تبصره

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
افغانستان ته دترکيې دجمهور رييس رجب طيب اردوغان سفر نه يواځې دافغانستان او ترکيې په اړيکو کې نوى فصل پرانست، بلکې سيمه ييزه همکاري او همغږي يې مخ په وړاندې يوبل ګام کيښود او دغه دواړه هيوادونه يې په ستراتيژيکي همکارانو بدل کړل .
د باختر آژانس مبصر ليکي:
افغانستان او ترکيه خپلو دوه اړخيزو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي .ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي لرغونتيا لري او په باور سره کولاى شو ووايو چې افغانان او ترکان ديو بل  دوديز دوستان دي .
معاصر تاريخ ددغو دواړو هيوادونو د زيات نږديوالي څرګندوى دى، په تيره بيا کله چې افغان ترقي غوښتوونکي باچا شاه امان الله خان هلې ځلې وکړې چې دترکانو له ځينو تجربو څخه دخپل هيواد دخلکو دسوکالۍ او آرامۍ لپاره استفاده وکړي .
ده دترکيې د وخت له مشر کمال اتاترک سره نږدې اړيکې ټينګې کړې او د دواړو هيوادونو وروستيو مشرانو دغو اړيکو ته ديو دود په توګه دوام ورکړ او اوس دافغانستان او ترکيې ترمنځ اړيکو هغه هم افغانستان ته د ترکيې د جمهور رييس رجب طيب اردوغان له سفر او د دواړو هيوادونو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک له لاسليک وروسته نوى نفس واخيست.
افغانستان ترکيې ته په سيمه کې ديوه اغيزمن هيواد په توګه ګوري، ځکه جګړې ځپلى افغانستان د دوستو هيوادونو په تيره بيا دهغو هيوادونو چې له سختو پړاوونو څخه دتيريدو تجربې لري ؛  تجربو او مرستې ته اړتيا لري.
ترکيه په مناسب اقتصاد، معتدل سياست، مناسب جغرافيايي موقعيت او فرهنګي نږيوالي سره د افغانستان لپاره ښه الګو ده چې کولاى شو له تجربو څخه يې داقتصادي اصلاحاتو ، عامه سوکالۍ ،ظرفيت جوړولو ،بشري ځواکمنۍ ،ترانسپورت ،کرنې او سوداګرۍ په لاره کې استفاده وکړو.
له بلې  خوا :  افغانستان له زياتې مودې راپه دې خوا له مذهبي بنسټپالنې ،تروريزم او نا امنۍ سره دمبارزې ډګر دى ، په داسې حال کې چې ترکيه په دې وروستيو وختو کې دځينو تروريستي فعاليتونو شاهده ده او دا ښيي چې مذهبي بنسټپالنه چې دتروريزم له ودې سره جوخته ده. سيمه ييز ثبات او سيمه ييزو همکاريو ته يې جدي خطر متوجه کړى دى چې لمنځه وړل يې يوازې او يوازې په متقابل درک او همکارۍ کې شوني دي.
ترکيه او افغانستان په دغه شان نظر سره ديوبل ترڅنګ ولاړ دي.
ترکيه لکه څنګه چې په زياترو حالاتو کې له افغانانو سره په همفکرى او تعامل کې ده ، د پاکستان ستراتيژيکي دوسته او همکاره هم بلل کيږي. په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان له زياتې مودې راپه دې خوا د مشخصو دلايلو له مخې له يوبل سره ستونزې لري ، خو ترکيه نه غواړي چې دخپلو دوو دوستانو ترمنځ ستونزه پراختيا ومومي.
  په همدې دليل و چې انقرې دڅو تيرو کلونو په بهير کې دافغانستان او پاکستان دمشرانو کوربه توب کړى دى چې ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ منفي نظر دمتقابل درک او همکارۍ په لور خپله لاره پرانيزي.
دترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان په کابل کې دخپلې استوګنې په وخت دافغانستان او پاکستان په نږديوالي کې دخپل هيواد په ژمني باندې ټينګار وکړ او ويې وويل چې ترکيه به د دواړو هيوادونو دمشرانو دراتلوونکې غونډې دکوربه توب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په ډانګ پييلي ډول يې وويل چې ترکيه نه غواړي چې دافغانستان او پاکستان ستونزې پراخې شي.
په افغانستان کې سياسي کارپوهان سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کې دترکيې او دنورو هيوادونو دهڅو او هاند هرکلى کوي ؛ خو په دې ټکى باندې ټينګار کوي چې دافغانستان مشرانو څو ځلې دترکيې،انګلستان او دنورو هيوادونو په کوربه توب دپاکستان له مشرانو سره ليده کاته کړي دي. خو دغو غونډو ونه کړاى شول دافغانستان په چارو کې دبهرنيو لاسوهنو حجم کم کړي .
دافغانستان خلک هيله لري چې دغه هڅې په راتلوونکي کې په يوه عملي چلند سره تعقيبې شي او دافغانستان خلک له ترکيې ، ديو داسې هيواد په توګه له هغې سره اړيکې دوديزې دي او اوږده تاريخي لرغونتيا لري او اوس دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک په لاسليک کولو سره يې نوى فضل پيدا کړى دى ، غواړي چې پاکستان د مذهبي افراطيونو او په هغو پورې د اړوندو تروريستي کړيو دفعاليتونو له امله په رامنځته شويو خطرونو زيات خبر کړي او دسيمه ييزې همکارۍ په لور ددغه هيواد زياته همکارۍ جلب کړي، ځکه دجمهور رييس اشرف غني احمدزي په خبره بنسټپالنه ګډ خطر دى او له سيمې څخه دهغه له لمنځه وړلو پرته نه شو کولاى په اقتصادي سوکالۍ برلاسي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته