ مهال نه وي بلکې خپل پروګرام  اوکړنلاره دواقعيتونو او دډله ئيزو ګټو له مخې تنظيم کړي چې دثبات دتامينولو  لپاره تحرک سيمه ئيز وي .

دپارلمان استازو او يوشمير حکومتي چارواکو پخوا ويلي دي چې پاکستان دافغانستان دسولې په خبرو کې  خپلې ستراتيژيکي ګټې او هدفونه تعقيبوي او هلې ځلې کوي چې دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ دخبرو بهير ددغه هيواد استخباراتي  اوسياسي دستګاه له فلتر څخه تير شي او ددغه بهير دحرکت او دريدو کلي  دپاکستانيانو په لاس کې وي .

دهمدغو دلائيلو له مخې سياسي کارپوهان او دپارلمان يوشمير غړي تينګار کوي چې دافغانستان دولت دې دمنځګړيتوب لور نورله پاکستان څخه واخلي او په خپله په نوښت او عمل لاس پورې کړي او هلې ځلې دې وکړي چې دسولې دخبرو بهير دې په بشپړه توګه افغاني شي.

افغانستان چې سيمه ئيز همکاري يواصل بولي دسولې دخبرو په بهير کې به دپاکستان په ګډون دسيمې دهيوادونو همکاري او مرسته به غوره وبولي چې دغه  همکاري په پاک نيت ، شفافې او له سياسي او استخباراتي سليقو څخه لرې وي

لکه څنګه چې دسولې دعالي شورا مسوولينو ويلي دي که چيرې  پاکستان په سيمه او افغانستان کې دثبات داعاده کولو ليوال دى په لومړي ګام کې دې له طالبانو سره دخپلې مرستې او ملاتړ په بندولو  لاس پورې کړي اودمنځګړيتوب پرځاى دې له مزاحمت څخه لاس واخلي .

ديادونې وړده چې سرتاج عزيز په خپلو وروستيو خبرو کې ددې تر څنګ چې دسولې دخبرو يادونه کړې ده دپولو دڅارنې او دتروريستانو دتګ راتګ  دمخنيوي په باب دپاکستان دهمکارۍ يادونه کړې ده خو دافغانستان دخلکو دغه پوښتنه يې بې ځوابه پريښې  ده، که چيرې پاکستان دپولو دڅارنې په خاطر همکاري کوي  نو هغه پاکستاني تروريستان چې له نورو بهرنيو تروريستانو سره په همکارۍ کې په کندز ،  غزني ، ډنډ پټان او په نورو ځايونو کې دافغانستان دخلکو پرخلاف  جګړه کې دي له کومې سيمې او له کومې  پولې څخه رااوښتي دي ؟  ښه به وي چې پاکستان دکاذبې ديپلوماسۍ پرځاى په واقعيتونو منګولي ولګوي او خپله  ستراتيژي  او پروګرام دې دسيمې له واقعيتونو سره اعيار کړي  او تخيلي فکر ونه کړي .

دغه راز افغان سياست پوهان خپلو دولتي چارواکو ته مشوره ورکوي  چې دپاکستانيانو دژمنو او  خبرو په وړاندې  دې په تدبير سره عمل وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته