ټولنه

تبصره :

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢
ځنګلونه د ژوندانه په چاپيريال ساتنې او داقليمي بدلونونو  په مخنيوي کې اساسي  رول لري ، خو  په افغانستان کې دغه  حقيقت ته  کمه پاملرنه کيږي  اوپه دغه هېواد کې په بيرحمانه  ډول  دځنگلونو د غوڅولو دوام به  ناوړې پايلې ولري  .
دباخترآژانس مبصر ليکي :   په افغانستان کې په داسې حال کې  دځنګلونو دساتنې نړيواله ورځ نمانځل کيږي  چې دغه هېواد  د تيرو دريو لسيزو په بهيرکې  دخپلو ځنګلونو زياته برخه له لاسه ورکړې ده  او د دغه هېواد بياباني  او ښتي ساحې  پراخې شوې دي.
دبيلابيلو بنسټونو له خوا وړاندې شو ي ارقام د دې څرګندوى دى  چې په تيرو څه دپاسه ديرشو کلونو کې  د وچکالۍ ، ناروا سوداګرۍ او د سون دموادو د برابرولو په  ګډون د بيلابيلو عواملو له امله دافغانستان په سلو کې اويا ځنګلونه له منځه تللي دي ، دا کار د دې سبب شوى دى  چې په افغانستان  کې  د ژوندانه چاپيريال ويجاړشي  او اقليمي بدلونونه  رامنځته شي .
په افغانستان کې د ځنګلونو ويجاړتيا او له منځه تلل د دې سبب شول چې په هېوادکې دسيلاونو خطر زيات شي ،دهېواد په ځينو سيمو کې  دسيندونو تګلورى  بدلون ومومي، انساني ژوند او د وحشي ژويو  ژوند وګواښيږي  او  زياتې   نورې ستونزې .
اقليمي بدلونونه او د ژوندانه د چاپيريال ويجاړتيا چې  دطبيعي منابعو  او دشنو ساحو له ويجاړتيا سره مستقيمې اړيکې لري  دخلکو   په اقتصادي ، ټولنيز او فرهنګي  حالت باندې اغيزه  وکړه او افغانستان يې له  زياتوستونزو سره مخامخ کړ اوپه زياترو حالا تو کې  دکليوالي سيمو د اوسيدونکو  کډې کول له ځان سره لري .
سره له دې چې  په افغانستان کې د ځنګلونو  د له منځه تللو او د ژوندانه دچاپيريال دويجاړتيا خطرونه څرګند او روښانه دي ، دغه حقيقت ته کمه پاملرنه شوې ده او
لا تراوسه پورې هم  دلالان او استفاده غوښتکي دځنګلونو لوټولو او ويجاړتيا ته دوام ورکوي .   اوسنۍ ناخوالې ، دامنيتي ستونزو دوام ، اداري فساد  او ځينې نورې ستونزې  لا تراوسه پورې هم دځنګلونو  دله منځه تللو اود ژوندانه دچاپيريال دويجاړتيا لپاره باالقوه عامل پاتې  دى . په داسې حال کې چې ددغه شان ګواښونو د له منځه وړلو لپاره کم کار شوى دى، او د دغه شان حالت دوام  دافغانستان دبياباني کيدو  ګواښ  زيات کړى دى  او مخکې له دې چې فرصتونه له منځه لاړشي بايد  دحل کولو لپاره يې  لارې  چارې وسنجوو.
ددغو ټولو  ستونزو حل کول  د ډله ييز مشارکت په شتون کې  شوني دي کله چې د ډله ييز مشارکت خبره کيږي دلته  دحکومتي بنسټونو ، د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دسازمانونو ، دمدني ټولنې دفعالينو اوله دې څخه لوړ  دخلکو ونډه پکې  دخبرو وړ ده . ځکه دا خلک او ټولنې دي  چې دژوندانه دچاپيريال دويجاړتيا پيټى په اوږو  اخلي .
بايد ذهنونه  دې کار ته چمتوشي  چې د ژوندانه دچاپيريال ستونزه او دځنګلونو
دغوڅولو  ورځ په  ورځ زياتيدونکې ستونزه  يوه  ډله ييزه ستونزه ده  چې پايلي يې
کيداى شي دټولو لپاره  زيانمنونکې وي .
رسنۍ ، دجوماتونو منبرونه ،  قومي مشران  او مخور، ښوونځي او پوهنتونونه کولاى شي دعامه  ذهنونو د روښانولو لپاره  ښيې منابع وي  چې دځنګلونو دغوڅولو او د ژوندانه د چاپيريال د ويجاړتيا مخه ونيسي .
دغه راز  د دلالا نو او د لرګيو دسوداګرو له خوا  ديوې ملي ستونزې په توګه ددغې ستونزې درک  هم کولاى شي  دځنګلونو دغوڅولو خطر کم کړي .
له بلې خوا، قانون جوړونکي بنسټونه دې بايد  دځنګلونو دساتنې او دطبيعي منابعو دساتنې قوانين  په جدي توګه په پام  کې ونيسي چې ددغه جنايت له عاملينو سره غوڅ چلند وشي   چې په نامشروع  ډول د لرګيو له سوداګرۍ څخه لاس واخلي ،دلته  د کرنې او اوبو لګولو او دسوداګرۍ اوصنايعو د وزارتونو  او دپانګې اچونې د ادارې رول  ددقت وړ دى .
دوي  په ظرفيت جوړولو او په ځنګلي ساحو په پانګونې سره کولاى شي  دځنګلونو د غوڅولو د ستونزې د پراختيا مخه ونيسي .
په دې ترڅ  کې په امنيتي بنسټونو او په تيره بيا په سرحدي ،ځواکونو پورې  اړه پيداکوي  چې په غيرقانوني ډول د لرګيو دقاچاقو مخه ونيسي چې له ځنګلونو څخه  د دلالا نو  او استفاده غوښتونکو لاسونه لنډشي .
دتکرار وړ  خبره دا ده چې دځنګلونو دغوڅولو  ستونزې ته دې بايد  ديوې ډله ييزې ستونزې په توګه وکتل شي او دا کار دټولو لپاره د درک  وړ وي   چې ددغه شان حالت دوام  د ژوندانه سلامتيا او فضا  زياته ګواښوي  چې بايد ددغه شان ستونزې په  وړاندې ودريږو او  حالت ښه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته