سیاست

تبصره

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دپاکستان دکورنيو چارو دوزير وروستۍ څرګندونې چې ګڼې دافغانستان دملي امنيت اداره  دپاکستان دځينو ستونزو  او پيښو تر شا ولاړه  ده ،يو غولونکي حرکت دى او يوازې وکولاى شو هغه ديوې ادعا په کچه وبولو .
دباختراژانس  مبصر ليکي .  په دې وروستيو وختو کې  دپاکستان دکورنيو چارو وزير ادعاکړې ده چې ګڼې دافغانستان دملي امنيت اداره په پاکستان کې دوګړنيو غونډو اومظاهرو  په بهير کې دځانمرګو بريدونواو چاودنو په لټه ده .
ددغه پاکستاني مقام ادعا له بيلا بيلو اړخونو کيداى شي  تر غور لاندې ونيول شي او نتيجه به داوي چې ښاغلي وزير غلطه  لاره  غوره کړې ده او درواغو ويلو او دپاکستان دعامه ذهنونو  مغشوشولو  ته يې مخه کړې ده .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت او دملي امنيت په اداره کې  خبرځايونه دغه شان بي بنسټه او پوچې ادعاګانې ردوى او هغه دخپلو ناوړو اوکرغيړنو  عملونو په پټولو کې يوبل حرکت بولي  چې دافغانستان او دپاکستان  دخلکوپه وړاندې  ترسره کيداى شي .
  دپاکستان روان انکشافات  چې له ځينو  ستونزو سره  مخامخ دي دښو او خبر غوښتوونکو ګاونډيانو په توګه دافغانستان دخلکولپاره دانديښنې  وړ دي .ځکه  هغه درد او کړاو چې  نن ورځ دپاکستان  خلک ورسره  مخامخ  دي  دافغانستان خلکو ته چې  په خپله يې  کلونه کلونه دناامنيو ،  ترور او دوحشت  له امله ځوريدلي  دي ددرک وړ دي .
  هغه څه چې دپاکستان دکورنيو چارو وزير ويلي دي دغلطې  مفکورې او دغولوونکي حرکت نښه نښانه ده ، نن ورځ دپاکستان خلک په ښه توګه په دې پوهيږي چې ددوى دهيواد دستونزو ژورتيا په کوم ځاى کې  ده او هغوى دخپلو پوځيانو د کږو  سياستونو  قرباني شوي دي .
هغه پوځيان چې  افراطيت ته يې وده ورکړه تروريزم يې  وروزه او اوس چې له کنترول او ادارې څخه يې  عاجز دي . په افغان امنيتي بنسټونو پاکستاني مقام  نيوکې بي بنسټه  له  درواغو ډکې او پوچې  خبرې دي چې پکې هلې ځلې شوي دي چې په پاکستان کې عامه ذهنونه  مغشوش  شي .
که چيرې خبره دتروريزم او دتروريستي کړيو  ملاتړ وي له تروريستي شبکو سره  دپاکستان  داستخباراتي دستګاه  او پوځيانو اړيکې  څرګندې دي .  او ددغو اړيکو ژورتيا  دهيڅ يو هيواد له نظره پټه نه ده . په پاکستان کې دالقاعده دمشر پيداکيدل او په عراق کې  دداعش له تروريستانو سره ديو شمير پاکستاني کړيو پراخ ملاتړ ،  په پاکستان کې دطالبانو دمشرانو شتون چې په افغانستان کې دوحشت او دهشت  لارښوونه کوي،  ددې  ښه څرګندوى دى . چې ثابتوي پاکستانيان  له تروريستانو سره  په ملاتړکې دي .
له تروريستي کړيو سره دپاکستان  هميشنۍ ملاتړ دسياست په ډګر کې  ددغه هيواد اتوريته  له منځه وړې ده .  دغه هيواد يې  لازيات تجريد کړى دى او په اقتصاد  باندې يې  ناوړه اغيزه کړې ده .
نن ورځ  په پاکستان کې بي وزلي ډيره زياته شوې ده ، دانرژي بحران شتون لري اقتصادي وده ډيرې  ټيټې کچې ته رسيدلې ده دپاکستان حقپال خلک په دې پوهيږي چې کوم کسان ددوى دبدمرغي  عامل دي .
  نن ورځ  هغه  کړکيچونه  او ناخوالي چې دافغانستان او پاکستان  دمسلمانو خلکو په ګډون  دسيمې  خلک  ددې شاهدان دي  او کړاو يې په اوږو اخلي دپاکستان  داستخباراتو  دچلوونکو او دپوځيانو دناسنجول شويو او غلطو پروګرامونو نتيجه ده  چې  بنسټ پالنه يې  وسيله وګرځوله  چې په هند او افغانستان کې خپلو لوړتيا غوښتوونکو هدفونه ته ورسيږي، هغوى  د افراطي مفکورو ، دمذهبي سازمانونو په ودې اوتمويلولو  او دديني مدرسو په جوړولو سره  هلې ځلې وکړي چې  له مذهبي  جريانونو او دديني مدرسو له طالبانو سره دافغانستان او هندوستان په وړاندې  له يونيفورم پرته عسکرو په توګه استفاده وکړي، خونن  ورځ په پاکستان کې  همدغو ديني مدرسو او افراطي جريانونو ددغه هيواد سياستوالو او پوځيانو ته  ستونزې پيداکړي دي او په نه کنترول وړ جريانونو او سازمانونو بدل شوي دي .
که چيرې په سيمه کې دشتو واقعيتونو ژورتيا ته وګورو دپاکستان  دپوځي مقاماتو  او د اطلاعاتو ددستګاه  ناوړه سياستونه  داوسنيو ستونزو او ناخوالو عامل  دي .
دافغانستان دولت په تيرو وختونوکې په وار وار دا ټکې په  ډاګه کړي دي  چې دبنسټ پالنې ملاتړ او داستخباراتي هدفونو لپاره له هغې څخه کار اخستل به  ناوړې پايلې ولري  چې  همدا اوس موږ ددغه شان ناوړو پايلو شاهدان يو .
ديادونې وړ ده  هغه څه چې په پاکستان کې رامنځته شوي دي اويا  رامنځته کيږي  دڅو تنو لنډه غرو پوځيانو دغلطو ، ناسنجول شويو او بي لارې کوونکو کړنو زيږنده دي .  چې دپاکستان ملي ګټې يې  سياسي جوارګري ته وړاندې کړى او دخپلو خلکو برخليک يې  له ابهام سره  مخامخ کړ .
هغه څه چې نن ورځ په پاکستان کې  دمدني حرکتونو  اومظاهرو په توګه  رامنځته شوي دي  وګړني حرکتونه دي  چې دپوځيانو په وړاندې ددغه هيواد دخلکو کرکه او نفرت ښيي  چې په هيڅ  ډول نه شي کيداى  بهرني اړخ ولري . اويا دګاونډيو هيوادونو امنيتي ادارې  پکې لاس  ولري .  ښه به وي چې  دپاکستان دکورنيو چارو وزير او نور مقامات  دخپل هيواد دپيښو په نسبت  پراخ نظر ولري او خپل دريځ اومقام پيداکړي . ،  اوتې بوتې او په ځينو حالاتو کې داوازو خپرول  يوې خوا ته پريږدي  ځکه  اوتې بوتې او تور نه شي کولى  دستونزو غوټه خلاصه کړي . هغوى بايد  زړې  او ځان غولونکومفکورې  يوې خوا ته پريږدي او خپلې ستونزې دې  دخپل هيواد دواقعيتونو په هنداره کې  حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته