ټولنه

تبصره

کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
دبغلان ولايت دګذرګاه نور ولسوالۍ  دتيرې جمعې  په ورځ دسختو سيلاونو دراوتلو ډګر و چې دسردروند زيان او زيات مالي تاوانونه يې واړول او ويې ښودله چې لاتراوسه پورې هم زموږ خلک له سختو طبيعي زيانونو سره مخامخ دي.
   په داسې حال کې چې مسوول بنسټونه ډير کم ددغه شان پيښو دوقايې او له هغو سره دمبارزې لپاره چمتو والي  لري .
دباختراژانس مبصر ليکي: سره له دې  بيا هم زموږ دهيواد په يوه بله سيمه کې دطبيعت قهر څرګند شو، او داځلې سيلاونو د ګذرګاه نور ولسوالۍ يو زيات شمير اوسيدونکي قرباني کړل .
ويل شوي دي چې په دې طبيعي  پيښه کې ددغې ولسوالۍ څه دپاسه سل تنه اوسيدونکي له منځه تللي دي او داستوګنې په سلګونو کورونه اوکروندې ويجاړې شوى او په لسګونو څاروي له منځه تللي دي .
  سره له دې چې نشو کولاى دطبيعي پيښو مخه ونيسو خو کولاى شو هغه  اټکل کړو اودهغو په وړاندې وقايوي تدبيرونه ونيسو، هغه څه  چې  په افغانستان کې کمه پاملرنه ورته شوې ده .
دسيلاو، زلزلې  او دنورو  طبيعي پيښو په شان پيښې  زموږ خلکو ته نوې خبره نه ده، خو په وروستيو کلونوکې ددغه شان پيښو زياتوالى کيداي شي  له انديښنو ډک وي . له شک پرته اقليمي بدلونونه زموږ په هيواد کې ددغه شان پيښو په زياتوالي پورې اړه لري .
دژوندانه دچاپيريال ساتنې کارپوهان او څيړونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې دځمکو ويجاړتيا ، دويالو بنديدل ، د ځنګلونو غوڅول ، پرله پسې وچکالى ، دشنو ساحو کمښت او په غير معياري ډول داستوګنې دسيمو جوړول چې دکاريزونو او دويالو اودخندقونو په شان داوبو رسولو د بدوي سيستم له ويجاړتيا سره يوځاى دي . ددې سبب  شوى دى چې دهيواد په زياترو سيمو کې داوبو تګلورى بدلون ومومي ، او داکار په ځينو مواردو کې ناتار رامنحته کړي .
په هر ترتيب  هغه څه چې دبغلان ولايت په ګذرګاه نور کې رامنځته  شول اوله دې څخه مخکې زموږ يو شمير  هيوادوالو دبدخشان  په  ارګو او دجوزجان ، سرپل ،بادغيس  ، فارياب او دنورو ولايتونوپه ګډون  په نورو سيموکې دطبيعي پيښو له امله  له منځه لاړل دملي کړاو او درد په توګه تبارز وکړ ،او زموږ خلکو په همغږى  سره دخپلو زړو هيوادوالو  مرستې  ته ورودانګل ،سره له دې چې   د پيښو له قربانيانو سره مرسته ديادونې وړ وه  خو له هغوى سره  دمرستې  رسولو څرنګوالۍ  او مديريت دپوښتنې وړ و، او دزيانمنو شويو کسانو قناعت يې برابر نه کړ. هيله کيږي چې مسوولو  بنسټونو دارګو او  جوزجان له پيښو څخه دعبرت درس اخستى وي او په قوي  او جدي تدبيرونو سره دبغلان ولايت په ګذرګاه نور کې زموږ له  اړو هيوادوالو سره مرستې ته ورودانګي .
دمرستې رسولو بهير سالم مديريت ته  اړتيا لري او په دې ځاى کې  دبغلان ولايت دسيمه ئيزو مسوولينو رول زيات دي. چې هغوى اړکسان له استفاده غوښتوونکو کسانو څخه جلا کړي .
له بلې خوا هغه څه چې  په ګذرګاه نور کې رامنځته شول ټيک هغه وخت رامنځته شول چې په هيواد کې سياسي پرمختيا وو زور اخستى دى، او تر څو راتلوونکو ورځو پورې به د جمهوري رياست انتخابات ترسره شي.
انتخاباتي مبارزې اوسياسي منډې ترړې دوام لري ددې  ويره شته چې په بغلان کې دوروستيو طبيعي پيښو او له دې  څخه مخکې په ارګو او بادغيس  کې دپيښو زيانمن شوي کسان په دغو  منډو او ترړو کې هير شي .
دغه  راز ديادونې  وړ ده چې دګذرګاه نور پيښه په ارګو او په نورو ځايونوکې دمرستې رسولو په بهير  سيورې ونه کړي  او هغوى هير نه کړي.
بله خبره داړوندو حکومتي  بنسټونو مسوولينو ته متوجه  ده چې بايد دافغانستان دجغرافيايي او اقليمي حالاتو په پام کې نيولو سره ددغه شان پيښو اټکل ولري او دهغو دوقايې  او له هغو سره دمبارزې په لارو چارو په ښه توګه وپوهيږي او په راتلوونکى کې په بشپړ تياري سره دعمل ډګر ته ورودانګي، په اوس وخت کې په ګذرګاه نور او دهيواد په نورو سيموکې دطبيعي پيښو له امله زيانمن شوي کسان دهغوى مرستو ته اړتيا لري .
ښه به وى چې دچارو مسوولين ددوى دستونزو دکمښت لپاره په لند مهالو او اوږدمهالو پروګرامونوسره عمل وکړي، په لنډ مهال کې ددوى بيا ميشت کول او دژوندانه داړتيا وړ لوازمو او خوراکي توکو برابرول دي، او په اوږدمهال کې بايد دکليوالي اقتصاد ، داوبو رسولو دبدوي  سيستم  داحيا کولو او دڅښاک او کرنيزو اوبو دشبکو دپراختيا په فکر کې  واوسو چې دطبيعي پيښو له امله  دسرزيانونه اومالي تاوانونه  په ټيته کچه  کې وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته