کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دارګو دناتار په وړاندې دافغانستان دخلکو غبرګون ثابته کړه چې ددوي ترمنځ دنژاد ، قوم اوژبې په نامه کومه پوله او واټن نشته بلکې دوى په يوه واحد هويت او واحد برخليک پورې اړه لري .
دباختراژانس مبصر ليکي .
دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي کې دځمکې ښوييدنې دپيښې په وړاندې دافغانانو غبرګون او تحرک چې له امله يې ددغه کلي ګڼ شمير اوسيدونکې تر خاورو او غټو شول، وښودله چې دوى ګډ درد او کړاو لري او ديوبل په نسبت ځان مسوول بولي
په ارګوکې طبيعي ناتار دهر افغان روح اوزړه ټپي کړ .
ددغه هيواد هر اوسيدونکي که په باميانو اويا هرات کې په پکتيکا او ياپه ميدان وردګو کې په ننګرهار اويا بلخ کې په جوزجان قندهار او نورستان اويا له هيواد څخه په بهر کې ميشتو افغانانو دارګو خلکو ته رسيدلي درد او غم خپل درد وباله او دهغوي مرستې ته يې ورودانګل .
افغانانو له خپلو ارګويي ورونوسره دمرستې په مقصد مصيبت ځپلو کسانو ته دمرستې او بسپنې په راټولولو سره ثابته کړه چې افغانان يو ملت دى او دملت والي پراخ تعريف لري .
داپه داسې حال کې ده چې ددغه هيواد دښمنانو دکلونو کلونو په اوږدو کې تل هلې ځلې کړي دي چې افغانان په کاذبو القابو او عنوانونو له يوبل سره جلا کړي او دژبې سمت اومليت په نامه ددوي ترمنځ دبيلتون کرښه جوړه کړي خو دارګو پيښې داکار په ډاګه کړ چې افغانان په مصيبتونو ، پيښو اويا په هغه څه کې چې ملي ګټې يې ترپوښتنې لاندې نيسي يوځاى دي .
ارګو ته دافغانانو وردانګل او دارګو اوسيدونکو ته دمرستې اوهمکاري دلاس غځولو ثابته کړه چې دافغانانو ترمنځ دنژاد قوم ،ژبې او مليت په نامه کومه پوله نشته .
يو والي ، پيوستون ، مرسته اوهمکاري او په پاى کې دارګو دناتار په وړاندې دافغانانو غبرګون کيداي شي دهغو مغرضو استفاده غوښتونکو کړيو او استخباراتي جريانونو او هيوادونو ته څرګند ځواب وي چې په کلونوکلونوکې يې هلې ځلې وکړې چې ددې هيواد خلک دنژادي او قومي مسئلو په شتون کې ديو بل پرخلاف ولمسوي او په خپله له دغه شان ناوړو حرکتونو څخه ګټه واخلي .
په هيواد کې وروستيو طبيعي پيښو او په يوه ليکه کې زموږ دخلکو دريدو په دغه شان مفکورو او پروګرامونوباندې دبطلان کرښه وکښله او يوځل بيا يې په هغوى کلک ګوزار وکړ چې کلونه کلونه يې زموږ دخلکو ترمنځ دنفاق اوبيلتون هلې ځلې وکړې خو په پاى کې شرميدلي اوخجالته شول .
ځکه دهغوي له دښمني ډکې هلې ځلې بي نتيجې دي ځکه افغانان سره له دې چې له ګڼو کورنيو ستونزو سره لاس اوګريوان دي خو په ملت والي ، اتحاد او له يوبل سره په مرسته اوهمکاري کې له هيڅ راز هلوځلو او قرباني څخه ډده نه کوي .
1 2 دقیقې لوستل