سیاست

تبصره

کابل باختر د سلواغې  لومړى :
په داسې  حال کې  چې دهغو وسله والو کسانو شتون چې ويل کيږي دداعش په تروريستي سازمان پورې اړوند دي ، دهيواد په ځينو سيموکې زموږ دخلکو دانديښنې سببونه  برابر کړي دي .
امنيتي مسوولين تينګار کوي چې  په افغانستان کې دداعش فعاليت امکان مننوونکى نه دى بلکې دطالبانو افرادو په نوي تاکتيک سره صحنې ته وردانګلي دي .
دباختراژانس مبصر ليکي ، وړمه ورځ دسنامجلس  دهيواد دجګپوړو امنيتي مسوولينو دشتون ډګر و ، دغه مسوولين له هغه وروسته دسنامجلس  ته وروغوښتل شول چې په هيواد کې دناامنيو پراختيا ، دتروريستي پيښو زياتوالي او د هيواد په ځينو سيموکې دداعش  دډلې ظهور دخلکو ترمنځ انديښنې پيداکړي دي .  لکه څنګه چې هيله کيده له جګپوړو امنيتي مسوولينو سره دمشرانو جرګې دغړو دخبرو محور همدغه مسئلې وې سره له دې چې دهلمند،  فراه ، سرپل  او لوګر په ګډون دځينو ولايتونو اوسيدونکي  دوسله والو کسانو دغير معمولو فعاليتونو شاهدان دي چې  دطالبانو په نسبت  ددوى کړه وړه او عملونه توپير لري آن په ځينو سيموکې به دتورو بيرغونوپه پورته  کولو سره  چې دداعش دتروريستي ډلې هويت دى په يو ډول ځان معرفي کړى دى او دافغانستان په ځينو سيمو کې يې دداعش شتون په ډاګه کړ. خو جګپوړي امنيتي مسوولين په کلکه په دې باور دي چې دغه کسان په داعش پورې اړه نه لري . داعش په افغانستان کې دفعاليت  امکان نه لري . بلکې هغه کسان چې غواړي دداعش په هويت سره صحنې ته ورودانګي هماغه پخواني طالبان دي چې نوى تاکتيک يې غوره کړى دى .
دملي امنيت دلوى رياست لومړى  مرستيال حسام الدين حسام وايي حالت لکه څنګه چې ښودل شوى دى ، نه دى له بده مرغه په دې برخه کې زيات تبليغات شوي دي چې دخلکو مورال کمزورى شي  دايو تبليغ دى . هغه تبليغ چې ددغه هيواد ددښمنان له نوي تاکتيک سره يوځاى دى .
  دملي دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې دداعش دپيدايښت په برخه کې سناتورانو ته وويل چې طالبانو دوګړنيو پاڅونونو له ويرې نوى تاکتيک غوره کړى دى او هغه دداعش دهويت انتخاب دى چې ځان ديوه کاذب  هويت ترسيوري لاندې وساتي .
په سنا مجلس  کې دجکپوړو امنيتي مقاماتو له څرګندونو څخه داټکى په ډاګه شو چې داعش په افغانستان کې دفعاليت امکان نه لري او نه شي  کولاى  چې په دغه هيواد کې څرګند شي . دغه څرګندونې کيداى شي دهغو خبرو عکس وي چې دداعش دپيدايښت  په برخه کې شوي دي .
بايد وويل شي  هغه کسان چې په خپلو سيمو کې يې دداعش پيدايښت په  ډاګه کړى دى يواځې ديوې خاصې سيمې  اوسيدونکي نه دي بلکې په ملي شورا کې دخلکو يوشمير وکيلانو او ديوشمير ولايتونو ځينو سيمه ئيزومسوولينو په خپلو سيمو کې دداعش دپيدايښت په باب خبرې کړي دي .
دامنيتي مقاماتو څرګندونې کولاى  شي خلکو ته بيا ذهني  ارامي پيداکړي خوهير دې نه شي لکه څنګه چې دوى ويلي دي ددښمن تاکتيک دبدلون په حال کې دى .
امنيتي بنسټونه په تيره بياکشفي او استخباراتي برخې دې  ددښمن دغه تاکتيک تعقيب کړي چې خداى مه کړه داسې ورځ رامنځته نه شي  چې تبليغ او تاکتيک دهيواد په لور دداعش لاره اواره کړي .
هير دې نه شي چې طالبان په ښکاره دخپل فعاليت او ماموريت  په پيل کې  دسولې ، دوسلو دراټولولو ، دقوماندان سالارۍ  دپاى ته رسولو ، دفساد دټغر دراټولولو او دشريعت دجاري کولو په شعار سره څرګند شول او له جګړې  څخه ستړو خلکو په ښه توګه هغوى ته هرکلۍ  ووايه خو وروسته  وروسته  معلومه شوه چې طالبان څه پروژه وه او دڅه لپاره رامنځته شوي و .
دهيواد داوسني حالت او احوال چې په هغوکې  سيمه ئيزو زور زياتي  اقتصادي بې وزلي  ، ناامني اوګروهي او قومي تمايلات څرګندې نښې نښانې لري، کيداى شي دنورو پيښو لپاره زمينه برابره کړي چې بايد دهغو په نسبت محتاط واوسو او بايد دحالاتو پرمختياوې هيرې نه کړو . دلته اساسي شرط  دحکومتوالۍ د لارو چارو ښه کول دي داسې حکومتوالي  چې دملت او دولت دنږدي والي سبب شي او اوسنۍ ناخوالي پاى ته ورسوي  سمونې رامنځته کړي او دافغانستان  ددولت په نسبت  باور او اعتماد چې دملي او دډله ئيزې ادارې تمثيلوونکى دي زيات کړي ددغه شان ادارې په شتون کې نه يواځې طالبان چې په اوس وخت کې دخلکو دکرکې وړ دي بلکې نور جريانونه به چې دبهرنيو استخباراتو زيږنده دي هم دتباهۍ کندې ته ټيل ووهل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته