سیاست

تبصره :

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په  کابل کې د افغانستان او پاکستان  ترمنځ نهمه   اقتصادي  غونډه   په  ګټورو موافقو سره  جوړه شوه  او په هيواد کې اقتصادي کړۍ هيله لري چې دغه موافقې عملي شي  نه دا چې په سياسي معاملو کې  رنګ  بايلي.
دباختر آژانس مبصر ليکي :
په  دې  وروستيو وختو کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ نهمه اقتصادي غونډه دافغانستان دماليې د وزير په کوربه توب   په کابل کې جوړه شوه.
د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادي غونډه له يو نيم کلن ځنډ وروسته  جوړيږي.
ددغه کميسيون اتمه غونډه د پاکستان په اسلام آباد کې جوړه شوې وه  چې په هغې کې هم موافقې  ترلاسه  شوې وې ،  خو افغاني سوداګرو لکه څنګه چې بايد له ژمنه شويو آسانتياوو څخه په پاکستان کې ګټه واخلي، استفاده  ونه کړاى شول  .
په نهمه غونډه کې هم هيلې زياتې شوي دي  وليدل شي چې په  پاى کې څه کيږي.
دافغانستان د ماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال    د دواړو هيوادونو داقتصادي کميسيون په نهمه غونډه کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ داغيزمنو تجارتي اړيکو ټينګښت د دواړو هيوادونو دسياسي او امنيتي اړيکو  د ټينګښت   لپاره ډيره ښه لاره  وبلله.
دپاکستان دماليې وزير محمداسحق دار دخپل هيواد دتمايل خبرې  وکړې او ويې ويل چې په  راتلوونکو دوو کلونو کې دافغانستان او پاکستان  ترمنځ دسوداګرۍ کچه له دوه اعشاريه پنځو ملياردو ډالرو څخه ، پنځو ملياردو ډالرو ته لوړه شي .
د ده دڅرګندونو له مخې :  په  وروستۍ غونډه کې دکونړ سيند په وړاندې دبريښنا دتوليد دبند د جوړولو ، له منځنۍ آسيا څخه  پاکستان ته ديو زرو درې سوه ميګا واټه بريښنا د ليږدونې يا  ترانزيت ، له ترکمنستان څخه افغانستان ،  پاکستان او هندوستان ته  دګازو د ليږدونې ،   د تورخم – جلال آباد  او دچمن –   سپين بولدک د اوسپنۍ دپټليو دغځولو ، دپاکستان او تاجکستان  ترمنځ د ارتباطى سړک دجوړلو ، د  دواړو هيوادونو ترمنځ دصنعتي او کرنيزو  همکاريو دګډو پروژو او دنورو مواردو په باب خبرې  وشوې .
اقتصادي کارپوهان  دافغانستان او پاکستان په  اقتصادي کميسيون کې څيړل شوي موارد او ترلاسه شوې موافقې له هيلو ډکې بولي خو د پاکستان د ژمنو په نسبت دومره خوشبين نه دي ځکه په تيرو وختونو کې دپاکستان ژمنو ترسياسي معاملو لاندې رنګ بايللى .
لکه څنګه چې د سوداګرۍ  او صنايعو دخونو مسوولينو ويلي دي دغه موافقه بايد دکاغذ پرمخ پاتى نه  شي اويا يوه اړخيزه  ګټه  تامين نه کړي.
اقتصادي کار پوهان هم  ورته خبرې لري او وايي چې دپاکستاني مقاماتو خبرې     د دودې د وارخطايې زيږنده دي او دا  کار د دې سبب شو چې دافغانستان دولت
او دهندوستان په ګډون په  سيمه دهغه اقتصادي متحدينو له هغه وروسته چې پاکستاني مقاماتو دافغانستان دترانزيت حق محترم ونه  باله او په  وچې  پورې دافغانستان له اړوند والي څخه يې د وسيلې په توګه کار واخيست او په افغانستان يې د اقتصادي فشار کړۍ  لاپسې تنګه کړه ،  دچاه  بهار بندر يې د  کراچۍ   بندر دبديل  په توګه وټاکه  او له هغه څخه يې عملي استفاد پيل کړه .
اوس پاکستان  په دې لټه کې دى چې د افغاني سوداګرو او مقاماتو   پاملرنه   له چاه بهار بندر څخه بيرته دپاکستان په لور واړوي .  پاکستانيان په نويو ژمنو سره صحنې ته داخل شوي له بلې خوا پاکستاني مقامات تر راتلوونکو دووکلونو پورې
دتجارتي مالونو د راکړې  ورکړې دحجم د دوه برابره کيدو خبرې کوي .
په داسې حال کې چې افغانستان په تيرو وختونو کې دپاکستاني محصولاتو يوستر واردونکى  هيواد و  او پاکستان ته دافغانستان د صادراتوحجم نا څيز دى . دافغانستان هغه صادراتي اقلام چې  پاکستان ته   صادريږي او دپاکستان له  لارې دريم هيواد ته  صادريدل  له ترانزيتي ستونزو سره مخامخ  و چې کيداى شي   د انديښنې وړ وي . لکه څنګه چې دافغاني ميوو صادرونکو د ميوو دصادرولو په فصل کې دغه ستونزه په  وار وار  تجربه کړې ده  . په دې ترڅ کې په پاکستان کې له افغان سوداګرو څخه  د زياتو مالياتو اخيستل  افغان سوداګرو ته  له انديښنو ډک يو کار دى چې بايد ورته  پاملرنه وشي.
د چارو کارپوهان د هغو وروستيو موافقو چې  د دواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي کميسيون له نهمه غونډه کې ترلاسه شوې ، هرکلى  کوي خو په دې ټکى  ټينګار کوي چې بايد دغه موافقې تر سياسي معاملو لاندې  ونه نيول شي او پاکستان لکه څنګه چې ددغه هيواد د ماليې وزير وايي د سيمه ييزې همکارۍ او همغږي  لپاره خپل ريښتنى تمايل او علاقمندي وښيي او داقتصادي اړيکو دټينګښت لپاره چې کيداى شي دسياسي او امنيتي اړيکو د ټينګښت او پراختيا لپاره يوبل او مرستندوى وى ، ګام واخلي  په داسې حال کې چې افغانستان   ددغه شان  اړيکو دټينګښت په لاره کې همکارۍ ته چمتو دى او پخوا  يي خپله   اراده   اونيت  ثابت کړى  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته