سیاست

تبصره

 کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي دولت او دوسله والو طالبانو ترمنځ دمنځګړيتوب په باب دچين ددولت رسمي وړانديز  يو  ښه خبراو  دافغانستان دقضيې  په حل کولو کې يو مثبت انکشاف دى ؛ که چيرې  په جديت او واقعبينۍ سره تعقيب شي  ، ښه لرليد به ولري .
دباختراژانس  مبصر ليکي ،
په دې وروستيو وختو کې  دچين دبهرنيو چارو وزارت وياند اعلام وکړ چې هيواد يې  دافغانستان ددولت  او دوسله والو طالبانو ترمنځ  منځګړيتوب ته چمتو دى .
ده  دکابل او اسلام آباد ترمنځ د اړيکو په ښه والي کې  نويو انکشافاتو ته  داشارې په ترڅ کې  هيله کړې ده  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې په افغانستان کې سوله واکمنه شي او چين دافغانستان ددوست او ګاونډي هيواد په توګه په دغه هيواد کې انکشافات  له نږدې تعقيبوي .
دچين دبهرنيو چارو وزارت وياند يوځل بيا په دي ټکي باندې ټينګار کړى دى  چې چين  په افغانستان کې دسولي دبهير ملاتړ کوي او په دي بهير کې به  خپل مثبت رول تعقيب کړي .
دافغانستان ددولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ  دمنځګړيتوب په باب  دچين ددولت  رسمي وړانديز يو ښه خبر او په ورته وخت کې  دافغانستان دقضيې په حل کولو کې يو مثبت انکشاف دى .او دسيمه ئيزو همکاريو نښه نښانه ده چې  دافغانستان دولت دهغو په ودې او پراختيا باندې ټينګار کوي او داکار په سيمه کې د شتو ستونزو دله منځه وړلو لپاره  ښه عامل بولي .
له بلې خوا دافغانستان دولت په وار وار  په دې ټکي باندې ټينګار کړى دى چې دافغانستان ستونزه  بهرني  اړخونه لري او هغه څه چې په افغانستان کې تيريږي زياتره  ددغه هيواد له پولو څخه بهر  جرړې لري . او تر هغه وخته پورې  چې دسيمې او نړې په کچه  دبنسټيز حل لپاره  يوه کلي عقيده  پيدا نه شي ؛ سخته ده  چې دافغانستان دقضيې او ددغو ستونزو دلرې کولو په باب  چې سيمې ته متوجه دي ؛ خبرې وکړو .
دافغانستان دولت  په يوه  فعاله  اومنطقي  ديپلوماسۍ کې هلې ځلې کوي  چې دافغانستان دقضيې بهرني عوامل  له منځه يوړل شي او په کورني  اړخ کې ددې اصل په پام کې نيولو سره  چې افغانان ديوبل  دزغملو قدرت لري  او دخپلوکورنيو ستونزو دحل کولو په نسبت خپلوغوره دودونو او عنعناتو ته  مخه کوي دستونزو کورنۍ حل  لرې نه بريښي .
په بهرني اړخ کې ، دافغانستان دولت  داغيزمنو هيوادونو په بې طرفو او رغنده کړنو حساب کوي  او چين  ددغه شان هيوادونو په ډله کې دى .
چين ددې تر څنګ چې دافغانستان  په ګاونډيتوب کې دى ؛ په افغانستان کې يوستر پانګې اچوونکى هيواد دى . او دنړۍ  ډيرستر اقتصادي  اونظامي قدرت  بلل کيږي . او له ټولو څخه مهمه داچې  چين له پاکستان سره  نږدې اړيکې لري .  ددغه هيواد اقتصاد  آن امنيتي  ځواک  او اردو  دچين  دهمکاريو تر اغيزې لاندې  دى . په داسې حال کې چې  افغانستان  او دهغه خلک پاکستان  ددغه هيواد ددولت  دوسله والو مخالفينو  کوربه بولي  د وسله والو مخالفينو  او دطالبانو  مشران په پاکستان کې  ديره  دي؛ آن  خبره په دې ځاى کې ده هغه ټولې اوسنۍ پيښې  چې دافغانستان له خلکو څخه قرباني  اخلي .
په پاکستان کې  جرړې لري  او چين به  په دغه هيواد  دخپل نفوذ  او امکاناتو  په پام  کې  نيولو سره  وکولى شي ، پاکستان  په افغانستان کې  واقعيتونو ته  په مخې کولو  متقاعد کړي . هغوى دې ته وهڅوي  چې  دسيمه ئيزې همکاري  اصل ته  مخه وکړي  او دافغانستان  له وسله والو مخالفينو سره  دوسيلې په توګه  کار اخيستل پاى ته ورسوي .
  دافغانستان دسولې او خبرو په بهير کې دچين  ورګډيدل  کولى شي  دسيمه ييزې همکاري  روحيه  پياوړۍ  کړى  .  بي باوري  او بي اعتمادي  کمې کړي .
  دافغانستان ددولت  او دهغه دمخالفينو ترمنځ  دمنځګړيتوب په باب تيارى کولى شي  دغه هيواد ته دجمهور رييس غني  دسفر پايله وي .
محمد اشرف غني چين ته  په خپل سفر کې  چې  دجمهوري رياست  دمقام  له ترلاسه کولو وروسته  دغه هيواد ته دده  لومړنى رسمي سفر و ،  له دغه هيواد څخه وغوښتل چې دافغانستان دسولې په بهير کې  همکاري  وکړي .
  له دغې بلنې وروسته  ، په دې برخه کې دچين اقدامات  جدي شول  اويوځل  دطالبانو له خوا  يوهيئت  له قطر څخه چين ته لاړ .  سره له دې چې  له چينايي مقاماتوسره  ددغه هيئت  دکتنې  جزئيات  نه دى ترلاسه شوى  خو  سياسي کارپوهان  په دې باور دي چې  ښايي  طالبانو  دافغانستان دسولې په بهير کې دچين  درول په نسبت  چين څراغ  ښودلى دى . او چين  دې ته هڅول شوى دى چې په دې برخه کې زيات اقدامات ترسره کړي .
دافغانستان خلک  په دې ترڅ کې چې  دخپل  ختيځ ګاونډي  د وروستيو اقداماتو هرکلى کوي ، هيله لري  چې دغه هلې ځلې  په جديت  او واقعبيني سره  تعقيب شي  چې پايلي يي  مثبتې  او رغنده وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته