کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
په افغانستان کې دکتاب لوستلو اومطالعې اوونۍ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په هيواد کې په تيره بيا دځوان نلس ترمنځ د مطالعې فرهنګ بې خونده دى او دکتاب دبازار حالت ګډوډ دى .
دباختراژانس مبصر ليکي :
دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ دافغانستان په کليزه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا دکتاب لوستلو اومطالعې داوونۍ په نامه نومول شوې ده چې دمطالعې او دمطالعې دفرهنګ دودې لپاره يوه انګيزه اوخوځښت رامنځته شي .
دکتاب لوستلو او مطالعې اوونۍ کيداي شي يو داسې فرصت وي چې عامه ذهنونه مطالعې او کتاب لوستلو ته متوجه کړي چې په ټولنه کې دفکري ودې لپاره زمينه برابره شي او دهيواد دترقۍ او ابادۍ لپاره لاره پرانيزي .
زيات شمير عوامل شته چې زموږ دخلکو ترمنځ يې کتاب ته مخې کول بې خونده کړى دى چې ډير مهم يې دهيوادوالو ترمنځ د مواد کموالى و، دعصري تکنالوژي په لور دځوانانو مخې کول او ديو شمير تصويري رسنيو په کاذبو او پوچو پروګرامونوسره دکورنيو مصروفيت دى .
ددې تر څنګ دکتاب بازار پراخ اوهراړخيز نه دى اوزياتره کتابونه چې په دغه شان بازارونوکې مشتريانو او مراجعينوته وړاندې کيږي يو خيل دي اويا دمظمون په لحاظ محتوا اوکيفيت نه لري اوياداچې په چاپولو کې يې په لسګونو ستونزې او غلطي شته چې مطالعه کوونکي يواځې په ليدلو سره يې له ځانه لرې کوي .
ستونزه په دې کې ده چې دکتاب چاپولو زياتره دکاپي او تجارتي بڼه ځانته غوره کړې ده او هغه کتابونه چې افغانستان ته وارديږي د پاکستان په قصه خوانۍ بازار کې دچاپ اومطالعې دمعيار په پام کې نيولوپرته چاپ او دافغانستان په لور خپله لاره پرانيزي .
دپوهانو په باور موږ يواځې په هغو عواملو په نيوکې سره چې دمطالعې دفرهنګ دودې دکمزورتيا سبب شوې ده نشو کولاى ځانته براات ورکړ .
دلته په لومړي ګام کې کورنۍ بايد په ټولنه کې دښوونې او روزنې دلومړي بنسټ په توګه خپلو بچيانو اوماشومانو ته دا روحيه ورکړي چې هغوى کتاب اومطالعې، هغه هم هدفمندې مطالعې ته مخه وکړي او هغه دخپل ژوندانه دورځني مهال ويش يوه برخه کړي، دويم ګام په تحصيلي او تعليمي بنسټونو پورې اړه لري .
په تيرو وختو کې ښوونځيو او تحصيلي موسسو مطالعه دزده کوونکو د درسي فعاليتونو يوه برخه کړې وه او زده کوونکي اومحصلان دکتاب په مطالعه کولو او دصنفي کنفرانس په ورکولو مکلف کيدل چې اوس دغه بهير هير شوى دى اوزده کوونکو يواځې دښوونځي ددرسي کتاب په لوستلو بسوالى کړى دى . ددې تر څنګ معاصرې تکنالوژۍ ، انترنټ اومخابراتي شبکو ته دځوانانو او زده کوونکو ورځ په ورځ زياتيدونکى مخې کولو سره ځوانان دکتاب مطالعې ته کمه پاملرنه کوي چې له بده مرغه له انترنټ څخه داغيزمنې استفادې فرهنګ هم په هيواد کې کمزورى دى او زياترو ځوانانو او زده کوونکو ته دمعاصرې اومعلوماتي تکنالوژۍ زده کړه په بيځايه تفريح او مصروفيتونوبدله شوې ده .
په دې ترڅ کې په وروستيو وختو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکتاب نندارتون جوړ کړ چې دخلکو پاملرنه دکتاب او کتاب لوستلو په لاره زياته شي او داطلاعاتو او فرهنګ دوزير خبرې ددقت وړ ده چې وايي دهر تمدن او هر فرهنګ بنسټ په کتاب اومطالعې باندې ولاړ دى .
په داسې حال کې چې موږ له مطالعې څخه په لاس اخستلو اودکتاب لوستلو له فرهنګ څخه په لرې والي سره په هيواد کې دتمدن او فرهنګ بنسټ ته زيان رسوو .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په پرله پسې توګه هلې ځلې کوي چې په هيواد کې دمطالعې دفرهنګ وچې شوې جرړې بيا تازه شي .
په همدې دليل دثور دمياشتې وروستۍ اوونۍ په هيواد کې دکتاب لوستلو داوونۍ په نامه ونومول شوه چې خلک دې ستر کار ته متوجه شي ددې تر څنګ داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکتابونو په کمي اوکيفي ودې لاس پورې کړى دى او دګرځنده کتابونو دجوړولو نوښت هم ځانته اختصاص کړ چې ځوانان او دکتاب دمطالعې مينه وال په لازياته اوښه توګه په کتاب برلاسى پيداکړي .
خو يومرکز او يا يو وزارت په يوازيتوب سره نه شي کولاى د کتاب لوستلو دفرهنګ په بيا احيا کولو کې په اغيزمنه توګه عمل وکړي خو داچې ټول دغه فرهنګ خپل مال وبولى او دهغو په نسبت په خوځښت لاس پورې کړي او خاص جذابيت ورکړي .
ددې تر څنګ چې کورنۍ دمطالعې دفرهنګ درواجوولو او پراختيا په مقصد خپلو ماشومانو اوبچيانو ته روحيه ورکړي نور مسوول بنسټونه په تيره بيا تحصيلي او تعليمي مرکزونه هم په کارلاس پورې کړي او زده کوونکي زياتې مطالعې ته چمتو کړي .
په تيره بيا تصويري او چاپي رسنۍ چې دکتاب لوستلو دفرهنګ په پراختيا کې ښه مقام لري اوکولاي شي دډول ډول پروګرامونو په جوړولو او طرحه کولو سره دکتاب لوستلو فرهنګ رواج کړي او په دې لاره کې ظرفيتونه لوړ کړي . ددې ترڅنګ اغيزمن بنسټونه اوموسسې دې دکتاب دنندارتونونو په جوړولو ، دکتاب لوستلو په سياليو ، دکورنيو چاپ خونو په ملاتړ او دکتاب پلورنې دبازارونو په ملاتړ سره دکتاب لوستلو دفرهنګ دپياوړتيا په لاره کې په اغيزمنه توګه عمل وکړي .
يواځې وکړني حرکتونه او دمدني بنسټونو او دمسوولو بنسټونو خوځښتونه په هغه صورت کې چې له يوبل سره جوخت وي کولاي شي دکتاب لوستلو لوړ فرهنګ په ډير لنډ ممکن وخت کې زموږ په برخه کړي .
1 3 دقیقې لوستل