سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دافغانستان   داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  حامدکرزي په دې وروستيو وختو کې د پاکستان د صدراعظم په نامه يو ليک ليږلى دى . چې په هغه کې دتروريزم  پرخلاف دمبارزې کاري کرښې  په ډاګه شوې دي  اوکه چيرې دهغه په نسبت  په واقعبيني  سره  چلند وشي  دتروريزم پرخلاف دمبارزې لاره  به لنډه شي  .
دباختراژانس مبصر ليکي :
  په دې  وروستيو  وختوکې  دجمهوري رياست دملي امنيت دسلاکار  ډاکتر رنګين داد فرسپنتا  په مشرۍ دافغانستان داسلامي جمهوريت  ددولت يو جګپوړي هيئت پاکستان ته لاړ او ددغه  سفر هدف  دتروريزم پرخلاف دمبارزې په کار کې ددواړو هيوادونو د دريځونو  د نږدې کيدو په مقصد له پاکستاني مقاماتو  سره  ليده  کاته   بلل شوي دي .
ويل کيږي چې له ډاکتر سپنتا سره دپاکستاني مقاماتو په نامه دجمهور رييس کرزي يو ليک و چې د ډار اچونې او تروريزم پرخلاف د ګډې مبارزې په مقصد يې دکابل نظر مشخص کړى دى.
  حامد کرزي  په دې ليک کې په ډاګه کړې ده، بايد دتروريزم پرخلاف دمبارزې په کار کې  ملکي وګړو ته   زيان  ونه رسيږي،  په دې مبارزه کې دې  دښه طالب او بدطالب  پاليسي په پام کې ونه نيول شي ، او په ډار اچوونکو له تفکيک پرته بريد ونه شي  دهغوى دتمويل او سمبالولو  په  مرکزونو  زيات تمرکز  وشي ، زموږ دهيواد په ختيځو سيمو دپاکستان راکټي بريدونه  بند شي ، هغه طالبان چې په پاکستان کې بنديان دي ، ازاد  شي او د ډار اچوونکو پرخلاف مبارزه پراخه شي، او دهند  او چين  په ګډون له نورو هيوادونوسره  همغږي شي، او ددواړو هيوادونو ترمنځ دګډو اقداماتو دترسره کولو لپاره  مشخص چلندونه  ترلاس لاندې ونيول شي.
  هغه څه چې وويل شول، هغه موارد دي چې دپاکستان دصدراعظم په نامه دجمهور رييس کرزي په ليک کې وضاحت  لري او دا کيداي شي دافغانستان دفعالې ديپلوماسۍ  يوبل  اړخ  ښي  چې په هغې کې دتروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې سيمه ئيزه همکاري غوره بلل شوې ده .
دغه ليک په داسې حال کې دپاکستاني مقاماتو په نامه ليکل کيږي  چې په افغانستان او پاکستان کې ډار اچوونکو فعاليتونو پراخ اړخونه غوره کړې دي اوکه چيرې دهغو په نسبت  سنجول شوى غبرګون ونه ښودل شي،  سيمه به لازياته له تروريزم څخه په رامنځته  شوي بحران  کې ډوبه شي .
دسياسي  کارپوهانو په باور ، حامدکرزي په دې ليک کې هلې ځلې  کړي دي چې پاکستانيان  دتروريزم پرخلاف مبارزه کې له ژمنې څخه عمل ته اړ باسي، ځکه په تيرو وختونوکې دتروريزم پرخلاف دمبارزې  په کار کې دپاکستان ژمنه اوهمکاري زياتره له شعار او ظاهر بيني سره يوځاى وه ، او هغه ذهنيت ته په پاملرنې سره چې دپاکستان په نسبت له افغانستان سره شته، دسولې او د تروريزم  پرخلاف   دمبارزې له بهير سره  د دغه هيواد  همکاري له ابهام څخه  ډکه وه اوشفافيت يې نه درلود.
اوس چې پاکستان دسيمه ئيزې  همکارۍ اوهمغږۍ  خبرې کوي په ًقبايلي سيمو دتروريزم دځالو په دړې وړې  کولو ژمن دى او له تفکيک  پرته دطالبانو دځپنې  خبرې کوي.
همدا اوس موږ  دهلمند ولايت په جګړه کې دپاکستاني اتباعو دمستقيم ګډون شاهدان يو سره له  دې چې دغه هيواد دهمکارۍ خبرې کوي ، د کونړ ولايت په ځينو سيمو او په نورو ځايونو د پاکستان د اردو  راکټي  بريدونه او توپونو  ډزې دوام لري.
سره له دې چې په افغانستان کې دسولې له بهير سره دهمکاري په مقصد دپاکستان  ژمنه شته  خو پاکستاني مقاماتو دهغو افغان طالبانو په ازاد ولو کې چې دسولې په بهير کې اغيزمن دي  او په دغه هيوادکې بنديان دي دومره همکاري نه ده کړې او زياتره يې دخپلو سليقو له مخې عمل کړى دى .
دپاکستان دصدراعظم  په نامه دهيواد  دجمهور رييس  حامدکرزي وروستي ليک يوې پراخې اوهراړخيزې  همکارۍ ته بلنه ده چې په هغه کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ کاري کرښې مشخصې شوي دي او که چيرې هغه عملي شي دتروريزم پرخلاف دمبارزې لاره به چې ددواړو هيوادونو دخلکو او دغه راز دسيمې دخلکو ارام ژوند ګواښوى، لنډه شي  او تروريزم  جرړې په رښتينې توګه نه په شعار کې بلکې په عملي توګه وايستل شي .
سياسي کارپوهان پاکستان ته دافغانستان دجمهوري رياست  دملي امنيت دسلاکار  وروستۍ سفر يو ديپلوماتيک اوسياسي حرکت بولى چې کولاى شي دتروريزم پرخلاف  دمبارزې په لاره کې دافغانستان ددولت دريځ لازيات  پياوړي کړي او داپه پاکستان پورې اړه پيداکوي چې په سيمه کې د اوسنيو پرمختياوو لپاره څه ځواب لري او څومره کولاي شي  په سيمه ئيزو اړيکو کې دباور او اعتماد دفضا دپياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته