اقتصاد

تبصره

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
افغانستان دشانګهاي داقتصادي همکاريو سازمان ته يو اغيزمن اقتصادي سازمان په توګه ګوري  ځکه په دې باور دى چې ددغه سازمان دغړو ترمنځ دباور ، پيوستون اوهمکاريو ټينګښت کولاي شي په سيمه ئيزو اړيکو کې ستر بدلونونه رامنځته کړي .
دباخترآژانس مبصرليکي .
دشانګهاي داقتصادي همکاريو په سازمان کې دغړو هيوادونو او دکتوونکو هيوادونو مشرانو داقتصادي همکاريو دنږدې والي په مقصد خپله غونډه پرون دتاجکستان  په دوشنبې ښار کې پيل کړه، هغه څه چې  دمشرانو دغونډې  له اجندا څخه  جوتيږي  ددوشنبې په غونډه کې نه يوازې  دسازمان داصلي هدفونو په باب چې داقتصادي همکاريو وده او له تروريزم سره مبارزه ده دنويو غړو  دمنلو او دنازکو  نړيوالو  مسئلو په باب هم  خبرې کيږي .
دشانګهاي داقتصادي همکاريو دسازمان د مشرانو غونډه ټيک په داسې وخت کې جوړيږي چې يو لړ سيمه ئيزو او نړيوالو بدلونونو دغه غونډه تر اغيزې لاندې نيولې ده او له غړو هيوادونو څخه غواړي چې دنويو بدلونونو او پرمختياو په اړوند دې خپل دريځ يوخيل کړي .
ددغه سازمان ډير پياوړۍ غړى روسيه داوکراين  دبحران په باب دامريکا په ګډون له لويديځو هيوادونوسره په جدي ستونزو کې ښکيله ده، تروريستي ګواښونه دداعش دډلې په څرګنديدو سره چې دروسيې له منګولو څخه له چيچن او داغستان دآزادۍ په شعار سره صحنې ته  وردانګلي دي زيات شوي دي او له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو بهير دپاى ته رسيدو په حال کې  دى او دشانګهاي دغړو هيوادونو ترمنځ ددغه هيواد د سياسي او امنيتي راتلوونکي له پلوه انديښنې جدي شوې دي ، دنشه يي توکو کرکيلې او قاچاقو زياتوالى چې مافيايي شبکې دشانګهاي له غړو هيوادونو څخه  دترانزيت  دلارې په توګه استفاده  کوي ، يوه بله انديښنه ده چې دشانګهاي غړو هيوادونو ته يې لاره موندلې ده، دتروريستي فعاليتونو دوام هغه هم د القاعده او داعش په شان دډلو په شتون کې  افغانستان ته ددغه سازمان پاملرنه  زياته کړې ده .
لکه څنګه چې دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف  دشانګهاي  دغړو هيوادونو د مشرانو دغونډې له پيل کيدو مخکې په ډاګه کړه چې افغانستان دروانو بدلونونو او دامنيت  لرليد ته په پاملرنې سره  په دوشنبه کې دمشرانو دغونډې دخبرو په لومړيتوب کې ځاى لري نو دشانګهاي دمشرانو وروستۍ  غونډه به ددغه سازمان له نورو غونډو سره توپير ولري .
دافغانستان دولت په دې  باندې په پوهيدو سره چې دسيمه ئيزوحالاتو په باب يې لري دشانګهاي  داقتصادي  همکاريو سازمان ته ديو اغيزمن سازمان په توګه ګوري او په دې باور دى چې دغړو هيوادونو ترمنځ دامنيت اوباور ټينګښت کيداى شي، سيمه ئيزه  همغږي  او پيوستون  پياوړي کړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  دشانګهاي په غونډه کې دهغو مهمو مسئلو په اړوند چې سيمې او نړۍ ته به زيان ورسوي .
دافغانستان ددولت نظر او ددغو پرمختياو په وړاندې دافغانستان ددولت دريځ بيان کړ چې دافغانستان جمهور رييس دشانګهاي  دمشرانو په غونډه کې  په اقتصادي  همکاريو له  اوسنيو فرصتونو څخه په استفادې  باندې ټينګار وکړ او دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته يې افغانستان ته دهغوى زياته پاملرنه واړوله  او يوځل بيا يې  هغه تروريستي  ګواښونه چې عوامل يې دافغانستان  له پولو څخه بهر دي بيان کړ او په دې ټکۍ باندې يې ټينګار وکړ چې يوازې تروريزم دې ديو هراړخيز ګواښ  په توګه معرفي شي ، او دشانګهاي  ټول هيوادونه  دهغه په وړاندې ګډ دريځ غوره کړي .
افغانستان لکه څنګه چې دروسيې  دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف  ويلي دي: له بيلابيلو اړخونو شانګهاي ته ارزښت لري دغه هيواد له جنوب سره دشانګهاي دغړو داړيکو دتامينولو دملا تير دى او داکار هغه وخت ترسره کيداي شي چې په دغه هيواد کې ثبات اعاده شي .
په داسې  حال کې چې تروريزم او دنشه يي توکو قاچاق  ددوو صادراتي پديدو په توګه  دغه راز  په افغانستان کې دستونزو زيږونکي دى، په داسې حال کې چې  دغه ستونزه لکه څنګه  چې په تيرو وختونوکې ثابته شوې ده .
دافغانستان په سياسي  جغرافيا کې محدوده نه پاتې کيږي ، دشانګهاي  غړي له يوبل  سره زيات فرهنګي،سياسي  او اقتصادي  ورته والي لري دغه ورته والي کيداي شي ددغو هيوادونو ترمنځ داقتصادي  او امنيتي  همکارۍ دپياوړتيا  لپاره فرصت وي  او دسيمې يوه برخه  سياسي جغرافيا له بهرني مرستې او نفوذ څخه خلاصه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته