امنیت

تبصره

کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دپاکستان اردو په قبايلي سيمو ، په هغه ځاى کې چې څو مليتي ډاراچوونکو ځالې  او پټنځايونه لري چاڼيز عمليات پيل کړي دي چې که چيرې دغه عمليات دسيمه ئيزثبات دټينګښت په مقصد وي  کيداي  شي ښې پالې  په ځان پسې  ولري.
  دباختراژانس  مبصر ليکي :
دپاکستان  اردو  دډيورنډ  له کرښې اخوا دشمالي وزيرستان په قبايلي سيموکې چاڼيز عمليات پيل کړي دي او دپاکستان حکومت ددغو عملياتو دپيلولو  په باب افغاني  لورې ته خبر ورکړى دى ، افغانان چې دتيرو کلونو په بهير کې  يې دتروريزم دصادرولو او د مذهبي افراطيت  دصادرولو له پلوه  زيات کړاونه او مصيبتونه زغملي دي، په قبايلي سيمو کې دپاکستان  داردو  د عملياتو دپيل هرکلى  کوي او هيله لري  چې  دغه عمليات  دتروريستي  بانډونو  دځپلو په مقصد وي او تر شاه يې سياسي  ماجرا او استخباراتي پروګرامونه ځاى ونه لري .
که چيرې  دتروريزم پرخلاف دمبارزې  سابقې  ته وکتل شي، په وزيرستان کې دپاکستان د اردو عمليات کومه نوې خبره نه ده، په تيرو  وختونوکې  هم د ډار اچوونکو ډلو په وړاندې  يو لړ عمليات ترسره  شوي دي .
خو دغو عملياتوپه ځانګړي توګه  په افغانستان کې د ډار اچوونکو فعاليتونو  له کمښت سره مرسته نه ده کړې.
په افغانستان او پاکستان کې دامنيتي او سياسي  چارو دکارپوهانو په باور په تيرو وختونوکې  دپاکستان استخباراتو  ددغه شان عملياتو  په شتون کې هلې ځلې کړي دي چې  دپاکستاني  طالبانو ترمنځ بيلتون پيداکړي، يويې دوست کړى اوبل يې دښمن ، له دوست سره  اوربند ته غاړه کيږدي او له دښمن سره دجګړې لاره غوره کړي او په پاى کې  هغوى د ډيورنډ  له کرښې  اخوا دصفري کرِښې  ساحو ته په شاوتمبوي  چې وکولاي شي  د ډيورنډ  کرښې  ته څيرمه  د ډار اچوونکو دشتون  په باب ادعا وې طرحه کړي او خپل راکټي بريدونه او ټوپونو ډزې توجيح کړي.
سره له دې چې دپاکستان  داردو دعملياتو په اړوند دغه شان نظر شته، خو دپاکستان نننۍ شرايط  ددغه هيوادله څوکاله مخکې شرايطو سره توپير لري .
  څوکاله مخکې دسيمې استخباراتو دطالبانو او دافراطي مذهبي جريانونو په وسيله  په افغانستان تمرکز  درلود .
په داسې حال کې چې نن په پاکستان کې ميشتې تروريستي ډلې او افراطي جريانونه نه يوازې افغانستان ته پاملرنه  نه لري، بلکې  پاکستان يې هم دخپلو هدفونو يوه برخه ګرځولې ده، دکراچۍ ښار په هوايي  ډګر دطالبانو وروستي مرګاني بريد  دپاکستان ددولت او اردو  اتوريته او اقتدار په ځمکه ووهل  او ثابته يې کړه چې تروريزم کولاي شي په هر ځاى کې اور بل کړي ، دوست او دښمن نه پيژني  دطالبانو وروستيو تحرکاتو په پاکستان کې پوځيان دې ته اړ ايستل چې  په اقدام لاس پورې کړي او په قبايلي سيموکې دعملياتو په ترسره کولو سره  خپل له لاسه تللي اقتدار اعاده کړي .
په هر ترتيب  په قبايلي سيمو کې عمليات چې دتروريستانو خوندي ځايونه  او پټنځايونه دي کيداي شي  په افغانستان کې دتروريستي بريدونو دکمښت او په پاکستان دثبات داعاده کولو لپاره اغيزمن وي .
خو په دې شرط چې دغه شفاف او هدفمند عمليات چې دتروريستانو ځپل پکې طرحه وي ترسره شي او سياسي او استخباراتي  هدفونه تر شاه ونه لري .
عمليات بايد لکه څنګه چې وويل شول سيمه ئيز ثبات  په ځان پسې  ولري، نه داچې دافغانستان په خاوره کې دطالبانو دميشت کولو لپاره پروژه وي .
نن ورځ دشمالي وزيرستان دسيمو يو زيات شمير اوسيدونکي دپاکستان داردو له عملياتو وروسته دافغانستان ځينو جنوبي ولايتونو ته راغلي دي، څه تضمين شته چې دسيمې په استخباراتي سازمانونو پورې اړوند شر اچوونکي دمهاجر او دبې ځايه شويوکسانو په جامه کې زموږ دهيواد جنوب ته نه وي  استول شوي،  او داستخباراتي  پروګرامونو دتطبيق  لپاره وسيله نه وي .
دافغانستان حکومت او په هغه پورې اړوند بنسټونه دشمالي وزيرستان ديو شمير اوسيدونکو دمهاجرت مسئلې ته ديوې بشري مسئلې  په توګه ګوري او له هغوى سره  دمرستې په لټه کې  دي، خو دلته دهيواد دامنيتي اوکشفي ادارو رول هم ارزښتناک  دى .
  دوى بايد مهاجر او يوبې ځايه شوى دتروريستي کړيو او يا داستخباراتي  سازمانونو له ګوډاګيانو څخه تفکيک کړي او پرې نږدي چې  تروريستان  دمهاجرينو  او دبې ځايه شويو کسانو په قالب کې په افغاني ضد فعاليتونو لاس پورې کړي .
دغه راز د ډيورنډ له کرښې اخوا اوسنۍ حالت ،نړيوال ځواکونه هم خوځښت او تحرک  ته رابولي  چې حالت وڅاري او پرې نږدي   چې تروريستان دافغانستان خاورې ته راننوځي  اوپه دغه ځاى کې پيښې  رامنځته کړي .
دغه خبره دتکرار وړ ده چې بايد تروريزم او افراطي مذهبي جريانونه  ديو ګډ دښمن په توګه وګوري ، اوهمغږي اويوخيل چلند ورسره وشي نه داچې تروريزم او افراطيت  دهدفونو لپاره  يوه وسيله  وي له دې پرته به د کراچۍ دپيښې په شان  تکرار شي ،ځکه تروريستان هيڅ راز قاموس او قانون نه پيژني او کله ناکله خپل خاوند او دوست هم هيروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته