تبصره

کابل باختر د ثور پنځلسمه :
دقطر په دوحه کې په يوه تحقيقاتي غونډه کې دسولې دعالي شورا داستازو او دافغانستان ددولت دوسله والو مخالفينو دبيلابيلو اړخونو د استازو ګډون کيداى شي داسې  زمينه اوفرصت وي چې دښکيلو جريانونه  استازي دهيواد دحالاتو په برخه کې خپل نظر او مفکوره وړاندې  کړي .
دباختر  آژانس مبصر ليکي :
دافغانستان دسولې دعالي شورا  استازي دوسله والو طالبانو دډلې استازي دګلبدين  دحزب اسلامي استازي او دپاکستان استازي دقطر په دوحه کې راټول شوي دي؛ په ښکاره دغه غونډه د پګيواس  دنړيوال بنسټ له خوا ديو څيړنيز کنفرانس په چوکاټ کې جوړه شوې ده چې د يوه غير رسمي غونډه بلل و، خو ديوه  ميز ترشا دښکيلو اوسيالواړخونو  راټولول کيداي شي يو داسې فرصت وي چې هغوى دهيواد دحالاتو په برخه کې خپل نظر او مفکوره بيان او خپل دريځ په ډاګه کړي .
دافغانستان  ددولت وسله والو مخالفينو اوطالبانو چې ناوړه پوځي کړنې لري ،اعلام  کړى دى چې په دې غونډه کې ددوى داستازو ګډون د دولت له استازو سره دخبر په مفهوم نه دى. خو دکوربه هيواد يوه جګپوړي  مقام داسې خبرې کړې دي چې کولاى شي دطالبانو خبرې پيکه کړي .
  دآسيايي هيوادونو په چارو کې  دقطر دبهرنيو چارو وزارت مرستيال يوسف بن خليفه ويلي دي چې  دوحه له افغانستان ، پاکستان او دافغانستان  دطالبانو  دمختلطو هيتونو  کوربه دى او دا غونډه دافغانستان ددولت او ددغه هيواد دطالبانو ترمنځ داختلافونو دکمښت لپاره ده او دا ددې  څرګندوى  دى چې ددوحه غونډه يوه پروګرام شوې او هدفمنده غونډه ده  او کولاى شو ووايو چې په افغانستان کې دښکيلو اړخونو دنږدې کولو په لاره کې يوګام واخلي او داکار کيداي شي دسولې انګازې  ګړندې کړي .
دافغانستان خلک چې دبهرنۍ لاسوهنې، ترور، چاودنې او بنسټپالنې  له امله يې زيات کړاوونه  او دردونه زغملي دي ،دسولې کلمه له نورو کسانو څخه زياته او په ښه توګه تعبير او تفيسروي  اوپه دې ټکي هم په ښه توګه پوهيږي چې په افغانستان کې دتيرو نږدې څلويښت کلونو  پيښو خلکو ته زيات دردونه اوکړاوونه په سوغات  راوړي اودزياتو ستونزو سبب شوي دي او ددغه شان ناخوالو په شتون کې سوله په اسانۍ  سره نه ترلاسه کيږي. خو سره له دې هم دسيالو اړخونو راټولول چې تراوسه پورې يې دټوپک ميل  ديوبل په لور په نښه کړي دي او ياهم په زندۍکولو ، ترور ، چاودنې او وژنې سره  ځان په خلکو تپلى دى؛ يو آسان کار نه دى .
  سره له دې هم خلک ټينګار کوي چې سوله مهمه ده او ددولت دهر چلند چې تل دخلکو دنږديوالي او په هيواد کې ددښمنيو دپاى ته رسولو خبرې کوي؛ ملاتړ کوي. خو پوښتي  چې سوله له چاسره ؟  که چيرې خبره له طالبانو سره  دسولې خبره ده؛ دغه ډله  ولې څرګند دريځ نه لري؟
دطالبانو يو اړخ دسولې  اوپخلاينې خبرې کوي اوبل يې ردوي. دا ښيي چې طالبان څو ډلې دي. 
سياسي کارپوهان په دې باور دي چې په لومړي ګام کې ضرور ده  چې په  ډاګه شي،  هغه کسان  چې دطالبانو اويا ددولت  دنورو وسله والو مخالفو اړخونو په استازيتوب  په دغه شان غونډه کې ګډون کوي؛ په داخلي کړۍ  کې اغيزمن دي اوکيداى شي  تصميم نيوونکي واوسي .
دغه کارپوهان دغه راز وايي: هيره دې نه شي چې دافغانستان  دخلکو ستونزه  زياتره بهرني اړخونه او ژورتياوې  لري .
هغه کسان چې زموږ په هيواد کې دحالاتو دبحران او خړپړتيا په پيداکولو کې  رول لري؛ دافغانستان په وړاندې يې په وار وار دوه ګونى رول لوبولى دى . 
وسله وال مخالف اړخونه بايد په دې برخه کې  هم خپل دريځ په ډاګه  کړي چې په دغه شان لوبو کې  دملي ګټو په باب څه تعريف  لري ؟  له دغه ټولو  سره سره دافغانستان خلک په خپل هيواد  کې دسولې دخبرو دپيل له امله خوشبين دي او دجمهور رييس دغه خبرې چې وايي: (( دملي وحدت په حکومت کې دحذف سياست شتون نه لري، اساسي قانون دافغانانو لپاره خپل ځاى لري.  خو تروريستي  ډلې موږ ته ګواښ دى او له تروريستانو سره معامله ناشونې ده ) )، دخلکو ترمنځ دغه مفکوره پياوړې کوي چې دسولې خبرې دملي ګټو په تګلوري کې حرکت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته