امنیت

تبصره :

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
د مرغومي د مياشتې شپږمه نيټه  د ابرقدرت   د جنايت  تداعي    کوونکى  او 
د تيري څرګندوى ده چې په  يوه کمزوري منطق سره يې د يو داسې هېواد په لور مخه وکړه  چې خپل  فرهنګ ، دود او باورونه يې  لرل.
د باختر آژانس مبصر ليکي :
پنځه ديرش کاله  مخکې  د ١٣٥٨ کال  د مرغومي دمياشتې په شپږمه  نيټه سره پوځ  د ټولو نړيوالو  معيارونو په تر پښو لاندې کولو سره ، د افغانستان په  خاورې تيرى وکړ . دپخواني شوروي څه دپاسه  سل زره تنه پوځيان  په قوي حربي امکانانو سره د افغانستان  خاورې ته ننوتل چې په خپله د دوى په اصطلاح  نړيوال  انترنالسيوناليزم ته ځواب  ورکړي اوپه افغانستان کې  خپل بند پاتې شوي ملګري وژغوري.
دسره پوځ تيرى ټيک په داسې وخت کې وشو چې دحفيظ الله  امين زندۍ کوونکى  په وګړنيو او هراړخيزو پاڅونونوسره  دراپرځيدو په حال کې و او دې کار کولاى شول دپخواني شوروي ګټې  چې په افغانستان کې دچپي جريانونو په شتون کې  ساتل کيدې  له خطر سره مخامخې کړي .
د کريملن دوخت واکمنانو په افغانستان دتيري او اشغال په باب  دتصميم په نيولو سره  نه يوازې  ديو مسلمان هېواد  له برخليک او راتلوونکي سره  لوبه وکړه  او په دغه  هېواد کې  د جنګي  جنايتونو تر پولې پورې  وړاندې لاړل  بلکې  دنړيوالو  آن  دهغو هېوادونو  ترمنځ  چې په اعتقادي  او اداري لحاظ ټولنې يې  په پخواني شوروي باور مند وخپل عزت او اعتبار له لاسه ورکړل.
دمرغومي شپږمه دافغانستان په معاصر تاريخ کې   توره او تورتمه ورځ ده  چې   په هغې کې  له تيري پرته  هيڅ توجيه ، منطقي نه بريښي  .
که څه هم  دشوروي  سور پوځ دافغانانو  دبې ساري مقاومت له لسو کلونو وروسته  ددغه هيوادله خاورې څخه وتلو ته اړ شو  خو  ددغه تيري له امله رامنځته شوي مصيبتونه تراوسه پورې دافغانستان دخلکو له ستونې څخه   لاس نه اخلي .سره له دې چې له افغانستان څخه دسره پوځ   له تيښتې څخه  شپږويشت کاله تيرشول  خو جګړه او بحران دپخوا په شان له افغانانو څخه قرباني اخلي  او سوله لا تراوسه پورې هم  دافغانانو لپاره  ديو خوب په توګه پاتې ده .
نن ورځ  هر مصيبت او ويجاړتيا چې په هېواد کې شته  دسره پوځ په تيري کې  جرړې لري . ځکه  تيرى  له  کوم دليل پرته او  ددوى له توجيه پرته و چې  په سيمه کې  دافراطيت درامنځته کيدو  زمينه يې برابره کړه  او ددې ترڅنګ يې  دافغانانو په چارو کې په لاسوهنه کې د نورو هېوادونو لاس  لاپسې اوچت کړ او  له دغو  هېوادونو  او جريانونو سره  ديوشمير افغانانو دنفوذ مننې  سبب شول .
دسره پوځ  تيرى او دافغانستان اشغال  زموږ په  هېواد کې   دبنسټونو دويجاړتيا سبب شول .
دکمونيزم  له بار څخه دخلاصون او د سره پوځ   دشړلو لپاره  مجاهدت  دسلګونو تنو افغانانو سرونه قرباني کړل او دڅومليونو تنو افغانانو  معلوليت او مهاجرت يې  په ځان پسې  لرل .
ددغو ټولو زياتو تاوانونو او دسرد درندو زيانونو ترڅنګ دسره پوځ تيري دنړيوالې ودې اوپراختيا له کاروان څخه دافغانستان له بيرته پاتې والي پرته بله پايله نلرله . اوس چې  دسره پوځ له تيري څخه  پنځه ديرش کاله او دهغه له تيښتې څخه شپږ ويشت کاله تيريږي  په افغانستان کې  تيرى اولاسوهنه دوام لري  او په نورو  نومونو  نور لاسونه  هلې ځلې کوي  چې ځان  ددغو خلکو  په برخليک  واکمن کړي .
په داسې حال کې چې  دپرديو دمفکورو اوپديدو په وړاندې   ميړانه اومقاومت دافغانانو دبرخليک يوه برخه ده   او دغه  نا خوالې او شخړې   دافغانانو دزياتې وينې د توئيدو اوددوى دهېواد دزياتې ويجاړتيا سبب شوي دي   او لاتراوسه  پورې هم افغانستان  له سياسي  ، امنيتي  او اقتصادي ثبات سره واټن لري .
هغه څه چې وويل شول  ديو تيري بيانول   او نښې نښانې دي  چې په يوه ملت شوى دى . خو دغه  خبرې نه شي کولاى  زموږ خلکو اوسياستوالو ته برات ورکړي او موږ ځانته دتيرو پيښو ترشا ځاى ورکړو او دراتلوونکي په باب شکايت وکړو .
ددې هېواد دښمنان هيڅکله دخلکوپه وړاندې آرام  نه  وو  او که چېرې ددغه هېواد ددښمنانوله خوا همدردۍ او همکارۍ ته سترګې په لاره واوسو   دا يو  درواغو ډک  خوب او بې بنسټه  خيال دى  ، واقعيت دا دى چې موږ بايد ځان  ددغو پيښو په ژورتيا  کې ووينو اوځان تثبيت کړو  دتيرو پيښو بيانول  کيداى شي زموږ لپاره د عبرت درس  او دراتلوونکي په لور  لارښود وي او اوس ددې وخت رارسيدلى دى چې زموږ  دولتي چارواکي ، مخور ، سياستوال  اوفعالين په کار لاس پورې کړي  او دايمان په  قوت او دملي وحدت په اصل  په ډډې لګولو سره ، خلک يو موټي کړي او ديوې  سمسورې  او پياوړې ټولنې  دجوړولو لپاره په کار لاس پورې کړو او دنورو ټولنو ترمنځ  ځان تثبيت کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته