کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٢ :
د طالبانو ډلې د هېواد دوه خصوصي رسنۍ پوځي هدفونه بللي دي او هغوى ته يې د بريدګواښ کړى دى او ويلي يې دي چې د دغو دوو شبکو کارکوونکي او مسوولين به نور مصونيت ونلري.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
د طالبانو ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره چې د دغې ډلې په ويب سايټ کې خپره شوې ده؛ د طلوع او يک ټلويزيوني شبکې پوځي هدفونه وبلل.
طالبانو د دغو دوو ټلويزيون شبکو د کارکوونکو په ګواښلو سره يو ځل بيا ثابته کړه چې هماغه شان متحجر او بنسټپال، زندى کوونکي، سرتمبه او لجوج دي او د دغو دوو ټلويزيوني شبکو په ګواښلو سره يې په حقيقت کې په افغانستان کې د رسانه يي ټولنې ټولو کارکوونکو ته يې د ز ندي کولو، ترور او بربريت پيغام صادر کړ او کولاى شو ووايو چې په دغه عمل سره يې د بيان د آزادۍ د له منځه وړلو، د رسانه يي فعاليت د مخنيوي، د مدني فعاليتونو دپاى ته رسولو او د موکراسۍ او ولسواکۍ سره د دښمنۍ په لاره کې يو بل حرکت ترسره کړ.
طالبان هغه ډله چې ارتجاعي خاصيت لري اوپه دغه هېواد کې د ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره فعاليت کوي او ددغې اعلاميې په صادرولو سره يو بل جنايت هغه هم جنګي جنايت ترسره کوي. ځکه دټولو نړيوالو کنوانسيونونو له حکم سره سم په رسانه يي سازمانونو تروريستي بريد دبشريت پرخلاف جنايت دى . طالبان له رسنيو او د بيان له آزادۍ سره هميشنۍ دښمني لري او د دوو ټلويزيوني شبکو په پته د دوى نوي خبرداري وښودله چې دوى هماغه شان عقدې لري . له وګړنيو او هېوادنيو ارزښتونو سره بربريت ډوله چلند کوي. آن کله چې په دغه هېواد واکمن و؛ د رسنيو، راډيو، ټلويزيون او د ورځپاڼې غږ غلى شوى و. برعکس دافغانستان دولت د خلکو د ارادې دممثل په توګه رسنۍ او مطبوعات په حکومت کې اساسي رکن بولي؛ د يوبرياليتوب په توګه دمطبوعاتو پراختيا وياړ بولي او وده ورته ورکوي اوپه هېوادکې د بيان آزادي په زغم سره تعقيبوي .
د بيان آزادي، د رسنيو دکار دفاع او ملاتړ او په پاى کې د نظام په دننه کې دهغوى زغمل په جدي ډول دي چې کولاى شو ووايو له دغې آزادۍ څخه زياته ګټه وسله والو مخالفينو اخيستې ده. ځکه دا رسنۍ وې چې دطالبانو زياتره فعاليتونه يې رسانه يي کړل او انعکاس يې ورته ورکړ. خوطالبانو د وروستۍ اعلاميې په صادرولو سره له خلکو سره د ناوړه چلند د دوام په باب خپله اراده څرګنده کړه . دوى په لنډمهال ډول په کندز د واکمنۍ په وخت کې د رسنيو د کارکوونکو په لټه کې شول؛ دځينو رسنيو دفترونه يې ويجاړ کړل او په کندزښارکې د صفا او کليد راډيوګانو په دفترونو وروستۍ چاودنې هم د همدغې ډلې کار بلل شوى دى. خو طالبانو ته د رسانه يې ټولنې ځواب څرګند او روښانه دى. موږ نه تسليميږو او د هېواد د پيښو، انکشافاتو او حالت په باب د معلوماتو دترلاسه کولو په مقصد دخلکو دحق له دفاع څخه ډډه نه کوو؛ ترور، وحشت او زندي کول نه شي کولاى د رسنيو اوچت غږ غلى کړي .
د دغو مسئلو ترڅنګ له رسنيو څخه د خلکو هيله دا ده چې خپل کار د رسانه يي اخلاقو په ساتنې سره چې هماغه د واقعيتونو بيانول، هدفمند او حرفه يي کار او په انډوليز ډول د خبرونو خپرول دي؛ دوام ورکړي، د خلکو، دولت او د نړيوالې ټولنې ملاتړ به له دوى سره وي.
0 2 دقیقې لوستل