کابل باختر د غبرګولي شپاړلسمه :
باميان پرون داسيا دجنوب يا سارک داقتصادي همکاريو دسازمان د فرهنګي پايتخت په توګه ونومول شو .
دباختراژانس مبصر ليکي ، باميان پرون دسارک داقتصادي همکاريو دسازمان دغړو هيوادونو دفرهنګي پايتخت په توګه ونومول شو .
دغه ولايت له هغو ځانګړتياوو سره چې تمدن ، فرهنګ او دلرغونو اوتاريخي اثارو څخه لرى ددې فرصت برابر کړ چې دسارک داقتصادي همکاريو دسازمان لومړنى پايتخت وي ، هغه هيئت چې ددغه سازمان له خوا په ١٣٩٣ کال اوباميانوته سفر وکړ او ديورپوټ په وړاندې کولو سره يې دسارک دفرهنګي پايتخت په توګه يې د باميانو ځانګړتياوې بيان کړې .
باميانوته دسارک دفرهنګي پايتخت دنوم ورکول وښودله چې دافغانستان دغه مرکزي ولايت داسيا و،چې خلکو ته لوړ فرهنګي او تاريخي ارزښت لري .
باميان لوړ فرهنګي ارزښتونه لري او ديو زوړ تمدن ښکارندوى دى .
دافغانستان خلک په داسې حال کې چې دسارک دفرهنګي پايتخت په توګه دباميانو دټاکنې په باب ددغه سازمان دپريکړې هرکلى کوي او هغه ديو ملت تمدن ، فرهنګ اصالت ته درناوى بولي ، په دې باور دي چې يواځې دپايتخت ټاکنه مهمه نه ده باميان ديو ګډ تمدن يادګار دى چې په ټول بيشريت پورې مربوط دى .
ددې هيله شته چې باميان نه دپايتخت په توګه بلکې له لوړ تاريخ سره دګډ تمدن ديادګار په توګه وساتل شي .
لازمه ده چې دافغانستان دولت اوسارک ددغه ولايت دتاريخي څلو دبيا رغاونې لپاره مشخص پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي او له هغه څخه دسيلانيانو دکتنې زمينه برابره کړي . دغه راز په باميانو کې پاتې نور اثار بودايي پيروانو ته معنوي ارزښت لري که چيرې په باميانو کې دتوريزم صنعت دبيا رغاونې او احياکولو ښه مديريت وشي او هلته د بودايي زيارت کوونکو لپاره زمينه برابره شي دغه حرکت کولاى شي داديانونو دپخلاينې دزغم او دتمدنونو ددرک په لاره کې يو ګام وي .
دغه راز باميان دسارک دفرهنګي پايتخت په توګه کولاى شي پخواني اقتصادي ځاى بيا ومومي. يو وخت باميان دوريښمو دلارې يوه برخه وه يوشمير هيوادونو له هغه څخه دسوداګرۍ اوسوکالى دواټ په توګه استفاده کوله په داسې حال کې چې همدغه هيوادونه چې نن يې سارک جوړ کړى دى پخوا دوريښمو لاره خپلو اقتصادي هدفونو ته درسيدو په توګه پيژندل.
ددغه شان همکاريو شتون پخوا دمتقابلې همکارۍ او درک يوه نمونه وه په داسې حال کې چې نن له لوړ ظرفيت او امکاناتو سره کولاى شو دغه شان همکاري پياوړي کړو .
هيله کيږي باميان دسارک دپايتخت په توګه د اقتصادي همکارى او همپالنې لاره لنډه کړي او ددغه اقتصادي سازمان دغړو ترمنځ دنوې ژمنې عامل شي .
1 2 دقیقې لوستل