سیاست

تبصره

کابل باختر دکب شپږمه :
په دې وروستيو وختوکې زمونږ د هيواد ٢١ تنه رښتيني بچيان په يوه افغاني ضداو انساني ضدتوطيه کې شهيدان شول .
ددغو شهيدانو پاکه وينه د هيواد د سياسي او نظامي دستګاه له مسوولينو څخه غواړي چې مسوولينو د دغې پيښو په وړاندې څه وکړل اوڅه کوي؟
دباخترآژانس مبصر ليکي: د ملي اردو٢١ تنه سرتيري په دې وروستيو وختوکې د کونړ ولايت د غازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوه ناځوانمردانه، انساني ضد، اسلامي ضد او افغاني ضد توطيه کې شهيدان شول .
د هيواد دغه رښتيني سپاهيان چې د هيواد د پولو د ساتنې، هيواد ته د ترور او وحشت د راتګ د مخنيوي او ددغه ټاټوبې د ښځې او ماشوم د آرام ژوندانه د ساتنې لپاره په سنګرکې وو؛ په يو ناځوانه بريدکې شهيدان شول .
هغه څه چې په غازي آبادکې رامنځته شول؛ دهيواد په امنيتي بنسټونوکې يې زيانمننې مشخصې کړې چې بايد د چارومسوولين هغه جدي وبولي او د هغو په نسبت مدبرانه چلند وکړي .
د غازي آباد پيښې وښودله چې زموږ کشفي او استخباراتي برخې خپلې ستونزې لرې او بايد د هغو د ظرفيت  جوړولو لپاره کار وشي .
دغه راز د چارو کارپوهان  په دې باور دي چې د امنيتي بنسټونو ترمنځ په مطلوب ډول همغږۍ شتون نه لري، ځکه د پيښې ځاى د ولسوالۍ له مرکز سره درې يا څلور کيلومتره واټن لري او په ولسوالۍ کې ريزرف ځواکونو کولاى شول په ډير لنډ ممکن وخت کې د پيښې ساحې ته ورسيږي .
له بلې خوا په امنيتي پوستوکې امنيتي تدبيرونه هم ډاډمن نه و. دغه ټولې ستونزې د پيښې د رامنځته کيدو سبب شوې چې له امله يې د دې هيواد يو ويشت تنه رښتيني بچيان شهيدان شول .
د امنيتي ځواکونو نه سمبالول، نه وسله وال کول او نه معياري روزنه دغازي آباد د پيښې په شان د پيښو په رامنځته کيدو کې رول لري چې بايد د چارومسوولين هغه په پام کې ونيسي او دافغان امنيتي ځواکونو د روزنې ، سمبالولو او وسله وال کولو لپاره زياتې منابع پيداکړي.
لنډه داچې د دې هيواد د ٢١ تنو شهيدو بچيانو وينه چې له خپلو کورنيو څخه لرې يوازې له هيواد، انسانيت او اسلاميت سره دمينې او عشق په انګيزې سره دکونړ په سرحدي کرښه کې چې حرفوي تروريستان خوندي پټنځايونه پکې لري؛ شهيدان کيږي.
دهيواد د سياسي اونظامي دستګاه له مسوولينو څخه غواړي له دوى سره څه  ډول چلند کيږي او ددغه شان پيښو دتکرار دمخنيوي لپاره څه ډول تدبيرونه نيول کيږي؟
دچارو کارپوهان په دې ټکي ټينګار کوي چې يواځې د انديښنې او خپګان د مراتبو په څرګندولوسره نه شو کولاى څه ترلاسه کړو. ددغه شان ستونزو کمښت او له منځه وړل  ډول ډول پروګرامونو او د تيرو چلندونو اوکړو وړو بيا څيړنې ته اړتيا لري.
بله خبره دا چې زموږ د هيواد د ټولو اوسنيو ستونزو عوامل د افغانستان له پولو څخه بهر جرړې لري.
لکه  څنګه چې مقاماتو په خپله وويل چې په غازي آباد کې زموږ په عسکرو د بريد توطيه دافغانستان له پولوڅخه بهر جوړه شوې ده .
اوس دغه اړتيا جدي ده چې د هيواد ډيپلوماسي دستګاه د افغانستان د خلکو د ستونزو دبهرنيو عواملو په معرفي کولوکې زياته فعاله شي او په  نړيوالو قضيو کې اغيزمنو نړيوالو او د هيواد معتبرو سازمانونو ته په مراجعې سره اوسني سيمه ئيز  واقعيتونه منعکس کړي او د نړۍ خلک لازيات دهغو تروريستي کړيو په شتون خبر شي چې دګاونډي هيواد د استخباراتي سازمانونو تر چتر لاندې فعاليت کوي .
هير دې نه شي چې د سيمې په کچه پيژندل شوې ټولنې چې په خپله د نړيوالو تروريستانو عامل اوملاتړي دي؛ هلې ځلې کوي چې خپل مسووليت د نورو په اوږو کيږدي او د ځان په نسبت نړيوال ترحم جلب کړي.
دافغانستان خلک په داسې حال کې چې په غازي آباداو په هغو نورو ځايونوکې چې په هغوکې دهيواد سپاهيان دجاهلو اونوکر صفتو پلورل شويو ډلو په وړاندې دملي ارزښتونو دفاع کوي؛ درناوي کوي. هيله لري چې د چارو مسوولين دهغوى د ژوندانه د ساتنې لپاره زيات او اغيزمن اقدامات ترسره کړي چې نور تروريست او ډار اچوونکي چې د نورو دګټولپاره خدمت کوي؛ د دې وس پيدا نه کړي چې د يوه ځوان او د يوه افغان بچي وينه تويې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته