سیاست

تبصره :

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٤  :
په ويلز کې دناتو دمشرانو   غونډې  اوله افغانستان سره  دهغوى ملاتړ يو ځل بيا ثابته کړه چې دانتخاباتو دبهير  داوږدوالي له امله  له رامځته شويو ناخوالو سره سره  ، افغانستان لا تراوسه پورې دنړۍ دپاملرنې په مرکز کې ځاى لري .
دباخترآژانس سياسي مبصر ليکي :
دجمهوري رياست دانتخاباتو دبهير د اوږدوالي له امله له رامنځته شويو ناخوالو   اودهېواد په اقتصادي ، ټولنيزو  او امنيتي  مسلو ددغه بهير له منفي اغيزو سره سره   او سربيره پردې   په نړۍ کې  دناامنۍ اوسنى بحران   اوله دې امله رامنځته شويو ستونزو  ناټو له زياتو ستونزو سره مخامخ کړى دى.
خو دناټو مشرانو په افغانستان کې پخپلو اوږد مهالو ژمنو ټينګار وکړ.
دناتو سرمنشي  چې په ويلز کې د خبريالانوپه وړاندې  خبرې کولې وويل :ناتو له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته  په دريو برخو   غير جنګي ماموريت ، دافغان امنيتي ځواکونو  په مالي ملاتړ ، مشورې ورکولو  او روزنې  اوله افغانستان سره  دايمي همکارۍ ته  دناتوپه بيا  ژمنو چې  په شيکاګو کې ددغه سازمان دمشرانو په غونډه کې تصويب شول ، ټينګار وکړ.
دغه ټينګار  دڅيړنې وړ دى   دسيمې اونړۍ  اوسنى ګډوډ  حالت   ناتوپه دې ملزم کوي   چې دتيرو کلونو دبرياليتوبونو دساتنې لپاره دې  له افغانستان  او دهغه له خلکوسره مرسته وکړي  ، تيرو پيښو ثابته کړه  چې ناتو په افغانستان او امريکا کې  په نه  غوښتل شوې  جګړه کې  چې  دامريکا په  جګپوړو تجارتي برجونو او ددفاع په وزارت   دالقاعده دبريدونو زيږنده ده   دډار اچوونې پرخلاف د جګړې څرخ  افغانستان ته واړول شو.
دافغانستان خلک په دې  جګړه کې دمتحدينو ترڅنګ  ودريدل او تر نن ورځې پورې قرباني ورکوي  ، دنړيوالې ټولنې  دملاتړ وړ دى .
له بلې خوا  که چيرې امريکا او ناتو افغانستان هير کړي  ، تاريخ به تکرار شي  اوافغانستان به بيا هم دډار اچوونکو بريدونو په مرکز بدل شي ځکه لاتراوسه پورې هم  په سيمه کې دډار اچوونکو لپاره اساسي مرکزونه اوخوندي ځالې شته  ناتو او امريکا دې بايد په سيمه کې په خپلې پوځي ستراتيژۍ نوى نظر وکړي  اوخپله زياته پاملرنه دې په سيمه کې  دډار اچوونکو دروزنې  اوسمبالولو  مرکزونو ته  متوجه کړي .
په دې صورت  کې   د ډار اچوونکوپه وړاندې  جګړه به   نتيجې ته ورسيږي .
په هر حال  دافغانستان خلک  دجمهوري رياست له نوماندانو ، ناتو  او امريکا څخه غواړي  چې  په سيمه او نړۍ کې  داوسني حالت په تحليلولو سره دې  پوځي اوسياسي مسلو ته وګوري او داسې  عمل وکړي چې  له ناندرو او ناخوالو څخه خلاص وي   چې په عمل کې دافغانستان  ، سيمې اونړۍ دخلکو دملي ګټو پرضد  نه وي .
ډار اچونې ته نه پاملرنه او له دغه بهيرسره په انګيزې او  له انګيزې پرته ملاتړ
بحران پيداکوي .
نو ټول  بايد له دغې پديدې  څخه درامنځته شوي بحران دکنترولولو په فکرکې وي نه  دهغه په ملاتړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته