سیاست

تبصره

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
عربي  متحده امارات په اقتصادي او سياسي لحاظ د اسلامي هېوادونو ترمنځ  يو اغيزمن هېواد دى  او د افغانستان دولت په اقتصادي وده  او د سولې بهېر ته د وسله والو مخالفينو په جلبولو کې ددغه هېواد رول  ارزښتناک  بولي.
د باخترآ ژانس مبصرليکي : 
له اسلامي هېوادونو سره د اړيکو ټينګښت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د بهرني سياست په کړۍ کې  ځانګړى ځاى لري او له اسلامي ټولنو سره د اړيکو څرنګوالى  د جمهور رييس غني له  خوا  په څرګند  ډول  تعريف   شوى دى .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت  جمهور رييس محمد اشرف  غني په وروستيو وختو کې د دوه ورځني سفر لپاره متحده عربي اماراتو ته  لاړ.
عربي متحده امارات دريم اسلامي هېواد دى چې  جمهور رييس  غني دجمهوري رياست دمقام  له  ترلاسه کولو  وروسته  دغه  هېواد ته  سفر کوي .
متحده عربي اماراتو  ته  د جمهور رييس غني د سفر په  اړوند  د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې ويل شوي  دي  چې دى به  په دغه  هېواد کې  د استوګنې په وخت کې  د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره دافغانستان او دمتحده عربي اماراتو ترمنځ  د اړيکو دټينګښت په باب خبرې اترې  وکړي او ددغه هېواد له پانګه والو سره د کتنې په ترڅ کې به  هغوى  دې ته  وهڅوي چې  په افغانستان کې  پانګونه وکړي .
په اسلامي نړۍ کې  له اغيزمنو هېوادونو څخه د استفادې په مقصد دافغانستان  د دولت  ديپلوماتيکي هلې ځلې يوه  ښه مفکوره  ده .
متحده عربي امارات  چې په اسلامي نړۍ کې  اغيزمن هېواد  او له اقتصادي پلوه بډاى هېواد دى؛ کولاى شي د سولې بهير ته د وسله والو مخالفينو په  جلبولو کې رول ولوبوي .  دغه هېواد  پخوا هم د افغانستان  د بيلابيلو ډلو  دغونډې کوربه  و  چې په بيلابيلو مفکورو سره  راټولې  شوې وې .
دغه راز متحده عربي امارات له هغو هېوادونو سره  ښې اړيکې لري چې په يو ډول نه يو ډول په طالبانو باندې اغيزمن دي . هيلې په دې دي چې متحده عربي امارات  وکولاى شي په  افغانستان کې  په  پروګرام جوړولو  کې خپل فعال رول ولوبوي اوله افغانانوسره سولې  اوثبات ته په  رسيدو کې  مرسته وکړي .
  دلته  داسلامي ټولنو اخلاقي او وجداني  رول د ستاينې او اهميت وړ دى  ځکه  د افغانستان جګړه  له مسلمان وژنې پرته  بله نتيجه نلري .
  په افغانستان کې  د جګړې په  دوام سره تباهي رامنځته کيږي ځکه په  دواړو لورو کې يې مسلمانان قرباني کيږي .
د دغه شان تاوتريخوالي او ناخوالو له منځه  وړل ؛ د اسلامي ټولنو په همکارۍ  امکان لري او افغانان د اسلامي هېوادونو شفافو او صادقانه همکاريو ته اړتيالري  چې په  هېواد کې يې  ورور وژنه   پاى ته ورسيږي .
سره  له دې  چې په افغانستان کې  خبره د مسلمان وژنې ده خوله  بده  مرغه  ځينې اسلامي هېوادونه د افغانستان په نا امنيو او بې ثباتۍ کې  ونډه  لري . په داسې حال کې چې د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان په ګډون اغيزمن اسلامي هېوادونه کولاى شي هغه هېوادونه  چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او دغه هېواد ته دبنسټپالنې د صادرولو عامل دي؛ دې ته وهڅوي چې اسلامي اخلاق  غوره کړي  او دخپلو مسلمانو ورونو په وړاندې دې  له ماجرا غوښتنو او له  تګۍ او برګۍ څخه  دې لاس  واخلي .
د متحده عربي اماراتو په ګډون له اسلامي هېوادونو څخه دافغانستان دخلکو غوښتنه او هيله په ډاګه او څرګنده ده اوله شک پرته هم دوى  د افغانستان په نسبت  په مثبت نظر سره ګوري  .
له بلې خوا متحده عربي  امارات ، سعودي عربستان، قطر ، کويټ  او د خليج د  حوزې  نور هېوادونه په هغه پياوړي اقتصاد سره چې لري يې؛ کولاى شي  په افغانستان کې  دپانګونې  ښه  عامل شي .
افغانستان  هغه هېواد چې  د مهاجرتونو  لوړه کچه لري  ؛ ګډوډ اقتصاد يې  ددې سبب  شوى  دى  چې يو زيات شمېر  ځوانان يې  د مهاجرت لاره غوره کړي.
دغه راز د يو مناسب اقتصاد نشتوالى د افغانستان  د نا امنيو د دوام  لپاره زمينه برابروي او يوازې پانګونه او  کار موندنه  کولاى شي  دغه شان  ستونزې  کمې کړي. د ستونزو په  کمښت سره افغانان کولاى شي ځينې هغه انديښنې چې د افغانستان  له خوا  نورو ته  متوجه  دي ، پاى ته  ورسوي.
دغه راز د افغانستان  دولت  په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې  بهير آسانه  او لنډ کـــړى دى چې کيــداى شي د فارس د خليج  د حوزې  په  ګـــډون  د  بل هېواد د پانګونې لپاره فرصت وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته