امنیت

تبصره :

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
د مرغومي په مياشت کې دامنيتي منسوبينو د ميړانې  او زړورتيا نمانځنه يو معقول او خردمندانه  تصميم دى .
جوته ده چې د هېواد امنيتي ځواکونو په ډيرو سختو ورځو  او په  حساسو شيبو کې  د دې هېواد د اصيلو او حقيقي  مدافعانو  په توګه عمل کړى دى ، د هغوى حق بايد وپيژنو او هغوى د دې هېواد  د اصلي وارثانو په توګه  وستايو.
د باخترآژانس مفسر ليکي :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دنړيوالې مرستې او همکارۍ له ځواکونو څخه  د هېواد د امنيتي ځواکونو د مستقلې دفاع  او افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهېر دبشپړولو په باب چې دهېواد د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع مسووليت په غاړه  اخلي؛ يو حکم صادرکړ او طرحه يې کړه چې د مرغومي مياشت دې د هېواد د امنيتي ځواکونو د ميړانې او زړورتيا د ستاينې د مياشتې په نامه ونومول شي او  ونمانځل شي .
جمهور رييس په دې حکم کې له ټولو دولتي بنسټونو، ټولنيزو سازمانونو او د هېواد له رسنيو څخه وغوښتل چې د دغو مناسبتونو د پرتمينې نمانځنې په مقصد  د ګټورو تدبيرونو په منعکس کولو کې  خپل هېوادپال رول ولوبوي.
په مسلمه توګه هغه کسان چې په اوسنيو نازکو شرايطوکې د هېواد د دفاع او د افغانستان د پت او ناموس د ساتنې مسووليت په غاړه لري؛ د ستاينې وړ او د هېواد  د مصيبت ځپلي ملت  د سترګو  کسي دي .
دوى په باطل د حق د جګړې او د دې هېواد د څرګندونو او پټو دښمنانو د توطيو او دسيسو د شنډولو په سنګرونوکې چې د سيمې  په استخباراتو پورې  په تړلتيا سره  زموږ دبيګناه خلکو د وينې د تويولو او  وژنې او د دې هېواد  د ورانولو او تباهۍ په لټه کې دي ، جنګيږي ، د ستاينې  او قدردانۍ  وړ دي.
ځکه  د دوى د پياوړو  مټو او د لوړ همت په برکت دى چې خلک د امنيت خاوندان کيږي  او عمراني او ساختماني پروژې يوه په بلې پسې عملي کيږي .
دا نوره پټه نه ده چې په  دې هېوادکې هر برياليتوب د هغو ځوانانو د تودو وينو  د تويولو حاصل  دى چې د هېواد د امنيتي ځواکونو  په ليکوکې  يې  د هېواد، دين  او خلکو د دفاع او ساتنې په  خاطر يو موټي شوي دي او د دښمنانو د سترګو د اغزيو په  شان هره ورځ حماسې رامنځته کوي او د هېواد د آبادۍ او آزادۍ او د ډار اچوونکو او د پرديو د ګوډاګيانو له شرڅخه د هغه د ژعورنې په لاره کې  جنګيږي .
دوى د دې هېواد په هر وګړى حق لري  او د هېواد د نن  ورځې او سبا تاريخ  به دوى د دې هېواد د اصيلو اتلانو په توګه ياد کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته