سیاست

تبصره

کابل  باختر دکب اته ويشتمه :
پاکستان ته د يوې برخې امريکايي پوځي تجهيزات دسپارلو په باب ددغه هيواد دمقاماتو تصميم کيداى شي د افغانستان خلکو ته منفي پاداش وي چې کلونه کلونه د تروريزم پرخلاف د مبارزې په هلوځلوکې دامريکايانو ترڅنګ ولاړو و خو نن ورځ امريکايان په دغو سرښندنو سترګې پټوي .
دباخترآژانس مبصر ليکي: په دې وروستيو وختوکې امريکايي مطبوعاتو خبر ورکړي دي چې ګنې ددغه هيواد مقامات پاکستان ته د خپلو ځينو تجهيزاتو د سپارلو په باب ددغه هيواد له مقاماتو سره په خبرو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او امريکايان خپله يوه زياته اندازه تهجيزات د پاکستان له لارې او وروسته د سمندر له لارې امريکا ته ليږدوي.
د امريکايي مطبوعاتو د څرګندونو له مخې: د ځينو تجهيزاتو د ليږدونې لګښت د هغو له تمامې شوې بيې څخه زيات دى. خو امريکايان غواړي خپلو يو شمېر دوستانوته د دغو تجهيزاتو په سپارلو سره، د هغوى زړونه ترلاسه کړي چې په راتلوونکي کې وکولاى شي خپل ځينې پروګرامونه په راحتۍ سره اجرا کړي.
ددې ترڅنګ پاکستاني مقاماتو چې تل يې امريکايانو ته د تمې او هيلې سترکې نيولې دي او هلې ځلې يې کړې دي چې له هر مساعد فرصت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي؛ اوسني فرصت، په تېره بيا د کابل او واشنګټن په اړيکوکې د امريکا ډيپلوماتيک تاوتريخوالى غنيمت بولي او هلې ځلې کوي چې د امريکا ځينې پوځي تجهيزات ترلاسه کړي.  په تېره بيا هغوى د خپلو ځواکونو د سر وروستى زيان هغه هم د ماينونو د چاودنو له پلوه له امريکايانو سره طرحه کوي او غواړي چې د سر د دغه شان زيانونو دکمښت په مقصد د امريکا د اردو د زغره والو وسايطو او د ماينونو د پاکولو له وسايلو څخه استفاده وشي.
امريکايي مطبوعاتو تاييد کړه چې له څو مياشتو راپديخوا پاکستان ته دځينو امريکايي تجهيزاتو د سپارلو په اړوند هغه هم په وړيا ډول د امريکايي او پاکستاني مقاماتوترمنځ خبرې دوام لري. ددغوتجهيزاتو ارزښت څه ناڅه اووه مليارده ډالره اټکل شوى دى.
دا چې د دواړو هيوادونو مقامات تراوسه پورې کومې نتيجې ته رسيدلې دي اويا به کومې نتيجې ته ورسيږي؟ هغه خبره ده چې په هغوى پورې اړه پيداکوي. بايد زياته کړو چې په پاکستان سربيره شل نور هيوادونه هم شته چې علاقمند دي له افغانستان څخه د وتلو په حال کې امريکايي پوځيانو تجهيزات په وړيا ډول ترلاسه کړي. دغه هيوادونه په عمده توګه هغه هيوادونه دي چې امريکايي او متحدينو يې ددغو هيوادونو له تدارکاتي تګلورو څخه استفاده کړې ده.
دلته زموږ خبرې د افغانستان د هغه هيواد د ګټو په باب دي چې په تيرو ديارلسو کلونوکې له ځمکې او هوا څخه يې د تروريزم پرخلاف د جګړې د ډګر په توګه کار واخستل شو.
په دې موده کې دا د افغانستان خلک وو چې د نړيوال تروريزم پرخلاف په نړيواله مبارزه کې يې ډيرې زياتې قرباني ورکړي.
د سرهغه دروند زيان چې افغانانو په دې مبارزه کې وزغمه؛ د بل هر هيواد د سرله زيان څخه ډير لوړدى.
دغه رازهغه فزيکي ويجاړتيا او ورانۍ چې په دغه هيوادکې د تروريزم پرخلاف د جګړې له امله رامنځته شوې؛ له هغه زيان او تاوانونو څخه زياتې دي چې نورو هيوادونو ته اوښتې دي.
له بلې خوا دا لويديځ هيوادونه اوپه سرکې يې امريکا ده چې په تيرو ديارلسو کلونوکې يې د افغانستان د اردو او د امنيتي بنسټونو د سمبالولو او ظرفيت جوړولو ژمنې کړې دي او دا افغانستان دى چې کال په کال خپل زيات شمېر اتباع  په سړکونوکې د ښخ کړي شويوماينونو د چاودنو او د ځانمرګو بريدونوله امله له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې د ښخ کړى شويو ماينونو او د ناچاودلو توکو  او د چاوديدونکو موادو دکشف او شنډولو لپاره محدود امکانات په واک کې لري او د ترلاسه شويو معلوماتوله مخې: هغه څه چې د پاکستان په واک کې ورکړى شي؛ هغه زغره وال وسايل او وسايط دي چې له هغو څخه د ماينونو او د چاوديدونکو توکو په کشفولوکې کار واخستل شي او کيداى شي د دغه شان توکو په وړاندې د دندو په بهيرکې عسکروته مصوونيت وروبخښي.
اوس پوښتنه طرحه کيږي چې د اخلاقو له مخې، کوم لوري کولاى شي له دغه شان وسايلو څخه استفاده وکړي؟ افغانان چې هيواد يې په تيرو ديارلسوکلونوکې د صادر شوي تروريزم او ډار اچونې پرخلاف د جګړې ډګر و او يا پاکستان چې همدې مودې په بهيرکې يې د هغوکسانو په وړاندې چې د نړيوال تروريزم پرخلاف مبارزه يې رهبري کړه؛ دوه ګوني سياست وکاراوه؟ 
د سياسي کارپوهانو په باور: امريکا په دغه شان حرکاتو سره غواړي د امنيتي همکاريو د موافقه ليک په لاسليک کولوکې د افغانستان دولت ته زيات فشار لاندې ونيسي.
په دې ترڅ کې ښيي: که چيرې شرايط يې ومنل شي؛ دافغانستان د اردو له سمبالولو سره دومره علاقمندي نه لري. دغه ټولې مسئلې په يوه ټکي پورې اړه پيداکوي چې امريکا له افغانستان سره صادقه نه ده او له دغه هيواد سره يې څوګونې لوبې غوره کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته