سیاست

تبصره

کابل باختر د مرغومي  اوولسمه :
دملي وحدت دحکومت سل لومړۍ  ورځې تيرې شوې ، سره له دې چې ددغه حکومت دکړنو دڅرنګوالي په باب زياتې څيړنې اونيوکې کيږي خو دملي وحدت  دحکومت کړنې يو لړ څرګند شاخصونه لري ، چې نه شو کولاى په هغو سترګې پټې کړو .
دباخترآژانس مبصر ليکي :  د ملي وحدت دحکومت سل لومړۍ ورځې تيرې شوې هغه سل ورځې چې دستونزواو چلنجونو ترڅنګ يې خپل پرمختګونه او انکشافات هم لرل ؛ له بده مرغه يوشمېر سياسي کارپوهان او منتقدين زياتره دملي وحدت دحکومت د کړنو په باب له منفي زاويو څخه تعبير او تفسير کوي  ، په   دې  کې دشک ځاى نشته چې دملي وحدت حکومت دسلو لومړيو ورځو په بهيرکې  په ځينومواردو کې محدودې کړنې لرلې خو نه شو کولاى د اوسنيو ستونزو په شتون کې لومړۍ سل ورځې ديوه دولت دټولو کړنو هنداره وبولو ، تير او راتلوونکي دهغې په شتون کې قياس  کړو .
که چيرې اوسنيو واقعيتونو  په تيره بيا هغو انکشافاتوته چې دتيرو سلو ورځو په بهيرکې رامنځته شوي دي . دقيق شو ؛ دولت دځينوچارو په ترسره کولو بريالى شوى دى چې کيداى شي ددقت او اهميت وړ وي اوبايد يواځې دکابينې په معرفي کولوکې ځنډ ددغه حکومت ددغو کارونو عامل وبولواو دغه مسئله کلي چلند وبولو . 
سل لومړۍ ورځې دملي وحدت دحکومت په جوړولو سره پيل شوې چې په مثبتو کارونوسره يې دوام وکړ؛ په دې موده کې موږ دافغانستان او امريکا او دافغانستان او ناتو ترمنځ  دامنيتي موافقه ليکونو دلاسليک کولو شاهدان وو ،  چې دراتلوونکو کلونو لپاره له افغانستان سره نړيوال ملاتړ يې لاپسې  جدي او يقيني کړ ؛ ددې تر څنګ دبهرنيو محاربو ځواکونو د وتلو بهير بشپړ شو او دهيواد دمستقلانه دفاع بهير هغه هم دهيواد دامنيتي بنسټونو په همت او ځواکمنۍ  پيل شو .
دولت اصلاحي پروګرامونه په تيره بيا په ادارو کې داصلاح پروګرام ترلاس لاندې ونيوه اودموازي ادارو د ادغام طرحه رامنځته شوه چې تحقق يې کولاى شي دادارې ګډ وډولو مخه ونيسي
دتيرو سلو ورځو په  بهير کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت په سياسي او ديپلوماتيک اړخ کې زيات پرمختګونه ترلاسه کړل او په افغانستان کې دسولې دبهير دپياوړتيا په مقصد له اغيزمنو هيوادونو څخه داستفادې په لاره کې هلوځلو زور واخيست .
سعودي عربستان ته دجمهوررييس اشرف غني لومړى سفر ترسره شو چې دسولې له بهيرسره  دوسله والو مخالفينو دپيوستون په مقصد ددغه هيواد ددولت له امکاناتو  سره استفاده وشي .
دغه  انګيزه چين او پاکستان ته دافغانستان دجمهور رييس په سفرونوسره زيات پياوړى شو اوهمدغه  هلې ځلې وې چې چين دګاونډي هيواد په توګه او په پياوړي اقتصاد سره دې ته حاضر شو چې په افغانستان کې دسولې دخبرو په بهير کې شريک شي او په دې لاره کې  دسيمې په کچه له خپلو امکاناتوڅخه استفاده وکړي.
دافغانستان  ددولت ديپلوماتيکي هلې ځلې هغه هم  په همدغو لومړيو سلو ورځو کې وې چې پاکستان  هغه هيواد چې دافغانستان ددولت دوسله والو مخالفينو ملاتړى اوزموږ په هيواد کې دناامنۍ  په دوام عامل پيژندل کيده ، دافغانستان په وړاندې  نوى  چلند غوره کړ؛ آن  ددغه هيواد سياستوالو او دولتي چارواکو دافغانستان په وړاندې په خپلو تير وتنو اعتراف وکړ .
دغه راز دافغانستان دولت دلندن دکنفرانس په دقيق مديريت سره نړۍ بيا افغانستان ته متوجه کړي او له افغانستان سره داوږدمهال ملاتړ په وړاندې دهغوى ژمنې نوې کړي .
ددغومسئلو ترڅنګ  دافغانستان دولت وکولاى شول وسله وال مخالفين دې ته وهڅوي چې دسولې بهير ته مخه وکړي .
  دغه پروګرام له يو لړ برياليتوبونوسره يوځاى وو او څو ډلې وسله وال مخالفين دهيواد دشمال په ولايتونو کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول .
دغه راز په تيرو سلو ورځو کې څو قوانين چې کيداى شي دادارې نظم او دښې حکومتوالۍ لپاره اغيزمن وي ، دجمهور رييس  له خوا توشيح شول او نور کارونه سره له دې چې دولت په تيرو سلو ورځو کې يولړ برياليتوبونه لرل ؛ خو دخلکو رنځورتيا ، دهيواد ګډوډ اقتصادي حالت او نورې ستونزې ددې سبب شوې چې له دغه دولت  څخه  دخلکو هيلې زياتې شي .
په دې کې  دشک ځاى  نشته چې دولتونه هريو خپل دوستان  مخالفين ، منتقدين او دښمنان لري .
دافغانستان دولت هم په جدي ژمنوسره  خپل کار پيل کړ خو ددې هيواد دښمنانو په ګډه هلې ځلې  وکړې ؛ پيښې  يې رامنځته کړې ؛ پروګرامونه يې جوړ کړل چې دهغو ژمنو او تحقق خنډ شي چې دخلکو په نسبت ددولت له خوا شتون درلود .
هيره دې نه شي چې په تيرو سلو ورځو کې افغانستان په تيره بيا پايتخت د ډيرو ناوړو تروريستي  فعاليتونو ډګر و.  ددغه شان پيښو حجم دومره  جدي او دروند و چې په تيروديارلسو کلونوکې يې سارى نه درلود.
ددغه شان ناخوالو په څپو کې و چې دافغانستان دولت خپل کار پيل کړ او دوام يې ورکړ او ددغو ټولو ژمنو د تحقق لپاره زمينه برابره  شوه ځکه ددولت لومړيتوب امنيت او اصلاحات وو، هغه ژمنه چې دهغې په نسبت  پابندۍ شتون لري خو په دې ترڅ کې  دکابينې په معرفي کولوکې نه ځنډ ديوې  جدي ستونزې په توګه تبارز کړى دى .
هغه ستونزه چې ددرک وړ ده چې حل کول به يې  د نورو ستونزو دحل کولو زمينه برابره کړي ددولت مسوولين ژمن دي چې دغه ستونزه به هم په څو راتلوونکو ورځو کې حل شي او دسولې داعاده کولو ، سوکالۍ اودبيا جوړولو په لور به ډله ئيز خوځښت جدي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته